کور / علمي / په افغانستان کې لومړی امريکايي

په افغانستان کې لومړی امريکايي

صفيه حليم د متحده ايالاتود پېنسلوانيا ايالت د چېسټرکاونټي په ميوزيم کی د زړوکاغذونوسره په لاس ليکل شوې د يادښتونو يو کتاب او ورسره په تور رنگ، فارسي ژبی ليکل شوې دوه سوه کاله پخوانې يو سندايښي دي. دا سند يوه لوز نامه ده چې مهر پری ټاپه ده او يوافغان سردار،محمد رفيع بېگ لاس ليک کړی دی.


په سند ليکلي دي چې جوسايا هارلن د سردار” د حکومت بش پړه واک او اختيار پخپل لاس کی لري” جوسايا هارلن وروسته د غور د باچا په نوم شهرت وموندلو چې د افغانستان په خاوره گام ايښونکې لومړی امريکاي و. جوسايا هارلن،په ۱۷۹۹ م کی د پنسلوانيا په ايالت کی د چيسټر ولسوالۍ په نيولين ښاريه کی وزيږيدو. دده مور ساره اوپلار جوشوا هارلن نوميدل او نهه وروڼه خويندې يې لرلې. دده پلارپه فلاډلفياکی تجارت کوو اوپه کور کی يې د اولادونو دښواخلاقواو زدکړو ته پورا پام کوو. جوساياد ديارلسوکالو و چې مور يې مړه شوه او ده د کتابونو ولوستلو شوق پيدا کړو. ده لاطيني او يوناني ژبود زده کړې سره سره روانه فرانسوي به يې ويلې شوه. ده د يونان او د روم تاريخونه او د اسکندر مقدوني د ژوند په اړه ولوستل چې ورباندې اغيزه وکړه.


د جوسايا اتل دده مشر ورور، رچرډ و، چې په هندکی يې د ډاکټر په توگه کارکوواو د هغه ځاې کيسې به يې ورته کولې. . په ۱۸۱۶ م کی جوسايادپينسلوانيا د طب پوهنځي کی داخل شوخو پلار يې دده شوق وليدو نو په يو بار اوړونکې تجارتي بيړۍ کی يې ورته کار وموندلو. ده خپل لومړې سفرکلکتې ته وکړو. د سفر نه بيرته په راتگ ده بيرته د طب درس وويلو او هم هغه وخت دده يوه جينۍ خوښه شوه چې پلار ورته کويژده کړه. ده خپل درس پوراکړو او د يو ډاکټر په توگه بيا په بيړۍ سفر ته ووتلو. پلان يې دا و چې بيرته راوگرځي، نو واده به وکړي. خودی په کلکته کی وچې دچنغلې د بل چا سره واده خبر يې تر لاسه کړو.


د جوسايا زړه مات شواو قسم يې وکړو چې بيرته به امريکه ته نه ځي. په ۱۸۲۴ م کی د بريطانوي ايسټ انډيا کمپنۍ ته په برما کی د جنگ پر وخت مسلکي ډاکټران پکار و. جوسايا د جراح ( ډاکټر ) په حېث ځان رجسټرکړواود کلکتې په عمومي روغتون کی په کار وگومارول شو. د ۱۸۲۵ م د پېل نه، ده د انگرېز پوځ سره په برما کی خپلې دندې سر ته رسولې چې هم هلته يا ناروغه او يا په جنگ کی ټپي شو. په ۱۸۲۶ م کی د صلح په تړون، جنگ پاې ته ورسيدو. هارلن چې روغ شو نود ډېلي په شمال کی په کرنال کی ورته دنده ورکړې شوه. خو هلته دې د انگرېزانو لاس لاندې په کارستړې شو. د۱۸۲۶ م په اوړي کی ده د ايسټ انډياکمپنۍ ملازمت پريښوداو څه موده په شمله کی اوسيدو خوپه هغو ورځو کی انگريزانو يو قانون جوړ کړې و چې که څوک د هند وگړی نه وي نوهلته د پاته کيدو لپاره به رسمي اجازه اخلي.


