کور / راپور / په کندوز کې داوړو تولیدې فابريکو سقوط کړې

په کندوز کې داوړو تولیدې فابريکو سقوط کړې

 


په کندوز کې داوړوتولیدونکې میلونه  پرافغان دولت نیوکه کوي چې د بهرنیوهیوادونوڅخه بې کچې راواردیدونکې اوړه په ځانګړې ډول پاکستانۍ اوړه  د دوی د کارپه مخ کې خنډ شوي  اود دوی میلونه یې د سقوط  مخ کړیدی،دوې واېې ددې پانګونې لپاره ېې پر لکونو افغانۍ بندی  کړیدی خواوسمهال د ګڼوستونزوسره مخ دی دوی واېې نشي کولاې چې له پاکستانۍ اوړوسره په آزادبازارکې  رقابت وکړﺉ نوځکه ېې خپلې تولیدې فابریکې درولې دی.


 


 د کندوزښارختیزته د کابل بندرکین لورته داوړو لوې میل په دوه جریبه ځمکه کې آبادشوی، ددغه میل


یوتن مسوول دنوم دنه اخیستلوپه شرط لراوپر ته وویل چې داوو کلونوراهیسې په یادولایت کې تولید لرﺉ چې  په اوسط ډول هره ورځ  زربورې اوړه  تولیدوی ( په هره بورې کې  اووه منه یا ۴۹کیلوګرامه اوړه وی ).  نوموړې زیاتوې چې په فابریکه کې ۶۰ نه تر۷۰ تنوکارګرانوکارکاوه  چې اوسمهال ټول بې دندېې شویدی.


 


دامهال د نوموړې  د څرګندونوله مخې دیومن غنموبیه په کندوزبازارکې ۱۴۰ افغانۍ ده  چې برعکس یومن پاکستانۍ ښه اوړه ۱۲۰افغانۍ رانیول کیږې ، نو ددی امله ډیرې خلک پاکستانیواوړوته په کورنیو اوړواخیستلو  ترجیح ورکوي. دنوموړې په آند دولت باید له بهرنه په راواریدونکیواوړوباندی ګمرکې تعرفه  لوړه کړﺉ.


 


 ترڅوکورنۍ تولیدې فابریکې بیرته پرپښوودریږې ، ګنې دهغه پرآند ښاېې دداخلې تولیدې فابریکوکاردسقوط سره مخ شي .


 


دعلې آباد ولسوالې  یوتن اوسیدونکې عبدالشکور قدردان واېې  اصلا په کندوز ولایت کې د اوړو میلونودسقوط عمده لامل زماپه آند دادې چې دغومیل لرونکیو عام خلکوته دوکه ورکړې وه هغه داچې میل لرونکیوبه په ډیره ټیټه بیه مټک غنم چې ډیره خرابه ډوډې ورڅخه پرلاس راځې اخیستل بیا وروسته به یې پخپلومیلونوکې اوړه کول اوپرخلکوبه یې خرڅول نوبالاخره دالامل شوچې اوس داوړو اخیستونکې پردوې بې باوره شویدی نودمګړې دوې په مارکیټ کې خپل مشتریان له لاسه ورکړې دی.


 


 


همدغه راز دخان آباد ولسوالۍ یوتن ځوان  اجمل چې دسودااخیستلوپه موخه بازار ته راغلې واېې د کندوزاکثره خلک ځمکوال دی ډیرکم کسان چې مهاجروی یا ځمکه ونلرﺉ د اوړو اړتیا له بازاره پوره کوی نودغه خلک کوښښ کوې چې په ارزانه بیه ښه کیفیت لرونکې اوړه راونیسې نوپاکستانۍ اوړه دهمدغه صفت لرونکې دی بل پلوته سږکال په کافې اندازه اورښت ندی شوی زموږاکثراْ غنم د للمې ځمکونه پرلاس راځې داوبیزې  ځمکې کمې دې نوهمدا لامل دې چې سږکال غنم کم شویدی


 


د کندوزاتاق تجارت یوتن چارواکې عبدالخالق وايي  چې تراوسه پورې داوړومیل لرونکیوورته په دی اړه څه ندې ویلې خونوموړې زیاته کړه چې په روان کال کې د کافې اورښت نشتوالې ددی سبب شوې چې په مارکيټ کې دغنموبیه لوړه شي اود اوړو میلونه خپل فعالیت ودروې.


 


په افغانستان کې د درې لسیزو جنګ جګړوله امله ډیرې تولیدې اوصنعتې فابریکې له کاره غورځیدلې. دتیرلسوکلونوپه تیریدو سره یوځل بیا ډیرې پانګوالوپه هیواد کې په بیلابیلوبرخوکې پانګونې ته مخه کړه  خودغه پانګوال د ستونزو اوننګونوڅخه سرټکوي چې ددغو ستونزو دشتون له امله په هیوادکې شخصې پانګونې بیهرپیکه شویدی.