د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کي د ښځو چارو د رياست له لوري د ډنډ ولسوالۍ د صالحانو دکلي پر پنځوس تنو اړو ښځو باندي خوراکي توکي چي بوره، غوړي او وريجي وې ووېشل سول .
د دې رياست رئېسي اغلي رقيې اڅکزۍ وويل چي موږ به دا ډول مرستو ته ادامه ورکوو او د غريبو ښځو دپاره به حرفوي زده کړي هم برابري کړو .
ښځو چارو رياست پتېيلې چي د کندهار ولايت په ټولو نژدې ولسواليو کي د ښځو شوراګاني جوړي کړي او د رئېسي په وينا چي يادي شوراګاني به په خپلو ولسواليو کي د ښځو ستونزي سپړي او د حل لاري به يې پيدا کوي .