کور / تازه خبرونه / يو بل بهرنى هم ووژل سو

يو بل بهرنى هم ووژل سو

لراوبر ته د ناټو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په سهېل کي د وسله والو په ډزو کي يو بهرني عسکر خپل ژوند له لاسه ورکړ .
خبرپاڼي د خپلي پاليسۍ له مخي د وژل سوي سرتېري د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو يا کومي بلي ډلي څه نه دي ويلي .