کور / اسلامي / روژه په اسلام اوساینس کی (16)خُرمااونوې ساینسي څیړنې

روژه په اسلام اوساینس کی (16)خُرمااونوې ساینسي څیړنې

Dates and New Scientific Researches


خُرمادډېروخت راهیسی په طب کی یوه توده موضوع ګرځېدلې ده، دنړۍ ساینس پوهان په ځانګړی ډول سره دلویدیځ پوهان پرهغه شی باندی چی اسلام ورباند ټینګارکړیدی پرهغه باندی ډېرې څېړنې کوی، په قرانکریم اواحادیث نبوی صلی الله علیه وسلم کی خُرما، انار، انګور، انځر ، زیتون اوداسی نورډېرنباتات، مېوې اوخوراکونه ذکرشویدی؛ اوس دوی داپه یوه خوله ثابته کړیده اوپوره اعتراف ئې ورباندی کړیدی چی هرڅه چی اسلام ښه ګڼلې هغه دروغتیالپاره ښه اودرست دی، اوهرهغه شی چی اسلام حرام کړیدی لکه دوینې خوراک، دخنځیرغوښه، یادمُردارشوی حیوان غوښې اوداسی نورڅه نوهغه ضروروانسان ته دلږې ګټې پرځای ډېرتاوان رسوی۔ اویاهیڅ ګټه پکښې نه وی
لکه څرنګه چی په ټوله لویدیځ کی داسلام مبارک دین ښکلې شغلې مخ په خپرېدو اوډرې ودې دی نوځکه په اسلام کی څېړنې زښته ډېرې شویدي، اواوس دلویدیځ ډېرپوهان دنوروڅېړنوپرځای داسلام پرهرشی باندی خپل تحقیق کوی اوبیائې نشرکوی، چی دهغوڅېړنوڅخه یوه څېړنه پرخُرماباندی ده اوهغه په دې شان سره ده۔
خُرمادبدن ټولې مالګې پوره کوی، چی داپه هغه وخت کی ډېره ګټوره ده چی کله دیوه انسان مالګې ضایع شوی وی، یادیوکارکولوپه صورت کی، یادېوې ناروغۍ له کبله؛ دزړۀ ټول حرکات منظم کوی، هغه خلک چی دزړۀ حرکتونه ئې غیرمنظم وی کله ئې دزړۀ ګراف پریوه بڼه سره وی اوکله هم پربل شان وی نوخُرماورته ډېره ښه ده؛ خُرماځکه دزړۀ حرکتونه منظم کوی چی دزړۀ دمنظم حرکت لپاره کلسیم خوراارزښت لری، اوساینس پوهان هم په دې باوردی که چیری یوڅوک دورځې د( 5ـ 7) پوری خُرماوې وخوری نودبدن ټول کلسیم ئې پوره کیږی، اوکله چی دبدن کلسیم ئې پوره شول نودزړۀ حرکتونه ئې پخپله وعادی حالت ته راځی۔
دخُرماپه استعمال سره دبدن LDL(Low Density Lipoprotein) یعنی دوینې کولسترول نه اضافه کیږی، خُرمادکولسترول اندازه ثابته ساتی وبل لورته کچیری دچاپه وینه کی LDL زیات شی پردې سړی باندی دزړۀ دوره (Heart Attack) راځی، چی داومرګ ته ښه راغلاست دی، اوخُرمادابدمرغې له مینځه وړی؛ خُرما ودماغ ته هم پوره توان اوطاقت بخښی، داځکه چی په خُرماکښې شته پروتینونه، لحمیات اومینرالونه دماغ قوی کوی، نوهغه څوک چی دماغی کمزوری لری باید دخُرمااستعمال ډېروکړی ترڅوئې دماغ پوره توان پیداکاندی۔
نویوڅېړنوداهم ښودلې ده چی په خُرماکی داسی موادشتون لری چی میکروبونه اوجراثیم وژنی، یاپه بل عبارت خُرما (ضدمیکروب اومیکروب کُش) ده، اوانسان که دخُرمااستعمال دتل لپاره وکړی نودډېرناروغیوڅخه به وژغورل شی له همدې کبله اوسنیوڅېړونوداهم ثابته کړېده چی خُرمازخمونه ډېرژرجوړوی۔
ساینس پوهانوپخپلوڅېړنوکی داهم جوته کړیده چی خُرمادزهرواغیزې له مینځه وړی اوزهروداسی حالت ته رسوی چی وانسان ته هیڅ تاوان نه رسوی، دساینس پوهانوداڅېړنه دهغه حدیث شریف ښکاره ثبوت دی چی موږمخکی ذکرکړ اوهغه داچی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی چی که هرڅوک دورځې 7 عجوه خرماوې وخوری پردغه سړي باندی نه هم زهراونه هم جادواغیزې کوی(لله الحمد)، ټول ساینس پوهان هم په دې باندی متفق دی چی خُرمادانسان دفاعی نظام پوره قوی کوی اوښه والی پکښې راولی؛ په یوه روایت کی راځی چی دیوه صحابی رضی الله عنه پرسینې باندی درد وه نبی کریم صلی الله علیه وسلم 12 عجوه خُرماوې ورکړې اوهغه دردئې له مینځه ولاړی۔
دهغوکسانولپاره ئې چی حافظه ئې کمزورې اویاهم ئې تکان خوړلې وی خُرماورته اړینه ده داځکه چی خُرماحافظه زیاتوی؛ که چیری دیوچالاس اوپښې رېږدې دکمزورۍ اویاهم دیوې ناروغۍ له کبله خُرماورته کیمیاده، په هغه وخت کی خُرمااغیزې نلری که چیری دادلاس اوپښې رېږېدل دبوډاتوب له کبله وه۔


 


خُرماعمراوږدوی:
دنړېوالی روغتیائې ادارې دوبایی ناروغیومتخصص ډاکترعمرسلیمان محمدچی دشمالې سوډان اوسېدونکی دی وایی چی ددې سیمو(سوډان) دخلکوعمرونه د(100) کلونوڅخه اضافه دی اوحال داچی دعمرپه اخیروشیبوکی هم داخلک تندرسته اودپوره روغتیاڅښتنان دی، زمادڅېړنواومعلوماتومطابق داخلک دخپلوخوراکې توکوسره خُرمااستعمالوی۔
خُرماینه (ځیګر) سموی:
که چیری خُرمادشپږوساعتونولپاره په اوبوکی کښېښول شی اووروسته ئې یواځی دااوبه وڅیښل شی نوداینه ډېره صفاء کوی، اوکه چیری یوچانشیې توکې استعمال کړی وی نودخُرمادااوبه دسړی دانشه هم له مینځه وړی۔
خُرماقبض له مینځه وړی:
خُرمادډېروخته راهیسی دقبض دله مینځه وړلولپاره تجربه شوې درمل ده، ددې استعمال دډېره وخته راهیسی حکیمانواوطبیبانوکاوه خواوس ډاکتران هم ورڅخه استفاده کوی اوددې ننګه کوی، په اصل کی خُرماهضمیه برابروی داپه هغه وخت کی که چیری خُرمادډوډۍ سره وخوړل شی۔


