په كندهار كي د بشر د حقوقو د خپلواك كمېسون حوزوي دفتر د خپل ۳ مياشتني راپور د وړاندي كولو پر مهال وويل
چي د خپلو زياتو هڅو سره سره بيا هم د دوى كارونه لكه څنګه چي ښايي هماغسي نه دي ترسره سوي چي لامل يې روانه ناامني، په ادارو كي د زورواكو نفوذ او د سواد زده كړي ټيټوالى دئ.
د دغه كميسون مشر انجينر عبدالقادر نورزي وويل چي ددوى هلو ځلو ترډېره پوري مثبت اغېز كړى، عامو خلكو ته يې د هغوى دحقوقو په اړه پوهاوى وركړى او همدارنګه په ځينو دولتي ادارو كي هم سمون راغلى، خو په وينا يې كه چيري يادي ستونزي نه واى، ددوى فعاليتونه به څو برابره واى.
نوموړي د يو غير دولتي ارګان په حيث پر ټول ولس او دولتي ادارو ږغ وكړ چي د دوى سره دي د بشري حقوقو په ساتنه كي مرسته وكړي او د ټولو هغو غير اسلامي او نامشروع دودونو مخنيوى وكړي چي له امله يې افغانۍ ټولنه كړېږي.
ښاغلي نورزي په دې برخه كي د قومي مشرانو او علماء كرامو ونډه هم زياته اړينه وبلله
په دغه ۳ مياشتني راپور كي ويل سوي، چي د بشري حقوقو څخه د سرغړوني ۹۶ شكايتونه ددوى سره ثبت سوي چي ددوى مربوط ۱۷ قضيې يې اړوندو ارګانو ته راجع كړي دي.
د راپور له مخي دا ښكاره ثبوت دئ چي خلك د خپلو حقوقو څخه خبر سوي او د هغو د دفاع لپاره يې دوى ته مراجعه كړې ده