د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي ناپېژاندو وسله والو يو تن په ډزو وواژه . د خبرپاڼي په حواله چي ياد کس هغه وخت د وسله والو له خوا د خپل کور مخ ته ووژل سو چي کله يې د خپل کور سره د ماين ښخولو څخه د وسله والو ممانعت وکړ .
خبرپاڼه دا کار يو ناځوانمردانه کار بولي او وايي چي دا د سولي او وطن د دښمنانو کار دئ او پړه پر وسله والو طالبانو اچوي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه