د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په مرکزي روغتون کي يو شمېر نوي تاسيسات جوړ سوي او نن د يو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال پرانستل سول.
ياد تاسيسات چي پکښي د مړو د ساتني يخچال، دوه بابه غسل خانې، دوې د اوبو زخيرې، د جراحي واټ د بام ايزوګام، د روغتون د انګړ جغل اندازي او يو دېوال شامل دئ د درو مياشتو په اوږدو کي د شمس الله توخي ساختماني شرکت له خوا USAID په مالي لګښت جوړ سوي ول ، نن د کندهار د عامي روغتيا رياست د مرستيال، د بولدک ولسوال، د پرمختيايي شورا د غړو او قومي مشرانو لخوا پرانستل سول.