جوسايا دا پرمټ ( اجازه نامه ) تر لاسه کړه او لوديانې ته ولاړو چې هغه وخت پنجاب سره د بريطانوي هند وروستۍ پوله وه. د افغانستان شاه شجاع هم په لوديانه کی د انگرېزانو پر معاش د کابل د تخت نيولو هلې ځلې کولې. په هغو ورځو کی د اېلفنسټون يادښتونه د کتاب په شکل چاپ شوي و چې پکې د کابل د سلطنت حال يې ليکلې و( که څه هم هغه کابل ته نه و تللې) جوساياهم لکه د نورو اروپايانوپه دی کتاب کی د پنجاب د شته مني اود کابل د خزانو حال ولوستو. د شاه شجاع سره يې د ليدلو شوق پيدا شو چې له تيرو پينځلسو کالو راهيسې يې انگرېزانوته ويېل چې که هغوي ورله پيسې ورکړي نو دې به د کابل پر تخت بيا کښېني. په لوديانه کی د کمپنۍ سياسي استاځې( اېجنټ) کپتان مارټين وېډ نوميدوچې د ټولو بهرنيانو لپاره يې د خپل کوردروازې پرانستې وې.


جوسايا دده سره ميشت شواو د انگرېزانو کړه وړه يې له نږدې وڅارل. د وېډ په اړه ليکي، ” ده د سيمې د نوابانو او شهزادگانو هيڅ پرواه نه ساتله ، يو يې د بل سره جنگوواو د بريطانيې بېرغ يې جگ ساتلې و” هغه وخت د ستلج سيند نه وراخوا د پنجاب واکمن رنجيت سنگهه يو څواروپايان د خپل پوځ د روزنې لپاره په کار گومارلي و. جوسايا هم خپله عريضه هغه ته ورواستوله اوپه انتظار شو. هغه د وېډ نه په پټه، شاه شجاع ته پيغام ورليږلې و چې دې ورسره ليدل غواړي. معزول باچا ورله اجازه ورکړه او يو ماښام لوړ دنگ جوسايا کميس پرتوگ اغوستې، شړۍ له ځانه تاو کړی، شاهي ماڼۍ ته ورغلو. هارلن چې د شاه شجاع استوگن ځي د لوی دروازې نه د انگريز جاسوسانو سترگو مخ ته وردننه شو نو چا پری شک ونکړو. هلته يو تن د ملا شکور په نوم ورته هر کلې وويل چې د شجاع وزير ، ملا او د پوځ د کوماندان دندی يې تر سره کولې. هارلن دده په اړه ليکي، ” دی لنډ او چاغ سړی و. لوی لوی څڼې يې د پټکي د ولونو نه ښکاريدل چې په اوږه يې پراته و. ددی لويو ويښتو يو علت و، هغه دا چې د ملا شکور غوږونه څو کاله د مخه شاه شجاع له خوا پری شوي و. هغه د جنگ په ميدان کی ميړانه نه وه ښودلې نو باچا د سزا لپاره تری غوږونه پری کړي و. اوس ده د غوږونو د پټولو لپاره پری ويښته لوې پريښي و” ملا شکور د څراغ په رڼا کی څو شيبې د هارلن مخ ته ځير شو او دی يې دشاه حضور ته وړاندی کړو.


