کور / هراړخیز / که چیری زه افغان وای

که چیری زه افغان وای

ژباړن : پوهنمل حاجی محمد نوزادی
لیکوال : ډاکتر رابرټ فیسک


                                              
       تر لوړ سرلیک لاندی می یو خورا په زړه پوری یاداښت چی اصلی لیکوال یی د Independent ورځپاڼی ژورنالیست Robert Fisk دی ، په دری ژباړه د افغان – جرمن انلاین په درانده سایټ کی تر سترګو شو . هغه می پرانیست او بیله ځنډه می ولوست . له لوستلو نه یی ما ډیر خوند واخیست . و می غوښته چی دا خوند د خپلو پښتو لیکنو د لوستونکو سره هم شیریک کړم ، له همدی کبله می د هغی د ژباړلو تکل وکړ . ماته د لیکنی اصلی متن په انګریزی ژبه پلاس رانغی ، ځکه می نو د افغان وتلی لیکوال صبورالله سیاه سنګ له دری ژباړی نه پښتو ته را واړول او دادی  مینه وال  یی هم په لوستلو نازوم :
     نیټه – د۲۰۰۱ کال د دسمبر ۸ ، د شنبی ورځ .                                                                                                                         
      هوا روښانه وه . امان الله – دجیب موټر چلونکۍ ، فیاض احمد – ترجمان ، د  Independentنشریی په چارو کی زما همکار جوستین هوګلر Justin Huggler  او زه دهغو ډله ایزو وژنو په اړه د راپور لیکلو پخاطر چی د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر / نومبر میاشتو کی په مزار شریف کی ترسره شوی وی ( دلیکوال موخه د امریکا د ( ب – ۵۲ ) الوتکو په مټ د طالبانو د حکومت تر نسکورولو وروسته د طالبی اسیرانو قتل عام دی چی په مزارشریف کی د ولایت د خپلسرو توپکی چارواکو لخوا په بیرحمانه ډول تر سره شو . پښتو ژباړ. ) ، هلته ورغلی او تر بیرته راتګ وروسته و قلعه عبد الله ( دعبد الله قلعه ) ته راغلی وو .
        دعبدالله قلعه د چمن او کوټی ترمنځ هغه کلی دی چی په زرګونو بیوزلی افغانان دلته را کډوال شویدی . پدی ځای کی یو شمیر افغان کډوال د کلونو راهیسی دلته میشت دی ، مګر هغه خلګ چی د خپلو عزیزانو تر ټوټه ټوټه کیدو او سوزیدو وروسته یی دلته ځانونه رارسولی دی ، دهغوی درا کډه کیدو څخه تر دوو هفتو زیات وخت نه تیریږی .
       رشتیا ، زه د څه پخاطر دا په وینو لړلی داستان لیکم ؟ زه دلته دیوه زخمی ځناور په توګه غړومبیږم او هلته لږ ها پلو ته په سلګونو او که لا برملا ووایم په زر هاوو بیګناه خلګ د امریکایی الوتکو تر بمبارډ لاندی خپل ژوند دلاسه ورکوی . دوی ( امریکایان ) دغه بیګناه افغانان په وینو او ایرو کی لړی او کورونه یی ورته ورانوی ترڅو د ٫٫ تمدن پخاطر دجنګ ٬٬ په ډګر کی فرشته پر اهریمن باندی برۍ و مومی ! .
      زه څنګه پوه شوم چی خرابی او ورانۍ پیل شو ؟ زموږ دجیپ له مخکنۍ خوا نه سپین بخار پورته شو او د روژی د ماښام اذان نه لږ وړاندی دعبالله قلعه مخته یی ټایرونه له حرکته پاته شول . د نری سړک منځ کی مو موټر په ټپه و دریدی ، دبسونو ، لاریو ، ریګشاګانو او نورو پرمخ یی لاره بنده کړه .  هارنونو او اخطارونو زور واخیست . پدی توګه زموږ بخت په بد ځای او بد وخت کی په خټو کی راګیر شو .
