کور / تازه خبرونه / كندهار:د۷ تنودوژل كېدو اود ۲۵ دنيول كېدو ادعا

كندهار:د۷ تنودوژل كېدو اود ۲۵ دنيول كېدو ادعا

افغان اونړيوالوځواكونه وايې چې په ژړۍ والسوالۍ كې دعملياتوپه ترځ كې يې ددولت ۷ تنه وسله وال مخالفين وژلي اوتر۲۰ زيات شكمن كسان يې نيولي دي .
پدې باب دكندهارمطبوعاتي دفترپه يوه اعلاميه كې وايې چې دغه عمليات دوالسوالۍ په نلغام سيمه كې دسهارله پيل څخه ترمازيگرناوخته پوري ترسره شوي چې ۲۵ شكمن كسان دپوښتنوگروېږنولپاره امنيتي ځواكونوله ځان سره بېولي .
خبرپاڼه پدغوعملياتوكې دسل گونوكيلوگرامه چاودېدونكوتوكو،۴۰ حلقې ماينونو ،۴ مېله كلاشنكوفونواويوې مخابرې دنيول كېدوخبرهم وركوي چې ،په وينايې ددولت وسله والومخالفينودسيمي دناامنه كولولپاره زېرمه كړي وو .
خپله وسله والوطالبانوپدې اړه خپل نظررسنيوته ندى څرگندكړى .
دتاوتريخوالي له دغه تازه پېښې څخه پرداسي مهال خبروركول كېږي چې دلته په جنوب كې دبشري حقونوفعالينوپه تيرو۳ مياشتوكې دناامنيواودتاوتريخوالي دپېښوله كبله پر بشري حالت اندېښنه ښودلې وه .
په سويل كې دبشري حقونودغه بنسټ دغه په خپل راپوركې ويلي چې دناسمواستخباراتي معلوماتوپربنياد دبې گناكسانونيول كېدل هم داندېښنې وړيوه موضوع ده .