دننګرهار ولايت حاجي عبدالقدير اکاډمي او دبهسودو حاجي عبدالقدير لوبغالې څخه به له دې وروسته دختيځ زون کرکټ پورډ اداره په خپله استفاده وکړي .
دغه خبره دننګرهار دوزرش امر شفيق الله صادقي دننګرهار ملي تلويزيون دکرکټ له ميدان په هغه خپرونه کې وکړه چې دختيځ زون کرکټ بورډ ريئس حاجي هدايت الله حسين زاده هم په کې ميلمه وو .
په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې دکرکټ بورډ او ورزش امريت ترمنځ ستونزه راولاړه شوې وې دواړو مسؤلين ژمنه وکړه چې له دې وروسته به دښه خدمت په موخه اونيزې غونډې نيسي ترڅو په سيمه کې مو دکرکټ لوبې ترڅنګ نورې لوپې هم ښه وده وکړي .
دورزش امر وويل تردې وړاندې دحاجي عبدالقدير اکاډمۍ چې په جلااباد ښارکې او شهيد حاجي عبدالقدير لوبغالى چې په بهسودو کې موقيعت لري او مخکې دورزشي امريت په واک کې وو،له دې وروسته کرکټ بورډ ادارې سره په تفاهم به له دغه داوړو ځايونو څخه دکرکټ لوبغاړې پرته له دې چې کوم فيس ترې واخيستل شي ولوبيږي .
دا په داسې حال کې ده چې ترې وړاندې دختيځ زون کرکټ بورډ ادارې مرستيال قرارعزيزي په دغه خپرونه کې په ورزشي امريت انتقاد کاوه چې دلوبغالې او اکاډمۍ پر سر له لوبغاړو څخه پيسې اخيستل کيږي .