کور / تازه خبرونه / کندهار : يو شمېر وسلې نيول سوي

کندهار : يو شمېر وسلې نيول سوي

د کندهار امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يې د يو شمېر پلټنو پر مهال وسلې او مهمات نيولي . د چارواکو په وينا چي يادي وسلې چي ٢ کېلو باروت ، ١٠٠ متره سوز لېن او دوې د هاوان مرمۍ دي په پنځمه امنيتي حوزه کي د حاجي نعيم مارکېټ ته څېرمه نيول سوي .


چارواکو د دې وسلو سره د تړاو په تور د کوم کس د نيولو خبر نه دئ ورکړى .


د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو يا کومي بلي ډلي څه نه دي ويلي .