روژه مات په اوبوسره کول:
لکه څرنګه چی مخکی موبیان وکړچی فخرالموجودات حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دروژه مات لپاره دوه شیان یادکړې وه، لومړی په خُرماسره روژه مات کول چی په پوره تفصیل سره دخُرماپه ګټوباندی دقرانکریم ، احادیث نبوی صلی الله علیه وسلم او دنوې ساینس له نګاه نه ورباندی پوره رڼاواچول شول؛ دوهم شی چی خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم ورباندی روژه ماته کړې اوامرئې کړیدی هغه په اوبوسره دی، اوس غواړوچی دابوپرارزښت باندی یوڅه رڼاواچوو، اوپاته دی نه وی چي فخرالموجوادت صلی الله علیه وسلم دهرشی امرکړیدی هغه له ګټو، لورینو اورحمت نه ضرورډک دی؛ چی دایونړېواله وقعیت دی چی ټول ساینس پوهان، فلیسوفان، حکیمان، طبیبان، روڼ اندی، مفکرین، سیاستوال، علمی شخصیتونه اودنړۍ مخورکسان ورباندی په یوه خوله دی۔
اوبه په قرانکریم کی:
په عربی ژبه کی واوبوته (مآء) ویل کیږی، چی په قرانکریم کی د(مآء) توری دنطفې لپاره هم استعمال شوی دی، اوکله هم د(مآء) توره ددوږخ دایشولواوګرمواوبولپاره هم استعمال شوی دی۔
په قرنکریم کی داوبوتوری (65) ځلی راغلی دی، اوس زه غواړم چی یوڅوځایه ئې ذکرکړم۔
1: له اوبوڅخه موهرژوندی شی پیداکړی دی؟ نوایادوی ایمان نه راوړی؟(سورت الانبیاء 30)
2: هغه (الله) چی ځمکه ئې درته غوړولې ده اواسمان ئې درته چت کړی اوله اسمانه ئې اوبه راورولې اوپه همدې (اوبو) ئې ستاسودروزۍ لپاره هرډول میوې رابهرکړی؛ داچی تاسی په دې پوهیږی نودالله سره سیالان مه ګرځوی ۔ (البقره 22)
3: له دې تیږوڅخه شته چی وچوی اواوبه (چینې) ترې راووځی۔ (البقره 74)
4: اودغه (الله) همغه ذات دی چی له اسمانه څخه ئې اوبه راکوزی کړی اوبیاموږدهغه په وسیله ټول زرغونېدونکی شیان (نباتات) راایستلی دی اوبیاموله هغه څخه شین کښت راایستلی دی۔(الانعام 99)
5: اوپرتاسی ئې داسمان څخه اوبه نازلی کړیدی چی په هغوسره تاسی پاک کړي۔(الانفال 11)
6: الله له اسمانه اوبه وورولې اوپه هرلښتي کی دهغه دوړتیاپه اندازه اوبه روانې شوی بیاکله چی سیلاب راپورته شونوپرسرئې ځګ هم راپورته کیږی۔(الرعد 17)
7: اوته وینی چی ځمکه وچه کلکه پرته وی، بیاچی پرې باران واورووپه ناڅاپی ډول وخوځیږی اوډډه شی اودهرې جوړې ښیرازه شینکي راوټوکوی ۔(الحج 5)
8: اوالله هرساکښ(ژوندی موجود) له یوډول اوبوڅخه شته کړ۔(النور45)
9: ایاودی نه لیدل چی الله له اسمانه اوبه راورولې دی؟ نودهغوپه وسیله مومیوې په بېلابیلورنګونو۔(فاطر 27)


10: اوله ځمکې څخه موچینې جارې کړیدی، نو(دغه) ټولې اوبه دهغه کار(دسرته رسولو) لپاره چی ټاکل شوی و۔(القمر12)
11: اوله اسمانه مواوبه واورولې بیاپه ځمکه کی مورازرازپه زړۀ پوری شیان شنه کړل۔(لقمان 10)
12: الله دی چی اسمانونه اوځمکه ئې پیداکړی دي اوله اسمانه ئې اوبه اورولې دی اودهغه په وسیله ئې تاسی ته له میووڅخه روزې راایستلې ده۔(ابراهیم 32)
13: دی هغه ذات دی چی له اسمانه څخه ئې اوبه رااورولې چی ستاسی څښل له دې (اوبو) څخه دی اوله هغې څخه (ستاسی) ونې(اوواښه هم) شته چی په دغووښوکی (خپل څاروي) څروی۔(النحل 10)
14: اوموږله اسمانه په یوه ټاکلی اندازه اوبه واورولې نوهغه موپه ځمکه کښې تم کړې اوموږچی څنګه وغواړوله منځه ئۍ وړلی شو۔(المومنون 18)
نوربیا۔۔۔