دهرات امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو نن دهرات په شنډنډ ولسوالي کې يو قامي مشر ارباب عبدالرحيم وژلئ دئ دغه قومي مشر په هغه غونډه کې د ګډون په موخه د شينډنډ مرکز ته ورغلئ وو چې د کورنيو چارو وزير انجنير ضرار احمد مُقبل هم په کې ګډون درلود.
دکورنيو چارو وزير دامنيت دڅېړلو په موخه شنډنډ ولسوالي ته تللــئ وو . پېښه دزېرکو سيمي ته نېژدې شوې ده او دوه پوليس هم ټپيان شوي دي دچارواکو په وينا دپوليسو رينجر موټر هم بريد کوونکو له ځان سره بېولــــئ دئ .