       موږ تول څلور واړه راکوز شوو او جیب مو د سرک یوه څنګ ته ټیله کړ . امان الله ولاړ څو یوبل موټر راته پیداکړی . خلګ کرار کرار زموږ پر خوا را مات شول . په پیل کی ما او ملګری می جوستین Justin و هغو خلګو ته چی پر شاوخوا مو را ټول شوی ول ، موسکا کول . د ډیرو لاسونه مو په مینه کښیکښل او ددوی په ژبه مو ورته ویل چی ( السلام علیکم ) . .پر شاوخوا مو د راټولیدونکو کسانو شمیر یو په بل پسی زیاتیدی . د جیپ له پزی نه مو دپخوا پشان سپین بخار هواته خوت . خپل ملګری ته می وویل چی له جیپ نه باید لږ لیری شو او ځان هغه لوی سړک ته ورسوو .
       د را ټول شوو کسانو شمیر نور هم زیات شو . یوه هلک په ګوته سره زه د لاس پر بند ووهلم . ما داسی و انګیرل چی دا به خامخا د ماشومتوب د یوی شوخی نه پرته بل کوم د پام وړ شی نه وی . لدی نه می وروسته یوه ډبره تر سترګو تیره شوه . رایادیږی می چی څومره و ډاریدم . دبره ولاړه او نیغه زما د انډیوال پر اوږو ولګیده او هواته و پریده . ده ماته وکتل او له سترګو نه یی تشویش ښکاره معلومیدی .
       ما د ځانه سره ویل «  دتشویش وړ خبره نشته ، دا یوازی یو تصادف دی » او په همدی وخت کی یو بل هلک زما لاسی بکس ته چی  بانکی کریدت کارتونه ، یاداښتی کتابچی ، پیسی ، پاسپورت ، پستی ادرسونه ، تلیفونی نمری ، د فاکس نمری ، د ایمیل اادرسونو کتابچه او موبایل تلیفون ور پکښی وه ، لاس واچاوه . بکس می په زوره د ځان خواته ور نه کش کړ او تسمه می یی غاړی ته واچول . ایا کله مو هم د ځانه سره فکر کړیدی چی په نړۍ کی به د نارینه وو تر خښمیدلی ډلی بل بدتر شی هم وی ؟ پوهیږی چی د شپی په تیاره کی د خښمیدلو نارینه وو ډله لدی نه بدتره ده !
      ما او ملګری می جوستین غوښته دسړک ها بلی غاړی تیر شو چی یو چا سخت د شا پر دړه ووهلم . سترګی می اول پر هغه سړی ولګیدی چی ز ما خواته یی په پیل کی خندل . دده پر څیره نوره خندا نه ښکاریده . ځوانانو لا اوس هم خندل ، مګر خندا یی نوره د خوښیو سره مل نه وه . دداسی یوه خطرناکه حالت څخه چی هلته ټول کسان ٫٫ دښمن ٬٬ ګرځیدلی وی ، څنګه باید د تیښتی لاره ولټول شی .
      زه یا په بل عبارت هغه ٫٫ محترم خارجی ٬٬ چی لدی نه یی لږ وړاندی ( سلام علیک ) پر شونډو خپور وو ، اوس ډاریدلی د تیښتی لار لټوی او لودیزه دبدبه یی نوره د تورو خاورو سره برابره ده .  
      دوی جوستین په زور سره د سړک منځته داکش کړی وو . د یوه بس دریور راته اشاره وکړه چی بس ته یی ورپورته شو . فیاض د جیپ څنګ ته ولاړ وو او نور یی موږ نه لیدلو . جوستین و کولای شوه چی بس ته ور وخیژی مګر کله چی ما دبس پر پایدان پښه کښیښوده ، درو تنو په زوره د ځان خواته ورکش کړم او بیرته یی د سړک منځته راوستلم . جوستین لاس را اوږد کړ او راته یی وویل چی ونیسه . کله چی می غوښته ځان ور رسوم او لاس یی ونیسم ، پرسر می یوه داسی درنه ضربه وخوړه چی نژدی  وو پر ځمکه و غورځم . ددی سره سم می په غوږونو کی ږوږ را پورته شو .
        ماهم ګمان کاوه چی همداسی به وشی ، مګر د دومره سخت درد حدس می وهلای لاهم نشو . دا یو زورونکۍ  پیغام وو : یو تن پدی ډله کی دومره را باندی قهریدلی وو چی غوښته یی سخت می وټکوی . پدی ترڅ کی می یو داسی دروند شی د اوږو په منځ کی ولګید چی د مخ خواته یی پوری وهلم او د بس څنګ ته پر ځمکه ولویدم . په بس کی ناستو خلګو زما تماشا کول او هیچا نه غوښتنه چی مرستی ته می را ودانګی . له ناچاری نه می ناره وکړه : « جوستینه ! مرسته راسره  وکړه » .
       یو ډارونکۍ هیکل می په مخ کی و درید : د بس د کړکۍ په ښیښه کی می خپله په وینو لړلی څیره تر سترګو شوه .بازوګان می هم سره شوی وه . دکمیس د ګریوان او جاکټ نه می وینی لاندی بهیدی . یوازنی مرستندوی می ، زما بی حرکته لاس دخپل توان نه په زیاته هڅه په لاس کی نیولی وو .
      ږغونه یو په بل پسی لوړیدل . ای خدایه داڅه اروم ؟ . .  . ( کافر ؟ ) ، ( بی دینه ملحد ؟ ) . نه ! ګمان نکوم چی دا کلمی به می ارویدلی وی . پدی وخت کی قهریدلو خلګوغوښته چی له جوستین نه می لاس جداکړی .
       پدی پسی می دوه نور واری هم پرسر وخوړل . فکر می کاوه چی یوه واری به یی په مغز کی درزونه راته پیداکړی وی . ( نپوهیږم چی څنګه می د ۵۵ کالو وړاندی یوه پیښه رایاده شوه . یوه جګ ځوان همداسی وارۍ پر سر راکړی وو ) . بل وارۍ هغه چا را باندی وکړ چی یوه لویه ډبره یی پلاس کی نیولی وه . هغه را وړاندی شو ، ډبره یی سره پورته کښته کړه او پخپل ټول زور یی پر تندی را وټکول . ددی سره سم می یو تود اوبړن شی پر مخ را وبهیدی چی دشونډانو او زنی د لاری نه لاندی وڅڅیدی . ددی پسی می پر شا ، بغلونو ، ورونونو او پنډیو باندی د لغتو باران پیل شو .
       چی څومره می له زخمو څخه زیاتی وینی توئیدی ، هغومره می پر سر ، شاه او بغلونو خلګو زیاتی لغتی را اورولی . همدارنګه می د ډبرو باران پر ټول بدن جاری وو . پدی فکر کی وم چی دا بدبختی به تر کومه وزغمم چی پدی وخت کی دوی نوری تیږی راغلی او د سر پر دواړو خواوو می ولګیدی . دا ډبری راباندی غورزولی شوی نه وی بلکه یوه تن چی غوښته یی ککرۍ می راته دړی وړی کړی ، په دغو ډبرو یی وهلم . لکه پدی ډبرو چی زړه نه سوړ شوی ، پر مخ باندی یی هم سوکان راته بند کړل . عینکی می پر پزه باندی ماتی شوی . یو لاس را اوږد شو او ماتی شوی عینکی چی په غاړه کی می ځړیدلی ، را څخه یی ها پلو ته وغورزولی . هغه نوی ځوان می بیا بکس ته لاس را واچاوه ، خو ما یی لا هم تسمه پلاس کی ټینګه نیولی وه . سترګی می لږ پرانیستی چی د قهریدلو خلګو ډله می ولیدل . شمیر یی نژدی ۵۰ تنو ته رسیدی . باور کوی ؟ لدی نه چی و ډاریږم ، حیرانتیا واخیستلم .
       ژوند دا ډول پیچومی ډیر لری . باید یوه چاره می سنجولی وای ، خو سر می ګیچ وو . تر شونډانو لاندی می ووهل : مرګ یواځنۍ شی دی چی دا ګړۍ می چاره کولای شی . لیدل می چی پخبلو کی لامبو وهم . فکر نه کوم چی په ژوند کی به می هم دومره وینی لیدلی وی . د مرګ احساس له بل هر څه نه زورونکۍ وو .
      پکار ده چی د لبنان څخه ممنون اوسم . د ۲۵ کالو په موده کی چی دلبنان د جنګونو په اړوند می راپورونه لیکل ، لبنانیانو په وار وار ماته دا را زده کړی دی چی باید د ژوند په هیله د مرګ په وړاندی ودریږم : « فکر وکړه ، ښه یی وسنجوه او پکار یی واچوه » . ما هم فکر وکړ ، ومی سنجول او باید لاس پکار شوی وای . تر هرڅه دمخه می خپل  لاسی بکس د هغه ځوان د لاسه را وکیښ ، را تاو شوم او هغه نفر ته می چی په وینو لړلی ډبره یی پلاس کی وه ، پر خوله باندی یو ښه بوکس ورکړ . سترګو می ښه کار نه کاوه . لدی نه پرته عینکی می هم له لاسه ورکړی او وینو می هم سترګی راته زورولی . خو سره لدی می هم ولیده چی سړی و ټوخل ، د وینو سره یی یو ځای غاښونو ته ورته یو شی له خولی نه ولوید او پخپله دشا پر تخته پریوت . خلګو لږ سکوت وکړ ، لاسی بکس می واخیست او تر بغل لاندی می ونیو . د هغه بل سړی خواته ولاړم او په بوکس سره می مخ په وینو ور ولړی . دریم بوکس می په هوا ولاړ ، وروسته می بل بوکس هم و لګاوه او پښی می سپکی کړی . دسړک منځ کی وم او په سترګو می توره خړه راغله . د خپلو وینو لړلو سترګو نه می په لاس د یخی شوو وینو سری ټوټی را بیلی کړی . له خولی می ناره پورته او سترګی می له اوښکو ډکی شوی . حس می کړه چی اوښکی می لږ سترګی راته مینځی او دید یی ښه کیږی .