باچا په يوې کرسۍ ناست و او هارلن ورته پوځي سلوټ وکړو نو ورته په ځواب کی په هندي او فارسي د هر کلي څو جملې وويلې. وروسته په خبرو کی هارلن ورته وړانديز وکړو چې دی به په پټه کابل ته ولاړ شي او هلته به دده ملاتړي راټول او بغاوت ته تيار کړي. هارلن به بيرته لودهيانې ته راشي او له هغه ځايه به په کابل حمله وکړي. شاه تری پوښتنه وکړه چې په بدل کی هارلن څه غوښتل. ده ورته وويل، د برياليتوب نه وروسته دی د هغه وزير اعظم په توگه کار کول غواړي. شاه څو شيبې غلې و او له سوچ وروسته يې ورته وويل،زه ستا خبره منم ، ما ته د کابل د اوړي او د ژمي ماڼۍ راکړه چې زه پکی ژوند وکړم او د نور سلطنت کاروبار به ستا په لاس کی وي. د شاه سره د ملاقات نه وروسته هارلن د لوديانې په يو درزي ( خياط) د امريکې بيرغ وگنډلواو د ښار په څنډو يو ميدان کی يې د بانس په سر وځړوو. ده له هيچا د پوښتنې يا د اجازې اړتيا ونه ليده او د پوځ لپاره دتکړه ځوانانوپه برتي کولويې لاس پوری کړو. په لوديانه کی ميشتو انگريزانو د هارلن په اړه خپلو ليکنو کی ويلي دي چې دی د ستلج سيند لويديځ کی ټوله خاوره او د افغانستان باچا کيدل غوښتل. هارلن خپل پلان انگريز استاځي ويډ ته وويلو خوده تشويق نکړواوکلکتې ته يې پخپل ليک کی وويل چې دی به د هارلن څارنه کوي. څه موده وړاندې د انگريزانو يو جاسوس وليم مورکرافټ په افغانستان کی د ( کندوز) مراد بيگ له خوا وژل شوی اود هغه تجارتي مال او اسونه يې تری شوکولي و. اوس دوي غوښتل چې څوک هلته ورشي او د مراد بيگ نه د مورکرافټ بدل واخلي.


د کلکتې په مشوره ويډ هارلن ته ددی کارلپاره د پنځوسو او شپيتو زرو تر منځ د روپو ورکولو ژمنه وکړه. دا ډيرې پيسې وې او هارلن پری د ۱۸۲۷ م پورې سل پوځيان تربيه کړل. په دی کی هندو، مسلمان او سيکان شامل و. خو هارلن په دی کسانو باور نه کوو ځکه دوي د بيلا بيلو سيمو نه فراري پوځيان و. ده د شلو بنگاليانو يوه ډله پوځيان تربيه کړل او دهيرج پال برهمن چې ده ته پت من و، د پوځ جمعدار وټاکلو.


په ۱۸۲۷ م نومبر په وومه نيټه هارلن د شاه شجاع د ليکونو او د سرو زرو د څو سوه سيکو سره روان شو. ده د اباسين سره سره د افغانستان د واک سيمو ته سفر وکړو، د پيښور د لارې کابل ته ولاړواوهلته يې د اميردوست محمد خان مېرني ورور جبار خان سره وليدل. جبار خان پخپله هم دتخت غوښتونکې او په پټه د ورور د سيال شاه شجاع سره يې لاسونه يوکړي و. هارلن چې په کابل کی دحالاتوجاج واخستو نو پوهه شو چې امير دوست محمد خان په خلکو کی ښه نوم لرلو. ښاي هغه ته دا غلط ښکاره شوه چې د عامو خلکو د خوښې پر ضد د اروپايانو له خوا يو باچا د کابل پر تخت کښېنول شي. هم دا وه چې هارلن خپل نظر بدل کړو، اميردوست محمد ته واوختواو هغه څه چې د شاه شجاع لپاره يې په نظر کی نيولي و، اوس د هغه د رقيب لپاره مناسب گڼل. دی بيرته په ۱۸۲۹ م کی لاهور ته ولاړو او يو فرانسوي جنرال ژان فرانسوه اېلرډپه واسطه د مهاراجه رنجيت سنگهه سره معرفي شو. هغه هارلن ته د يوی پوځي وظيفی پيشکش وکړو،خودی د يو لوړکار په لټه و.


