د ولايتي پرمختيايې کمېټې مياشتنۍ غونډه د کندهار ولايت مقام دغونډو په تالار کي جوړه سوه چي
پکښي والي او د هغه مرستيال، د سکتوري ادارو رئېسان او نورو اړونده چارواکو ګډون کړى و
په غونډه کي هر ګډون وال خپل پلانونه او رپوټونه وړاندي کړل .
د کندهار د عامي روغتيا رئېس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل چي په کندهار کي کليدي رياستونه له
پلازمېني کابل څخه کوم ډول ځانګړې بودجه نه ترلاسه کوي او هر هغه څه چي دغه ارګانونه يې کوي د
هغوى د همدې ولايت د ننه د هلو ځلو نتيجه ده.
نوموړي وويل هر کله چي کومه مرستندويه اداره د کوم ارګان لپاره يا کوم ارګان خپل پلان جوړوي نو
اړينه ده څو دواړه لوري پکښي شامل وي تر څو بهرنۍ مرستندويه ادارې په مستقيم ډول له رياستونو
سره مرستي وکړي او د هغوى پر اړتيا وړ پروژو باندي پيسې ولګوي.
په کندهار کي د پېښو پر وړاندي د مبارزې او چمتووالي رئېس د بوديجې نستوالى د خپلي ادارې يوه
ستونزه وبلله او همدا ډول د د ډنډ ولسوالۍ ولسوال حمدالله نازک هم په خپله ولسوالي کي د فابريکې
نستوالى د دې لامل وباله چي د ولسوالۍ د عايداتو څخه يې ګاونډي هېوادونه ګټه پورته کوي .
کندهار والي وويل چي نړيوال دي لنډمهاله پروژې اوږدمهاله پروژو ته واړه وي او هم دي يې د افغاني
اړونده غاړو سره په سلا مشوره ترسره کړي .