په كندهار كي دعدلي اوقضايي ارګانونومراجعين وايي چي ورسره د دوسيود څېړلوپرمهال توپيريزچلندكېږي .
په دې ورستيو كي دعدليي اوقضايي اداروهغه مراجعين چي له مياشتومياشتو راهسي يې دوسيې محكمې او ياهم څارنوالۍ ته دڅېړولو لپاره سپارلي وايي چي څارنوالۍ يې سره له دې چي پرعرض پاڼو باندي پرټاكلي وخت غورنه كوي ورسره په څنګ كي د سلامت اوملامت معلومولو پرته د هغه چاپه ګټه پرېكړه كوي څوك چي يا شتمن اويا هم دلوړپوړچارواكړو سره شناخت ولري او يا هم خپله چارواكي وي دوى همداراز وايي چي په ځينو وختونوكي يې د كارونو د اجرا لپاره ورسره د پيسو د وركړي غوښتنه هم كېږي خو د كندهار د مرافعي
څارنوالۍ سپرست فلك بيا وايي چي ناامنۍ،د كشفي ارګانونوكمزورتيا، په ياده اداره كي د مسلكي پرسونل نستوالى ،د اداراتو ورسره نه همږغي اوپه كارونوكي يي د يو شمېر لوړ پوړو چارواكو لاس وهنه هغه څه دي چي په وينا يې كارونه د خنډ او څنډ سره مخ كړي او په اكثرو وختونو كي يې خلګ ورته دانتقاد ګوته نيسي
فلك د هغي پوښتني په جواب كي چي په ياده اداره كي د مراجينو د كار په بدل كي ورڅخه پيسې اخستل كېږي وايي چي خپله مراجعين دي چي د دوسيې د بشپړېدو مخ كي دوى ته په پرله پسي ډول مراجعه كوي او يا هم ځني كسان ورته واسطه كوي . دى وايي د مراجعنو دې كار نه يوازي دا چي اداري فساد ته يي لاره هواره كړې بلكي د دوي كارونه يي هم د ځنډ سره مخ كړي
په قضايي اوعدلي ارګانونوكي د مسلكي كسان نه ستون د چارو د كتونكو په وينا د يادو ارګانود كمزورتيا اساسي لامل ګڼل كېږي