څه موده هغه د رنجيت سنگهه په دربار کی ناسته ولاړه کوله او اخردهماليه دغرونو په لمنه کی دسيکانو له خوا نيول شوي دوو نويو سيمو چې نور پور او جسروته نوميدل، د والي دنده يې واخسته. دا دواړه سيمې ښيرازې او شته منې وې او ښاي هارلن دلته ښه انتظام وکړوځکه دوه کاله وروسته دی دگجرات ( پنجاب) والي وټاکل شو. دلته هغه د يوانگرېزملکي افسر هنري لارنس سره وليدل چې وروسته پخپلو يادښتونو کی يې د هارلن د استعداد او دميړانې صفت وکړو. که څه هم هغه وخت د يو راجه له خوا اروپاي والي ټاکل غير عادي خبره وه ، خو مهاراجه رنجيت سنگهه په ۱۸۳۱م کی يو اطالوې،پاولو ډي اويټبايل په وزير اباد او ژان باپټسټ وينچورا د ډېره غازي خان واليان ټاکلې و. په ۱۸۳۸ م کی هارلن يو وارې بيا په افغانستان کی د دوست محمد خان مرستې ته ولاړو. داځل هغه د افغانستان په شمال کی د يو لښکر اوړلودنده پر غاړه واخسته. موخه يې دا وه چې د کابل نه بهر هم د باچا واک پراخه کړي، خو په اصل کی دده پخپله د مرييتوب نه بدراتلل او هغه وخت ازبک سردارمراد بېگ په لوې لاس انسانان پلورل او پېرل.


هارلن غوښتل چې وښاي يو عصري پوځ کولې شي چې د هندو کش په غرونو په برياليتوب ورشي. په دی لښکر کی ۱۴۰۰ سپاره، يولس سوه پلي عسکر او ۱۵۰۰ نور خدمتيان، دوه زره اسونه، څلور سوه اوښان او يو پيل شامل و. د دوست محمدخان يوکشر زوې د يو منشي په بدرگه هارلن سره مله و. د يو سخت سفرنه وروسته د غور بند د لارې، کله چې دی د ” هندي قفقاز ” (هندوکش ) لوړو څوکوته ورسيدو نو هلته يې د امريکاي بيرغ د پورته کولو ( بره خيجولو ) مراسم پر ځاې کړل. هارلن په دی پوځ کی لوې شمير هزاره د کومکيانو په توگه واخستل چې د مراد بيگ د مرېيتوب نه په لرزان و. د سېغان ( اوس د باميانو اولسوالي) کلاهغه وخت ديو بل سردار په لاس کی وه چې د تاجک مرييانو تجارت يې کوو. د هارلن لښکر داکلامحاصره کړه ، چاپيره يې توپې ولگولې اوپه بمباريې دا ړنگ کړه. دې پخپل لومړې پوځي جگړی کی بريالې شواو شاو خوا سيمو کی دهارلن ويره خپره شوه. په نتيجه کی يو شمير نورو جنگ سالارانوورته جرگې وکړې او دده ملگري شول. يوځاي سردار چې محمد رفيع بېگ هزاره نوميدو، هارلن ته خپل ځان د غورد شهزاده په توگه وروپيژندلو. دی د افغانستان په سياست کی لوې رول لوبولوته ليواله واوکله چې د هارلن دځواک نه خبر شو نو د خپلوڅو ملو سره دده لښکر ته ورغلو. هلته تر لسو ورځو دده مېلمه په توگه پاته شو او وې ليدل چې اروپاي پوځ څومره غښتلې او ډسپلن يې لرلو. د سفر په پاې کی دده اود رفيع بيگ تر منځ يوه لوزنامه وشوه چې تر مخې يې ، هارلن او دده راتلونکې نسل به د غور شهزاده گان ( باچاهان) وي، رفيع بيگ او دده راتلونکې نسل به ددوي وزيران وي. په بدل کی هارلن به دده لپاره يو پوځ جوړوي، نوي وسلی به ورته راغواړي او دوي به تربيه کوي.


