په کندهار ښار کي تېره اوونۍ د کندهار د ښکلو هنرونو د ټولني پرانستنه وسوه او د دې ټولني له خوا د کندهار د اطلاعاتو ا و کلتور په رياست کي هغه ښايستې او زړه وړونکي رسامۍ ، نقاشۍ او اړونده توکي د دې ولايت د تکړه او با استعداده ځوانانو له خوا چي د دوى په لاسو رسامي سوي نندارې ته وړاندي سوې . د يادي ټولني د پرانستني په مراسمو کي کندهار والي ، د دې ولايت ښاروال او اړونده کسانو ګډون کړى و . غونډي ته د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئېس پرانستونکې وينا وکړه او د هنر مخينه يې لس پېړۍ وړاندي وبلله او زياته يې کړه چي کندهاري انځورګرانو او نقاشانو په هندوستان کي په دې هنر کي ښه نوم لاره . ورپسې کندهار والي په دې اړه وويل چي يوه ټولنه هغه وخت د نام او نښان لوړ پوړ ته رسېداى سي چي کلتور ، فرهنګ او هنر يې نوموتى وي . همدا ډول د دې ټولني مشر او وتلي انځورګر امان الله درخشان غونډي ته وينا وکړه او وې ويل چي که څه هم چي په تېرو څو لسيزو کي د دې سيمي خلکو ډېر څه له لاسه ورکړي دي خو هنر يې د سته ستونزو سره سره بيا هم ژوندى ساتلى دئ ځکه چي په دې څانګه کي يې نه هېرېدونکي هلي ځلي کړي دي . د نندارتون په لومړۍ ورځ يو شمېر انځورګرانو ته ستاينليکونه او تحفې هم ورکړل سوې د نندارتون په پاى کي په پام کي نيول سوې وه چي په انځورګرانو کي به لومړى ، دويم او درېيم مقامونه معلومېږي او هغوى ته به نغدي جايزې ورکول کېږي . چي د همدې پرېکړي پر بنسټ مصطفى په راتلونکي درې انځوريز پرېم کي د کوچني پر رسامي سوي انځور لومړى مقام وګاټه دويم مقام د دې ټولني مشر امان الله درخشان په ياد پرېم کي د ګلونو د ګېډۍ پر ښکلي رسامي سوي انځور وګاټه او درېيم مقام په پرېم کي پر آخري انځور يوې مېرمني وګاټه
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
.jpg)
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه