کور / تازه خبرونه / شپږم بهرنى هم ووژل سو

شپږم بهرنى هم ووژل سو

لراوبر ته د ناټو ځواکونو يوه رالېږل سوې خبرپانه ليکي چي نن ورځ د افغانستان په ختيځ کي د ماين چاودني يو بهرنى وواژه .
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوي بهرني د وژل کېدو کره ځاى او د هويت په اړه څه نه دي ليکلي .
ناټو همدا ډول نن سهار لراوبر ته په يوه خبرپاڼه کي د افغانستان په لوېديځ کي د ماين په چاودنه کي د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو پخلى کړى و . څه ګړى وروسته يې د يوې بلي خبرپاڼي په وسيله د افغانستان په ختيځ کي د خپلو دوو نورو سرتېرو د وژل کېدو پخلى وکړ او همدا ډول يې د دوو نورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ چي وروسته بيا د هغوى په اړه د هسپانيې د دفاع وزارت خبر ورکړ چي وژل سوي دوه سرتېري هسپانويان ول چي نن ورځ د بادغيس ولايت په کلا نو کي ماين والوزول او همدا اوس ٢٠: ٠٨ دقيقې يې خبر ورکړ چي ختيځ کي د ماين چاودني يو بل بهرنى هم وواژه .