بسم الله الرحمن الرحیم ـ امریکا د یوې داسی بلا ( یعنی تروریزم ) سره په جنګ اخته ده چی هغه هیڅ ظاهری وجود نه لری . په بل عبارت ، تروریزم هغه بلا ده چی نه کوم ټاکلی هېواد لری او نه کوم معلومداره پوځ . نه یې جبهه معلومه ده ، نه کوم خاص یونیفورم اغوندی او نه یې هم د قوماندې محل یا قوماندانان او یا هم پوځیان معلوم دي . هو ، سپینی ماڼۍ د دغسی یو « نامعلوم ـ معلوم » سره امریکا په جنګ ورګډه کړې ده چی انجام یې د لسو کالو راهیسی ګورو چی ناورین دی .
پس تریخ حقیقت دا دی چی امریکا اصلأ « د جنګ په حال کی » نه ده او « د تروریزم سره جنګ » په واقعیت کی شتون نه لری بلکی امریکا د هغو ناکراریو سره په جنګ اخته ده چی پخپله یې ایجاد کړي دي ، یعنی د خپل عکس العمل سره جنګیږی . پخپله د جورج بوش مرستیال او د دې جنګ بنسټګر ( ډیک چینی ) د ۲۰۰۱ په ډسمبر کی داسی اعتراف وکړ : « په دې جنګ کی موږ د خپلو سیورو سره جنګیږو . »
د امریکا بهرنۍ تګلاره نن پخپله امریکایانو او هم نړیوالو ته ډیره مُضره تمامه سوې ده : دغی تګلارې امریکا ۱۴ ټریلیونه ډالره پوروړې کړه ، کسر یې ۱٫۷ ټریلیونو ډالرو ته ورساوه ، ۹٪ خلک یې بیکاره کړل ، شپږ نیم زره امریکایی پوځیان یې ووژل ، درې ټریلیونه ډالره یې ضایع کړل ، یو میلیون عراقیان ، افغانان او نور مسلمانان یې ووژل ، امریکا یې په یو ناګټونکي جنګ کی راګیر کړه ، د امریکا ظاهری حیثیت یې راټیټ کړ ، هر ځای یې خپل مخالفان دښمنان کړل او دښمنان یې تروریسټان(!) کړل ، امریکایان یې په داخل او خارج کی روحأ نا آرام ، وارخطا او په قطۍ کی واچول . . . سر پیټر اوستینوف څه ښه ویلی چی « تروریزم د بېوزلو جنګ دی ، او جنګ هم د شتمنو تروریزم دی » .
اوسنۍ نړۍ او ټول انسانان د هغی ټولنی محصول دی چی پکښی اوسیږی . د دې ماحول بېلابیل فکټورونه ، مسایل ، شرایط او کړه وړه زموږ پر سوچ ، فکر او اعمالو ژوره او مستقیمه اغېزه ښندی . لویدیځوال وایی چی د مځکی کره نن یو « نړیوال کلی » غوندی دی چی ټول شیان یې سره تړلي دي . نو موږ ګورو چی تروریزم یا ځانمرګي والا هم نن د هری ورځی جزً ګرځېدلی او باید علت یا ریښه یې ولټول سی .
د یو تریخ حقیقت په توګه هیڅوک هم له موره تروریسټ نه دی زوکېدلی او نه هم څوک له ازله انتحاري تولد سوﺉ دی . بلکی دا خو د همدې په اصطلاح « نړیوال کلی » زیږنده پدیدې دي چی « علایم » یې نه بلکی « علتونه » یې باید ولټول سی که نه همدا حال او همدا جال به وی . د تیرو لسو کالو راهیسی عملأ ګورو چی امریکا او لویدیځ د حقیقت برعکس د تروریزم علل نه بلکی علایم تداوی کوی نو ځکه څه ګټه نه لری .
وګورﺉ ، د دې « علتونو » او « علایمو » د ادعا د تصدیق په اړه د امریکا خارجه وزارت ، د « تروریزم پر ضد ملی مرکز » ، سي آی اې او نورو څانګو پخپله دا تریخ حقیقت منلی دی : په ۲۰۰۳ کی د ټولو تروریسټی پیښو شمیر ( ۱۷۵ ) ته رسېدلی و ، په ۲۰۰۴ کی دا شمیر یو دم ( ۳۱۹۲ ) ته ورسېد ، حال دا چی په ۲۰۰۵ کی د سي آی اې له مخی هغه تر یوولس زرو هم واوښت یعنی ( ۱۱۱۱۱ ) سو . دا ولی ؟ دا باید د واشنګټن د عمل په عکس العمل کی ولټول سی . د خارجه وزارت ویاند ( سین مک کورمک ) په ۲۰۰۶ کی په دې ارتباط داسی اعتراف وکړ : « هو ، د تخنیکی پلوه ویلای سو چی کال په کال دغسی پیښی زیاتی سوي دي . »
دا لا څه ، د تروریسټی پیښو شمیر په ۲۰۰۶ کی ( ۱۴۳۳۸ ) ته ورسېد چی د یو کال مخکی څخه یې ۲۹٪ ډېرښت وموند . خو کله چی د دې حملو ډیرښت واشنګټن واخطا کړ ، نو تصمیم یې ونیو چی وروسته له دې به د تروریسټی پیښو شمیر نه اعلانوی بلکی پټ به یې ساتی .
وګورﺉ د واشنګټن لخوا د ترور د څارلو لیست هم کال په کال ډیرېدﺉ څو چی باالاخره یې د هغه خپرول هم بند کړ . په ۲۰۰۴ کی پر ( ۱۵۸۳۷۴ ) کسانو د تروریسټانو ګومان کېدﺉ چی امریکا ته به د دخول ویزې نه ورکول کېدې او که به په امریکا کی اوسېدل نو باید تر ۲۴ ساعته څارنی لاندی وای . په ۲۰۰۵ کی دا لیست ( ۲۸۷۹۸۲ ) ته ورسېد ، په ۲۰۰۶ کی ( ۵۱۵۹۰۶ ) ته جګ سو او په ۲۰۰۷ کی هم ( ۷۵۴۹۶۰ ) ته ورسېد څو چی وروسته یې دا لړۍ هم د هر چا څخه پټه کړه . دا ځکه چی واشنګټن یې د خورا لویی سرخوږۍ سره مخامخ کړ .
امریکایی یهود الاصله پروفیسور ( نوام چومسکی ) واشنګټن ته داسی پېغور ورکوی : « هر څوک د تروریزم په تم کولو کی نا آرامه دی . خو د دې کار لپاره ډیره آسانه طریقه سته : په هغه کی برخه مه اخله » ! په رښتیا هم تروریزم په تروریزم سره نسي محوه کېدای ، نه هم جُرم په جرم سره ختمېدای سی او نه هم وینه په وینو پرېولل کېدای سی .
خو دا هر څه نن په خپل شدت سره جریان لری او ځکه نو مشهور امریکایی تاریخ پوه ( پروفیسور هوارډ زین ) خپلی اوږدې څیړنی دې نتیجې ته رسولی دی چی که د چا خوښه وی یا نه : « جنګ پخپله تروریزم دی . » والسلام ، ( ن . صمد )