د کرنې وزیر په مشرۍ افغان پلاوې په هالیڼد کې له افغان محصلینو سره ولیدل.
له افغان محصلینو سره دغه غونډه دکوربه هېواد هالینډ په هلو ځلو د هالینډ د بهرنیو چارو په وزارت کې دننه جوړه شوېوه د غونډې په پای کې دهالینډ دبهرنیو چارو وزارت استازو په افغانستان کې د خپلو پروژو په اړه لنډ معلومات ورکړل او زیاته کړه دوی به هڅه وکړې د بیارغونی په برخه کې خپلی مرستی جارې وساتی.
په هالینډ کې د افغان محصلینو په استازیتوب عزت الله مراد خبری وکړی او له افغانستان څخه د راغلی پلاوې او د هالینډ د حکومت له مسولینو څخه مننه وکړه چې د افغان محصلینو لپاره د ذده کړو چانس یې په هالینډ کې برابر کړیدی.
نوموړی افغان پلاوې ته هم د معلوماتو ورکولو تر څنګ وپوښتل د محصلینو له فارغت وروسته په ستنیدو کې باید د محصلینو د کار ستونزه په افغانستان کې هواره شی ځکه تیر کال هم له هالینډ او له نورو بیلا بیلو هېوادونو څخه له فارغت وروسته ستنیدونکې افغان محصلین له ګڼو ستونزوسره لاس اوګریوان وه.
د کرنې وزیر محمداصف رحیمی په خپلو خبرو کې د افغان محصلینو دغه ستونزې په ځای وګڼلی او زیاته یې کړه ستاسو په راتګ سره به د نړیوالو مرستندویو ټولنو په مټ د ټولو هغو معیارونو په اساس چې یادې ټولنی ورته لری تاسو ته د کار زمینه برابره کړو.
ده وویل افغانستان ځوانو کدری بشرې منابعو ته اړتیا لرې او همدغه ځوانان کولای شی هېواد له خپلو سیالانو سره سیال کړی او په هېواد کې روانې ناخوالو ته د قلم او د کار پواسطه د پای ټکی ومومۍ.
د پوهني وزارت مسلکی مرستیال محمداصف ننګ له افغان محصلینو سره د خپلو خبرو پرمهال وویل افغانستان او دولت تاسو ځوانو کدرونو ته اړتیا لرې او په هغو اصولو او قراردادنو باید له دوی سره پاتې شی چې ورسره مو لا له وړاندی ژمنی کړیدی.
ده وویل په افغانستان کې یې د کرنې مسلکی لیسو شمیر زیات کړیدی او دوی د شاګردانو د ښی روزنی لپاره له تاسو غوندې ځوانو کدرونو ته اړتیا لری ترڅو هغوی ښه ورزل شی او د هېواد راتلوونکې پری روښانه شي.
د پوهنی وزارت مرستیال په افغانستان ددغو محصلینو له فاراغت وروسته په پلازمنی کابل کې د کرنې انستیوت ته په اشارې وویل چې دوی تر ډیره بریده کوښښ کړی د انیستیوت د ودانۍ ستونزه هواره کړی او دم ګړۍ په یو کرایې کور کې خپلی چارې پیل کړی.
نوموړې وویل په دغه انستیتوت کې تاسو محصلینو ته له فاراغت وروسته د افغانستان ددولت او د هالینډ د حکومتونو په مرستو دښو کارونو د زمینو د برابرولو په کوښښ کې دی.
د پوهنی وزارت مرستیال اصف ننګ وویل که یو ځل دغه انستیتوټ په پښو ودیریدو او بریالی شو چې دا د هالینډ اوافغان حکومتونو ګډه پروژه ده نو له دې وروسته به د نورو اروپایې هېوادونو دولتونه هم وهڅیږی ترڅو ورته ښوونیزی پروژی په افغانستان کې پلی کړی.
نوموړې د هالینډ له حکومت څخه مننه وکړه چې له دوی سره ددغه کرنیز انستیتوټ لپاره د دغه سفر پر مهال د یو شمېر تخنیکی وسایلو ژمنه هم وکړه چې ډیر ژر به افغانستان ته ولیږدول شی.
په هالینډ کې افغان سفیر عنایت الله نبیل دلومړی ځل لپاره ددغه پلاوې سره یو ځای له محصلینو سره په یاده غونډه کې مخ شو او وې ویل دې تر اوسه پدی نه وو خبر چې په هالینډ کې دومره لوی ګروپ افغان محصلین په یو پوهنتون کې ذده کړی کوی.
دا په داسی حال کې ده چې د محصلینو نږدی یو کال په هالینډ کې پوره کیدونکې دی او د راتګ پرمهال په هوایې ډګر او هم د کال په اوږدو کې د ځای له ګڼو ستونزو سره هم مخ وه.
د پلاوې د غړو په وینا دوی به د پنجشنبی په ورځ په هغه کنفرانس کې هم ګډون وکړی چې د کرنې په سکتور کې د یو شمېر افغاني او هالینډی کمپنیو لخوا جوړ شوې دی.
د کرنې وزیر به په دغه کنفرانس کې دیادو کرنیزو کمپنیو مسولین دېته وهڅوی ترڅو په افغانستان کې هم پانګونه وکړی او د هالیند د کرنې له تجربو څخه په افغانستان خلک ګټه پورته کړې.
هالینډ یو کوچنی هېواد او د افغانستان د هلمند ولایت سره د مساحت له مخی برابر دی خو د کرنې په سکتور کې دومره په پرمخ تللی چې په نړۍ کې د امریکی متحده ایالاتو او د فرانسی څخه وروسته دریم ځای لری او هم ددغی سکتور له لیاری په میلیاردونو ایرو کلنی عواید لري.
د یادونې وړ ده چې د پوهنی وزارت د کرنی د یاد انستیټوټ لپاره دغه افغان محصلین په زراعت کې د لوړو ذده کړو په موخه هالینډ ته را لیږل شوی ترڅو په هالینډ کې له درسونو او فاراغت وروسته په یاد انستیتوټ کې د نورو افغان ځوانانو په روزلو کې ونډه واخلی.
له افغانستان څخه په دغه راغلی پلاوې کې په کابل کې ددغو افغان محصلینو تنظیموونکې او د نیمه انستیتوت مشر وحید مدنی او د کرنی وزرات مرستیال او یو شمېر نور کسان هم شامل وه .