د وخت په اوږدو کی يې موخه دا وه چې دهغه سلطنت وغزول شي. کله چې هارلن بيرته کابل ته ولاړو نو وليم مېکناټن سره مله د بريطانيې پوځ، د کابل ښار د نيولو په هڅه د لومړي افغان انگليس جنگ پېل شوی و. د هارلن انگرېزان نه خوښيدل او په ډاگه به يې په افغانستان کی ددوي مخالفت کوو. ډير ژر هارلن ددوي د سترگو ازغې شو،نودی له افغانستان ووتلواو د څه وخت لپاره په روسيې کی مېشت شو. په انگلستان کی ده يوه ميرمنه پيژندله چې د روسي نوابانو اود لوړې طبقې خلکو سره يې اړيکې لرلې. هغې خپلو ملگروته ليکونه ورليږل چې هارلن دومره استعداد لري چې په روس کی د بزگرانو د حالت د ښه کولو لپاره کاروکړي. هغه وخت دروس په ميلمستاوو کی هارلن يوه پيژندل شوې څيره وه خو دی د حکومت په کچه د هيچا سره اړيکی ټينگی نه کړې شوې او ښاي، يا خو ورباندې باور نه کيدو او يا هارلن هلته خپل ځان لوړو خلکو ته د رسولو په چل نه پوهيدو. اوس ده بيرته خپل ټاټوبي ته د تلو هوډ وکړو.


د شلو کالو د سرگردانۍ نه وروسته، امريکه ته په رسيدو دهارلن هرکلې د يواتل په توگه وشو. دده کيسه د هغه وخت په ټولوورځ پاڼو او مجلو کی چاپ شوه اودی يوملي شخصيت شو. ده د مطبوعاتو سره ښې اړيکې وساتلې او دا يې د خپل شهرت لپاره وکارول. کله چې له ده به پوښتنه وشوه چې د غور شهزاده کيدل ورته څومره مهم دي، نو ده به وويل، چې دا شاهي منصب هيڅ مانا نه لري، او دا چې کله دې سلطنتونواو باچاهيو ته گوري نوهر څه ورته يوه ټوکه ښکاري او دی دهغې پر ځاې خپل ځان د يو امريکاي په توگه زيات دروند او معززگڼي، يعني امريکاي کيدل له هر څه ورته لوړ و. په ۱۸۴۹ م د مې په مياشت کی هارلن په چېسټرکاونټي کی د اليزبت بېکر نومې ميرمنې سره واده وکړو. ددوي يوه لور وشوه چې سارا نوميده. په بل کال هارلن د امريکاي حکومت سره د ډاکټر په توگه دنده پېل کړه.


دخپلو سفرونو اوتجربو پر اساس ده يو کتاب وليکلو چې نوم يې و، ” د هند او د افغانستان يادښتونه. داوسني ترينگلي حالت ته په مشاهده، ددی ملکونو راتلونکې. ” هارلن په دی کتاب کی خپل هغه انگريز دښمنان چې په افغانستان کی و، وغندل او د انگرېز شاهي نظام يې دکرکې وړ وبللو. د انگرېزانو داندېښنې خبره دا پکی ليکلې وه چې روسيې ته دا ډيره اسانه ده چې که وغواړي نو د بريطانيې په گټو(مستمرو) حمله وکړي او ورته سخت تاوان ورسوي. د کتاب په ديباچه کی دی لومړۍ جمله دهغه انگرېز پوځ په اړه کوي چې د لومړي افغان جنگ (۱۸۳۹،۴۲) کی د کابل اوگندمک په لاره وژل شوې و. دی د مېکناټن په اړه ليکي چې ” خپل ځان ته په لوړ نظر گوري او د غرور نه پړسيدلې و.” هارلن ليکي چې د اليگزانډر برنز ( انگرېز جاسوس) دقتل غچ اخستو لپاره ده ( مېکناټن) شاهي اجازه وغوښته چې په بالا حصار توپونه ودروي او دا ښار (کابل ) دخاورو سره خاورې کړي، هغه وخت ده ( مېکناټن) دا فکر هم نه وکړې چې په دی بمبارۍ به په ښار کی اوسيدونکی په زرگونو بی گناه خلک مړه شي. دی کتاب د انگرېزانوقهرراوپاروو اوپه انگلستان کی يې په کلکه غندنه وشوه. د هغه وخت يو انگريز مورخ ليکي چې داکتاب په سرکاري توگه بې اعتباره، خو د بريطانيې پاليسي جوړونکواو تاريخ ليکونکوبه په پټه، د ميز د لاندې ولوستلو. د امريکې مطبوعاتو ورباندې نيوکه ونکړه خو دومره شخړه يې راپورته کړه چې هارلن بل کتاب ونه ليکلو.


