دكندهار له پوهنتون څخه ۱۵۸تنه نارينه او ښځينه محصلين فارغه او فراغت ليكونه وركول سوه
د چهار شنبي په ورځ په همدي موخه دكندهار د بشر حقوقود خپلواك كميسيون د غونډو په تالار كي يو لړ ځانګړي مراسم جوړ سوي چي كندهار والي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا او د هغه مرستيال انجينر محمد قادري، د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي، د پوهنتون علمي مرستيال عبدالتواب بالاكرزي، دپوهنتون استادانو، کليدي رئېسانو، د کندهار د ملي امنيت رئېس جنرال محمد نعيم مومن، په کندهار کي د ايران هيواد کونسل استازي او ګڼ شمېر نورو ښوونکو او محصلينو برخه اخستې وه.
دقرانكريم د څومباركو اياتونو تر تلاوت او د ملي سرود تر ږغولو وروسته د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار انجينير تواب بالاکرزي د غونډي برخوالو ته د پرانستونکي وينا پرمهال فارغ سوو محصلينو ته د مبارکۍ تر څنګ د کندهار پوهنتون پر تاريخچه هم خبري وکړې.
نوموړي وويل چي ياد پوهنتون له نن څخه ٢١ کاله وړاندي د کندهار د اوسني والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په هڅو د کرهڼي پوهنځۍ په درلودلو سره پيل سوو او له هغه وروسته د زيات شمېر ستونزو سره سره د يو لړ پرمختګونو شاهد پاته سوى دى.
هغه زياته کړه چي کندهار پوهنتون دامهال ٨ پوهنځۍ لري چي دوې يې په هلمند او پاته شپږ يې په کندهار کي دي او همداراز پلان لري څو راروان کال په اروزګان ولايت کي هم ددې پوهنتون يوه څانګه فعاله کړي.
پوهنيار تواب همداراز وويل چي په دې پوهنتون کي د افغانستان د ٣٤ ولايتونو څخه ٣ زره محصلين او د ٢٢ ولايتونو استادان په درس او تدريس بوخت دي او د همدې پوهنتون له لاري لسګونه استادان د ماسټرۍ او دوکترا لپاره بهرنيو هيوادونو ته لېږل سوي دي.
کندهار والي او د کندهار پوهنتون مؤسس پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا هم محصلينو ته تر مبارکۍ ويلو وروسته د په دومره لويه کچه د ښځينه او نارينه محصلينو فراغت د کندهار او په ټوله کي د افغانستان لپاره يو لوى پرمختګ ياد کړ او هيله يې وښوده چي دغه محصلين به په راتلونکي کي په بشپړ ډول هغه مسؤليت احساس کړي چي د ټولني لخوا ورکول سوى دى.
هغه زياته کړه چي ٢١ کاله وړاندي يې دغه پوهنتون د کندهار په اوسنۍ عينو لېسه کي يوازي ١٢ تنو محصلينو په اشتراک سره پرانستى خو نن خوشبختاته په دې پوهنتون کي له درې زرو زيات محصلين ويني او خوښ دى چي په دې برخه کي ليدلي خوبونه رښتيا کيږي.
والي همداراز وويل چي همدا اوس هڅه کوي څو د کندهار پوهنتون د کرهڼي پوهنځى د امريکا د کليپورنيا ايالت د پريزنو د پوهنتون د کرهڼي د پوهنځۍ سره وصل کړي او همداراز ددې پوهنتون لپاره د کندهار په يوه بله پراخه سيمه کي نوې او پراخه ودانۍ جوړه کړي څو محصلين لا هم په ښه ډول خپلي زده کړي پاى ته ورسوي.
نوموړي زياته کړه چي غواړي په نژدې راتلونکي کي د انټرن شيپ پروګرام پيل کړي ځکه په وينا يې په کندهار کي ځايې دولتي اداره په ټولو برخو کي مامورينو ته اړتيا لري او له دې امله ضروري ده څو نوي فارغ سوي او لا هم فراغت ته سترګي په لاره محصلين د دولت سره کار وکړي.
د کندهار د ملي امنيت رئېس بريد جنرال محمد نعيم مؤمن هم د خپلو خبرو پرمهال له فارغ سوو محصلينو غوښتنه وکړه چي په دې رياست کي دي ورسره دنده پر مخ يوسې ځکه دده په وينا چي دوى په زده كړو سمبالو کسانو ته اړتيا لري.
هغه چمتووالى وښود چي همدا اوس د همدې محصلينو له منځه کولاى سي هر کس ته په افتخاري ډول خپله څوکۍ وسپارۍ او له دې دندي لاس په سر سي.
د فارغ سوو محصلينو په استازيتوب د طب پوهنځۍ فارغ سوي محصل ډاکټر پردل حرير وويل چي فارغ سوي ټول محصلين ژمنه کوي چي په پوه اخلاص او يماندارۍ سره به خپلي خاوري او خلکو ته خدمت کوي او هغه څه چي دلته يې زد کړي د همدې هيواد د ملي ګټو د ساتني لپاره به ترې کار واخلي.
هغه د خپلو خبرو پرمهال د هيواد د لوړو زدکړو له وزارت څخه ګيله وکړه چي په وينا يې تردې دمه يې دې پوهنتون لکه څنګه چي ښايې هغسي پاملرنه نه ده کړې او له پامه يې غورځولى دى.
ډاکټر پردل ادعا وکړه چي د تيرو ٧ کلونو راهيسي چي دى دلته محصل دى نه هم د لوړو زدکړو وزير او نه يې هم معين راغلي څو له دې پوهنتون څخه ليدنه وکړي او د تدريسي ميتود او د محصلينو د ستونزو په اړه له هغوى سره خبري وکړي.
يو شمېر فارغ سوو محصلينو له دولت څخه غوښتنه كول چي دوي ته دي دكار كولو زمينه برابره سي د دوي په وينا چي ډير كله محصلين تر فارغه كېدو وروسته د كار په لټه ستړي سي.
ددي محصلينو په ځواب كي كندهار والي پوهنوال ډاكتر توريالي ويسا وويل چي په ټولو دولتي ادارو كي خالي بستونه سته او هر څوك كولاي سي چي د ازادي سيالي د لاري دغه خالي بستونه ډك او د خپلو هېوادوالو لپاره د خدمت مصدر وګرځيږي.
د يادوني وړ ده چي دكندهار پوهنتون څخه په دغه يو سلو اته پنځوسو تنو كي يو سلو يو پنځوس نارينه او ۷تنه ښځي دي چي د طب ،انجينري،كرهڼي او ښووني او روزني د پوهنځيو څخه فارغه اود كندهار والي او نورو ميلمنو لخوا فراغت ليكونه وركول سوه.
د کندهار ټي وي ويبپاڼي څخه په مننه