عزیز رحمن « ذکي »
د لغمان پوهنتون د تأسيس فرمان د جلالتمآب ولسمشر له خوا د ١٣٨٩ هـ ش کال دقوس مياشتې په ۶ تاريخ لاسليک شوی،او د يادې مياشتې په ۲۷ تاريخ د لغمان والي صاحب ،د لوړو زدکړو وزير صاحب ،دجمهوري رياست علمي او فرهنګي چارو مشاور وزير صاحب له خوا ، د کابل پوهنتون ، تعليم او تربيې پوهنتون او ننګرهار پوهنتون رئيسانو، د لوړو زده کړو وزارت معينانو او رئيسانو، د ولا يت وکيلانو ، ولايتي شورا غړيو ، دولايت نورو مشرانو او چارواکيو په محضرکې دسلطان غازي بابا په ښارګوټي کې د بنسټ ډبرې په ايښودلو او پټۍ په پرېکولو سره رسماً افتتاح شو.
________________________________________
لغمان پوهنتون لپاره دسلطان غازي په ښارګوټي کې ٤٣ هکتاره ځمکه ور کړل شوې ده، چې د يو باب تدريسي تعمير تهداب ډبره د والي صاحب او مرستندوی ( دکتور/ ايروز ) له خوا ايښودل شوي ، چې کار به يې په لنډ راتلونکي کې پيل شي،ان شاءالله.
________________________________________
د پوهنتون اداري ، تدريسي چارو او د محصلينو ليليې لپاره موقتې ودانۍ په پام کې نيول شوي ا و استفادې ته تيارې دي.
________________________________________
دلغمان پوهنتون فعلاً دوه پوهنځي لري:
۱ـ د زراعت پوهنځی ، دوه څانګې لري:( زراعتي اقتصاد / چاپيريال ساتنه او ځنګلداري).
۲ـ د ادبياتو او بشري علومو پوهنځى ، داهم دوه څانګې لري : ( ژورناليزم / لايبريري ساينس ).
________________________________________
تدريسي چارې به د ننګرهار پوهنتون محترمواستاذانو او د لغمان پوهنتون خپلو استاذانو له خوا چې تقرر يې په نظر کې دی ، پرمخ وړل کيږي.
________________________________________
دلغمان پوهنتون لپاره د ۱۳۹۰ کال په تشکيل کې ١٠ تنه استاذان ٦ تنه مامورين او ٦ تنه اجيران په نظرکې نيول شوي دي.
________________________________________
راروان تعلمي کال لپاره ٣٠٠ تنه محصلين له مختلفو ولاياتو څخه لغمان پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت له خوا معرفي شوي ، چې ثبت نام يې داسد مياشتې له اولې او درسونه به يې د سنبلې په ١٥ مه د الله تعالى په مرسته پيل شي.
________________________________________
دلغمان جديد التأسيس پوهنتون نهادونو تکميل پورې چارې به يې دننګرهار پوهنتون په مرسته ترسره کيږي.
________________________________________
د پوهنتون ادرس : لغمان ولايت / مهترلام ښار/ سلطان غازي بابا ښارګوټى.
________________________________________
دپوهنتون سرپرست : پوهنمل / عبدالصبور” غفورزى” ghafoorzy@yahoo.com ــــــ 0774142394