      دځانه می و پوښتل : دا څه کار وو چی ما وکړ ؟ ولی می داسی وکړه ؟ ولی ؟ ایا ما رشتیا هم د دغو زوریدلو کډوالو پرمخ بوکسونه واری کړل ؟ ایا داهغه کډوال ندی چی زه یی په هکله د لیکلو د پاره راغلی یم ؟ ایا دا هغه زوریدلی کډوال ندی چی تر ټولو دمخه یی زما انسان وژونکی وطنوال د طالبانو سره یو ځای د مرګ کندی ته اچوی ؟ ایا دا ما هم پر دوی وارۍ وکړ ؟  ایا زه هم باید هغه کسان دښمنان و ګڼم چی د کورنۍ غړی یی زموږ د بم اچونکو الوتکو لخوا وژل کیږی ؟ ولی ؟
      یو عجیب کار می ترسترګو شو . یو نفر می ارام ارام خواته راغی او تر لاس یی ونیولم . ډیری وینی می په سترګو ننوتلی وی او لا می هم هغه ښه لیدلای نشو . ترهغه ځایه چی ولید ، نوموړی سړی چپنه ، لونګی او سپینه ږیره درلوده . دغه کاکا زه دخلګو نه لیری بوتلم . کله چی می شاته وکتل ، ومی لیده چی د نارینه وو ډله لاهم ولاړه وه ، لویی او وړی ډبری یی غورځولی ، خو داځل یی زما و خواته نه بلکه هغه یی پر ځمکه اچولی .
       سبین ږیری سړی د ( عتیقی زمانی ) یوه ښه نمونه وه . په انجیل کی یی د یوه سړی و کیسی ته ورته والی درلود . زما ژوند بخښونکی فرشته ، یو سپین ږیری مسلمان ، ښایی  یو وتلی د کلی مشر ، دا هغه څوک وو چی پاک خدای د مرګ له خولی نه زما د ژوند د ژغورلو پخاطر رااستولی وو .
      ده زه د پولیسو موټر ته ورسولم او رانه یی و غوښته چی ور پکښی کښینم او لدی ځایه ځان وباسم . پولیسان زما د وینو لړلی څیری نه وډاریدل . د ډریور شاته می د موټر د کړکۍ ښیښه په لاس ووهل او فریاد می وکړ : « مرسته وکړی ! مرسته وکړي ! » . دا وړوکی ښیښه می د لاس په وینو سره شوه .
       دوه دری کیلومتره چی وړاندی ورسیدو ، لږ ها پلو ته مو دسره صلیب کاروان تر سترګو شو .شا ته مو لا دخلګو ډلی معلومیدی . لږ نور هم وړاندی تیر شو . دسره صلیب دو تنو بنګله دیشی کارکونکو ( عبدالحلیم او سیکدر مقدس احمد ) چی همدارنګه ډیر نجیب مسلمانان وه ، زه یی له ځانه سره کښینولم ، پر لاسونو او مخ یی اوبه راتیری کړی او زخمونه یی راته بنداژ کړل . نور می زړه ته تیره شوه چی له مرګه ژغورل شوی یم .
       په خوښۍ او بیړه می لاسی بکس پرانیست تر څو دده په حال هم ځان خبر کړم . و می لیده چی پاسپورټ او کریدت کارتونه می د حضرت عیسی ٫٫ یادګار ٬٬ ګرځیدلی وه چی هغوی ونکړای شوه رانه یی واخلی . د اړیکو ۲۵ کلنی یاداښتونه ، دتلیفونی نمرو ډکه کتابچه ، احتیاطی عینکی او ګرځنده تلیفون په بکس کی نور نه وه . څه می کولای شوه بیله دی نه چی د ټولودوستانو  نه می ددوی تلیفونونه یوار بیا تر لاسه کړم .
      د ۲۵ کالو نه زیات کیږی دهغو کړاوونو په هکله لیکنی کوم چی پر اسلامی نړی باندی تیریږی ، دادی په پای کی زه هم د همدغو زوریدلو مسلمانانو له قهرسره مخامخ شوم . مګرعبدالحلیم ، مقدس احمد او فیاض احمد می غمخوری پر غاړه واخیسته . امان الله خپل کورته بوتلم څو لږ ارام سم او هغه سپین ږیری هم تر لاس ونیولم . پدی هم پوهیږم چی هغه قهریدلی افغانان هم ( مسلمانان ) ول .
