پوليس وايې چې له گاونډي پاكستان څخه يې واريدسوي ۹۰ بوتله الكولي مشروبات نيولي .
دهملنددپوليسودكشف امرسمونوال عبدالكريم حميدخبريالانوته وويل چې له دغوالكولي مشروباتوسره يې يوتن چې دكوټي اوسېدونكى دى هم نيولى .
دى وايې چې نيول سوى كس دالكولي مشروباتومهم لېږدونكى دى اوپدې كاركې له ډېري مودې راهيستي بوخت دى چى دوى يې دنيول كېدوپه لټه كې وو .
ښاغلى حيمد زياته وي چې دافغانستان داساسي قانون بربنيادټول نشه يې توكي غيري قانوني دي اودوي يې په مخ نيوي كې پوره ژمن دي .
پوليسودغه گام پرداسي مهال پورته كړى چې ديني عالمانودنشه يې توكودكښت اوقاچاق دمخ نيوي په لاركې له حكومته غوښتنه كړې چې په كلكه دي دالكولي مشروباتو(شرابو)مخه هم ونيسي ،اوعاملين دي يې داسلامي ارشاداتومطابق مجازات كړي.