په هلمندكې د۲ جلاجلاپېښوپه ترځ كې ديوه سيمه ييزطالب قومندان په گډون ددولت ۵ تنه وسله وال مخالفين نيول سوي اودماين پاكى ديوه گروپ ۳ تنوته مرگ ژوبله اوښتې .
دهلمندمطبوعاتي دفترپه يوه خبرپاڼه كې وايې چې پرون په نوزادوالسوالۍ كې دماين پاكانويوه ډله دخپلي دندي پرلوردتگ په حال كې وه چې دسپرلى ټونس موټريې دسړك دغاړي پرماين ختلى يوماين پاك پكښي وژل سوى او۲ نورملگري يې ټپيان سوي دي .
خپرپاڼې ددغوماين پاكانواداره نده په گوته كړې .
خبرپاڼه زياته وي چې ددې ولايت په گرمسيروالسوالۍ كې بيامازيگردسويوعملياتوپه ترځ كې دوسله والوطالبانويوتن سيمه ييزقومندن چې دماينونواېښودلوماهروو له خپلو۴ ملگروسره گډوځواكونونيولى .