       رشتیاهم دا څرنګه یو قهر وو ؟ ایا ددوی دی ناوړه عمل د نورو د ناوړو اعمالو نه ریښی ندی اخیستی ؟ اصلی خبره خو داده چی ددوی دغه ناوړه کار زموږ خپل د ناوړتیا نه ریښی ځغلولی دی . همدغه موږ وو چی د روسانو سره دجنګ پر وخت مو دوی ته وسلی او جنګی سامان الات ور بخښل او وروسته مو ددوی ټول غمونه له یاده و ایستل . ایا دا موږ نه وو چی ددوی پر داخلی جنګونو باندی مو خنداوی کولی او دوی ته مو د غمونو د اوږدیدو په موخه وسلی استولی ؟ همدغه موږ وو چی د « تمدن د پاره جنګ » په پلمه مو ددغو بیچاره ګانو کورونه ور بمبارډ کړل ، دوی مو دخپلو  کورونو پریښودلو ته اړ ایستل ، دکور غړی مو ورته ووژل او پر دی کار مو د ( ضمنی تلفاتو ) نوم کښیښود . 
       د عبدالله په قلعه کی ډیریو کډوالو په مزارشریف کی د ډله ایزو وژنو او دلاس تړلو اسیرانو د ډله ایزی وژنی تصویرونه د تلویزیون د لاری لیدلی دی . یوه نفر ددغو کډوالو څخه امان الله ته ویلی وه چی دهغه ویدویی فلم دلیدلو غمجنه خاطره تر اوسه پو ری دده ومخته ولاړه ده چیری چی د ( سی ای یی ) یوه تن افسر یو پر ګونډو شوی زندانی په مرګ تهدیداوه . یوه ورځ یوه نوی ځلمی زموږ له ډریوره څخه زما په هکله پوښته کړی وه چی ایا جیورج بوش همدغه سړی دی ؟
       زه پوره باور لرم چی دغو کسانو به خامخا لیک لوست هم نه وو زده ، مګر ایا دخپلو عزیزانو دمرګ د غچ اخیستلو د پاره چی د ( ب – ۵۲ ) الوتکو تر بمبارډ لاندی وژل کیږی ، ولیک لوست ته اړتیا شته ؟ هغه څه چی پر ما راغله ، ضرور باید راغلی وای . دخلګو ناپایه قهر دهغو قربانیانو او زوریدلو کسانو د نفرت فواره ده چی ددغه دوږخی جنګ نه یی په برخه شویدی . د همدا ډول نفرت له مخی یوشمیر قهریدلو هلکانو ، نوو ځوانانو او د پاخه عمر خاوندانو زما په څیره کی پر ( پرنګیانو ) باندی چی ددوی ته یی ځانونه د ٫٫ دښمن ٫٫ په توګه ور پیژندلی دی ، یرعل یووړ تر څو لږ تر لږه یو تن خو ورڅخه ٫٫ مردار ٬٬ کړی .
      دوی چی دا ټولی نامردی لیدلی او قربانی یی ورکړی دی ، افغانان دی . موږ پر دوی یرغل کړی دی ، د ( ب – ۵۲ ) الوتکو څخه مو بمان پر اورولی دی او ژوند مو ورته په غم لړلی دی .  زه باید دا ټول ولیکم ، ووایم اوبیا بیا ووایم : که چیری زه ددغه کلی د زوریدلو کډوالو د ډلی نه وای ، ما به هم هغه کار کړی وای لکه دوی چی زما سره وکړ . که چیری زه افغان وای ، رابرت فیسک او یا بل هر ٫٫ ژړ ویښته والا شین سترکی ٬٬ به می همداسی ډبولای وای لکه چی زه دوی و ډبولم .
                                                                                                           دلیکنی پای
    رابرت فیسک    Robert Fiskیو وتلی انګریزی لیکوال او ژورنالیست دی . دی د لندن چاپ Independent  ورځپاڼی سره کار کوی . نوموړی د ۱۹۹۵ کال نه تر۲۰۰۱ کال پوری ۷ ځله د ( کال د بهترین ګزارش ورکونکی ) نړیواله جایزه ګتلی ده . دی ۵۶ کلن او نژدی ۳۰ کاله کیږی چی دبیروت په یوه واړه کلی کی اوسیږی .
                                                                                                   د ژباړی پای
  


