کور / تازه خبرونه / كندهارپوهنتون ۱۵۸ تنه محصلين فارغ كړل

كندهارپوهنتون ۱۵۸ تنه محصلين فارغ كړل

دكندهارپوهنتون له بيلابيلوپوهنځيوڅخه ١٥٨ تنه نارينه اوښځينه محصلين فارغ سول .
دوى د،طب ،انجنيري زراعت اوتعليم اوتربيې په څانگوكې خپلي زده كړي بشپړه كړي .
دکندهار پوهنتون دامهال ٨ پوهنځۍ لري چي دوې يې په هلمند او پاته شپږ يې په کندهار کي دي چې ٣ زره محصلين په زده كړوبوخت دي .
دكندهاروالي توريال پوهنوال توريالى ويساچې دكندهارپوهنتون له بنسټ اېښودونكوڅخه دى ، دفراغت پدغومراسموكې وويل چې له نن څخه ٢١ کاله وړاندي يې له ډيرولږوامكاناوسره دغه پوهنتون پرانيست .
ده وويل چې پدغه شمېردښځينه اونارينه محصلينوپه فارغېدوسره به دبشري قوې په برخه كې موجوده ستونزي هم حل سي .
ده وويل د کندهار پوهنتون د کرهڼي پوهنځى به د امريکا د کليپورنيا ايالت د پريزنو د پوهنتون د کرهڼي د پوهنځۍ سره وصل کړي او همداراز ددې پوهنتون لپاره د کندهار په يوه بله پراخه سيمه کي نوې او پراخه ودانۍ جوړه وي څو محصلين لا هم په ښه ډول خپلي زدکړي پاى ته ورسوي.
د فارغ سويو محصلينو په استازيتوب د طب پوهنځۍ فارغ سوي محصل ډاکټر پردل حرير د د لوړو زدکړو له وزارت څخه ګيله وکړه چي په وينا يې تردې دمه يې دې پوهنتون لکه څنګه چي ښايې هغسي پاملرنه نه ده کړې او له پامه يې غورځولى دى.
ډاکټر پردل ادعا وکړه چي د تيرو ٧ کلونو راهيسي چي دى دلته محصل دى نه هم د لوړو زدکړو وزير او نه يې هم معين راغلي څو له دې پوهنتون څخه ليدنه وکړي او د تدريسي ميتود او د محصلينو د ستونزو په اړه له هغوى سره خبري وکړي.