 اوس ده غوښتل چې يونوي کارپېل کړي اوپخپل حکومت يې زور راوړو چې د متحده ايالاتو په لويديځه برخه کی د پوځ لپاره دی اوښان ووساتي. هيله يې دا وه چې حکومت به د افغانستان نه اوښان راغواړي او ددی لپاره به هارلن د حکومت له خوا د اوښانو د پلورلودلال ( اېجنټ ) شي. ده حکومت قانع کړو چې په اوښانوکی پانگه اچونه يوگټه ورکاردې. د هغه وخت د دفاع وزير جېفرسن ډيوېس په دی ( پراجه) کی ډيره علاقه ورښودله. خو بيا دا فيصله وشوه چې د افغانستان پرځاې که اوښان د افريقاي ملکونو نه وپلورل شي نو دا به ارزان وي. ددی لپاره په امريکه کی اوسيدونکي افريقايان او ترکان وگومارول شول او په پوځ کی د اوښانويوه دسته جوړه شوه ، خو پوځي مشرانو ته ډېر ژردا جوته شوه چې اوښ يو سر زورې حېوان دې اوددوي د پوځ تربيه شوي اسونه ، خچر او نور څاروي به ددوي په ليدو ناارامه شول. په ۱۸۶۳ م کی له دی کارلاس واخستل شو او کوم اوښان چې په پوځ کی و، هغه يې د اېريزونا په ځنگلونو کی ورخوشې کړل. له دی وروسته هارلن خپل حکومت په دی قانع کړو چې د افغانستان نه دی انگورراغواړي. په دی پلان هغه دوه کاله واړول چې د انگوروتجارت ته لاره هواره شي. خو په هغوورځو کی د امريکې کورنۍ جنگ ( ۱۸۶۱. ۶۵ م ) ونښتواوهر څه په ځاې ودريدل.


هارلن اوس يو پوځي رجمنټ (کنډک) په جوړلو لاس پورې کړو او په دی کی بريالې هم شو خو دده چلن د خپلو عسکرو سره ښه نه و. د يوعسکر سره يې شخړه شوه او پوځي محکمې (کورټ مارشل) ته خبره ووتله. اخرد هارلن پوځي خدمتونه دده د ناروغۍ له کبله پاې ته ورسيدل. د ژوند وروستي کلونه، ده په سان فرانسسکوکی د ډاکټر په توگه تيرکړل او په ۱۸۷۱ م کی په ساه لنډي مړ شو. په ۱۸۸۸م کی يو انگريز ليکوال روډيارډکپلنگ دده د ژوند نه په الهام يوه لنډه کيسه وليکله چې ” هغه څوک چې بايد باچا واې” نوميده. په ۱۹۷۵ م کی په دی کيسه د هالي ووډ يو فلم جوړ شو.


سر چينې.
۱. د هند او د افغانستان يادښتونه. داوسني ترينگلي حالت ته په مشاهده، ددی ملکونو راتلونکې. ۱۸۴۲ م چاپ. جې. هارلن. ( د کابل د امير دوست محمد خان وروستې سياسي مشاور، دده د عمومي پوځ مشر، او شخصي معاون) فلاډيلفيا. مدير. جې ډابسن. ۱۰۶. چيسټنټ سټريټ ار.بالډوين پېټموسټررو.لندن.. مخونه. ۷۱، ۸۱. ۲. جوسايا اعظم. د هغه چا ريښتونې کيسه،چې باچا شوې وې. بن مېکنټاير. هارپر پېرېنيل. ۲۰۰۵ م. ۱۳، ۱۴، ۱۵، ۱۶،مخونه.