۳۳۰ جون ۲۰۱۱  –  پنځه ورځی وړاندی می تر لوړ سرلیک لاندی دانډیپنډینټ ورځپاڼی د یوه ژورنالیست رابرت فیسک د یوی لیکنی پښتو ژباړه په یو شمیر افغانی انټرنیټی سایټونو کی نشر شوه ترڅو زما د پښتو لیکنو مینه وال یی هم زما پشان د لوستلو له خوند نه برخمن شی .


        وروسته معلومه شوه چی په پراخه کچه لوستونکو هغه لوستی ده او یو زیات شمیر کسانو د توقع په خلاف خپل ډیر په زړه پوری مثبت غبرګونونه څرګند کړل . داچی زه د ( توقع په خلاف ) له جملی نه کار اخلم ، لامل یی دادی چی زما د تجربی له مخی ، پښتانه لوستونکی سره لدی چی دلته په لودیز کی هر ډول اقتصادی او تخنیکی امکانات لری ، له بده مرغه د نوی تکنالوژۍ نه ځان لکه د لړم څخه لیری ساتی او د کمپیوټری لوستلو سره زیاته مینه نه ښئی . لدی سره سره  بیا هم یو نیم یی کله ناکله چی د کمپیوټر پرانیستلو او د لوستلوعادت هم ولری ، هغه په ژوره توګه نه لولی .خو داچی د یوی لیکنی د لوستلو وروسته د هغی په هکله مثبت یا منفی غبرګون تر لیکوال پوری ورسوی ، نیمګړتیاوو ته یی د هغه پام واړوی او دښیګڼو په هکله یی وهڅوی ، ددی دود سره بیا ډیره لږه اشنایی لری . دا هغه څه دی چی په اړوند یی فکر کوم ټول پښتانه لیکوالان او لوستونکی راسره همږغی وی .


