کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د افغانستان په ستراتيژي کي درې مهم بدلونونه څه دي؟


 


نيوريپبلک:

نيوريپبلک ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې
د اوباما په وينا کې د عسکرو مساله له ياده وباسۍ، اساسي بدلون د سولې د خبرو پر لور دي تر سرليک لاندې يوه مقاله ليکلې او په يوې برخې کې يې راغلي:

سره له دې چې د نړۍ مطبوعاتو او خبري رسنيو خپل ټول پام د جمهور ريس بارک اوباما د وينا هغې برخې ته اړولي چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د کمولو يادونه يې په کې کړې ده خو د افغانستان په ستراتيژۍ کې يو بل مهم او اساسي بدلون رامنځ ته شوي دي.

ورځپاڼه زياتوي هغه مهال چې جمهور رييس بارک اوباما له افغانستان څخه د عسکرو ايستل اعلان کړل، د افغانستان په ستراتيژۍ کې درې نور بدلونونه هم رامنځ ته شول.

لومړي دا چې د اوونۍ په پاي کې د امريکا دفاع وزير ومنله، چې له طالبانو سره يې لومړني مستقيم تماسونه ټينګ کړي. په همدې ورځ په افغانستان کې د متحده ايالاتو سفير کارل ايکنبري د جمهور رييس حامد کرزي هغه څرګندونې چې په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د هدفونو په اړه ممکن د ښاغلي کرزي ترټولو سخت او جدي اعتراضونه وې، په کلکه رد کړل.

دريمه مساله دا ده، چې په دې وروستيو کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د امريکا په سياسي کړيو يا حلقاتو کې داسي ويل کېږي، چې افغانستان ته د اضافې شمېر عسکرو استولو کار ورکړي او د تروريزم ضد جګړې کې برياوي تر لاسه شوي دي.

نيو ريپبلک ورځپاڼه وړاندې ليکي، دا درې مسالې د افغانستان په ستراتيژۍ کې د يوه مهم بدلون معني لري او ښيې چې په افغانستان کې د سياسي روغې جوړې او د جګړې په ډګرونو کې د برياليتوب د خيالونو ليرې کولو پر لوريو حرکت پيل شوي دي.

د ورځپاڼې په باور، امريکا بايد د افغانستان په سياسي قدرت کې د ټولو اړخونو د شاملولو په مقصد هر ډول هلې ځلې وکړې. د امريکا دا عمل به افغانانو ته د هيواد په دننه کې ګټه ورسوي او په عين وخت کې به د افغانستان په بحران کې د متحده ايالاتو په دريځ کې د بدلون ښکارندوي هم وي.

ورځپاڼه ليکي امريکا به په دې عمل سره وښيې، په افغانستان کې د څو کلونو مودې له تحولاتو يا بدلونونو سره سره، بالاخره د افغانستان په ستراتيژي کې يو ستر بدلون هم رامنځ ته شوي دي.

ټايمز:

لندن چاپ، ټايمز ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه يوه مقاله ليکلۍ او په يوې برخې کې يې ليکي، له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو په اړه د جمهور رييس بارک اوبا ما له اعلان وروسته د ايران دفاع وزير افغانستان ته لاړ او ورپسي جمهور رييس کرزي تهران ته سفر وکړ.

ورځپاڼه ليکي که څه هم چې زيات شمېر ډپلوماټان په دې باور دي، چې جمهور رييس کرزي په بېرې کې دي، چې امريکايان به يې په ميدان پيريږدي، خو يوشمېر نور بيا وايي، جمهور ريس کرزي په خپله د
۲۰۱۴ کال په پاي کې له افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو د ايستلو پريکړه او غوښتنه کړې ده.

يوه بله ډله د نظر خاوندان په دې نظر دي، چې جمهور رييس کرزي له لويديځ څخه د ځان ليري کولو په فکر کې نه دي خو شاوخوا، مشاورانو يې محاصره کړي او ورته وايي چې له لويديځ څخه دي ځان ليرې کړي او په مقابل کې دي له ايران، چېن او پاکستان سره ځان نږدي کړې.