په كندهاركې دماين په بيلابيلوچاودنوكې ،دماين ښخونكوپه گډون ۴ تنوته مرگ ژبله اوښتې اويوبل ماين ښخونكى پوليسونيولى .
دكندهارله مطبوعاتي دفترڅخه خپره سوې خبرپاڼه وايې چې لمړى دشاه ولي كوټ والسوالۍ په سياسنگ سيمه كې ۲ تنه ماين ښخونكې ، پرداسي مهال چې دلويې لاري پرسريې ماين ځاى پرځاى كاوه خپل ماين پرې چاودنه كړې ،او دواړه يې وژلي .
خبرپاڼه وايې چې په يوه بله جلاپېښه كې دخاكريزوالسوالۍ په غريزوسيموكې ۲ كوچيان چې له سيمي څخه تېريدل دسړك دغاړي پرماين ختلي چې يوپكښي وژل سوى اوبل پكښي ټپي سوى .
منبع زياته وي چې په بولدك والسوالۍ كې بيايوتن سيمه ييزطالب قومندان سرحدي پوليسوله چاودېدونكوتوكواويوه ريموټ كنټرول ماين سره يوځاى نيولى ،خودهغه بشپړه پېژندگلوي يې نده ښودلې .
خبرپاڼه ليكي چې برايې ماښام يې دښارپه ۱۰ حوزه ،پيروكلاچه كې له چاودېدونكوتوكوډك يوموټرسائكل ،چې دبريدلپاره چمتوسوى وو ،كشف اوخنثى كړى .
امنيتي قواوو وايې چې دسړك دغاړي ماينونه دامنيت په وړاندي ترټولولويه ننگونه ده چې زياتره وختونه يې ولسي اوبېگناه انسانان قرباني وي .