         د لوړی لیکنی په اړه دا کار د توقع په خلاف ځکه وشو چی زیات شمیر لوستونکو او ان ډیرۍ کسانو چی زما سره یی لدی نه پخوا اړیکی نه هم درلودی ،  د تلیفون یا بریښنالیک د لاری خپل غبرګونونه را ورسول . د ځینو هیوادوالو بریښنالیکونه خو لا په هغو اوښکو لانده راورسیدل چی دنوموړی لیکنی د لوستلو پر وخت یی توی کړی وی .


        د ټولو هغو وطنوالو څخه چی په تلیفون یا بریښنالیک کی یی زما لږ زیار په درانه کاڼی  تللی دی ، د زړه له تل نه مننه کوم . خدای دی وکړی چی دوی داډول منلی دود د ټولو افغانی لیکوالانو په اړه ورسره وساتی او پراخ یی کړی .


        لکه څنګه چی لوستونکی خبر دی ، نوموړی لیکنه ما د افغان پیاوړی لیکوال محترم صبورالله سیاه سنګ له دری ژباړی نه پښتو ته را اړولی وه . په دری ژباړه کی یوه وړه ټایپی تیروتنه زما تر سترګو شوه چی له مخی یی د اصلی لیکوال رابرت فیسک د پیژندنی په اړوند دده د عمر په باره کی یادوونه نیمګړۍ کیده . د سیاه سنګ صاحب نه می پدی اړه معلومات و غوښت او ده محترم په ډیره بزرګوارۍ او خواخوږۍ سره بریښنالیک راولیږه او زما د ژباړی د ډیرو ستایلو تر څنګ یی خپل دری متن هم په اصلاح شوی بڼه را ولیږه چی زه یی ډیر منندوی یم . په هغه پاراګراف کی چی د رابرت فیسک د وړوکتوب یوه ترخه خاطره پنځه پنځوس کاله وړاندی ( پنجا و پنج سال قبل ) ښودل شوی ، اصلی انګریزی متن یی ( پنجا و چند سال قبل ) او پشتو ژباړه یی چی دهمدی ټایپی تیروتنی پربنسټ په ورته ډول ژباړل شویده ، باید په ( څه باندی پنځوس کاله ) اصلاح شی . دسیاه سنګ صاحب ایمیل چی په لاندی بڼه رارسیدلی دی ، یوه کاپی یی  دادی تر لوستونکو پوری هم رسوم  :


سلام جناب پوهمنل صاحب حاجی محمد نوزادی


امیدوارم در کمال صحت و سعادت باشید. برگردان زیبا و عمیق تان را خواندم. با دقت و محبت و مروت تهیه شده است. جهانی سپاس که در آغاز و پایانش بار بار از من یاد کرده اید.


 


پرسش تان را نیز خواندم.  در پرتو گفته های شما، یک نادرستی بزرگ تایپی درست ساخته شد. در متن انگلیسی آمده است “پنجاه و چند سال پیش”، نمیدانم چگونه آن را “پنجاه و پنج سال پیش” تایپ کرده ام. خواهش است در متن پشتو یا در یادداشت دیگر این نکته را یاد کنید. به اینگونه خاطره روزگار کودکی که رابت فیسک به آن اشاره میکند، شاید در چهار، پنج سالگی وی رخ داده باشد، نه در یکسالگی. (متن انگلیسی نیز پیوست همین نامه است)


 


از شما بار دیگر سپاس


 


با بهترین آرزوها


سیاه سنگ


 


د سیاه سنګ صاحب او نورو ټولو وطنوالو د زړه سواندو ایمیلونو او تلیفونی ستاینو نه یوار بیا مننه کوم .


پوهنمل حاجی محمد نوزادی