په دير تاصف سره مو خبر تر لاسه كر چي د اسدالله خان بابكرخيل د بابكرخيلو د قوم يو ستر قومي مشر تيره اوونۍ لدي دنيا سترگي پټي كړې . انا لله و انا اليه راجعون.
مرحوم اسدالله بابكرخيل په وطن مين او يو مجاهد شخصيت و چي د خپل ژوندانه 30 كاله يي د دجهاد په سنگر كي له خپلو مجاهدينو ورونو سره يو ځاي تير كړي و.
مرحوم يو ډير متقي او خير خواه شخصيت و. په دولتي چوكات كي يي ستري دندي اجرا كړي. چي د جهاد په وخت كي د حركت اسلامي د مقام مشاور په توگه دنده اجرا كړي. او بيا چي كله خپل وطن ته راستون شو نو د شهيدانو او معلولينو په وزارت كه يي د اداري او منابع بشري د عمومي ريس په توگه او بيا چي كله د شهیدانو وزارت د كار او ټوليزو چارو له وزارت سره يو ځاي شو نو د تفتيش عمويي ريس په توگه او بيا ورسته د مهاجرينو د چارو په وزارت كه د كدرو پرسونل د ريس په توگه وظيفه اجرا كړي. نوموړي يو با استداده او د عالي فكر خاوند و چي تيره اوني د جوزا د مياشتي پر 15 د 1390 كال د يكشنبي په ورځ په يوه ترافيكي پيښه كه د شهادت مقام حاصل كړ . مونر دده د كورني تولو اعضاو ته د جميل صبر او په خاصه توكه دده زوي انجنير نعمت الله بابكرخيل ته له پاك الله نه صبر او استقامت غوارو.