کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / حامد کرزی دسولې اوثبات لوی دښمن ګڼل کیږي

حامد کرزی دسولې اوثبات لوی دښمن ګڼل کیږي

نننۍ لیکنه مې له لسوپوښتنو او ځوابونوسره یو ځای ستاسودرانه حضورته  وړاندې کوم :


۱ ــ ولې او دڅه لپاره  درۍ نیمې لسیزې مخکې لویدځوالوافغان اسلامپال حمایه کول؟


۲ ــ لویدیځوالو ولې او دڅه لپاره دافغان اسلامپالو ګوندونو دیووالي لپاره کار ونه  کړ؟


۳ ــ دروس له اشغال څخه وروسته ولې امریکا دسټنګر راکټونو په  راټولولو پیل وکړ؟


۴ ــ  ولې  او دڅه لپاره روسانو دکارمل اومسعود په  وسیله دملګروملتونودسولې پلان سبوتاژ کړ؟


۵ ــ آیا دیاد سبوتاژ انجام  تاسو د(مجاهدینو) بری بولئ ؟


۶ ــ ملګروملتونو دانساني اواخلاقي وجیبې له مخې ولې دخپل پلان  ددفاع لپاره هغه وخت  مداخله ونه کړه؟


۷ــ له چوکۍ سره دمجددي مینه اوورپسې  په چوکۍ درباني سریښېدل له اسلام اوافغان ولس سره جفانه ګڼئ ؟


 ۸ ــ آیادنویمې لسېزې په خپل مینځي جګړو او یا په بل عبارت  زموږ دملي یووالي په ماتولو کې لویدځوال  پړه نه بولئ ؟


۹ــ که لویدځوال  واقعأ دافغانستان دوستان وای نو په یاده لسیزه کې یې ولې داسلامي کنفرانس غړي دې ته  اړ نه ایستل، چې افغانستان  ته بې پرې اسلامي پوځیان ولیږي ؟


۱۰ ــ آیا تاسودا اوسنی ناورین دطالبانو په دوره کې له طالبانوسره ددوه مخیتوب  لامل نه بولئ ؟


د پورتنیو پوښتنو ځواب له هر با احساس او هیوادپال  افغان سره  شته دپورتنیو پوښتنوپېښې به  د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو تورې اوځورونکې پاڼې ونیسي .


اوس به په لنډ ډول سره دهرې پوښتنې په اړوند دحامد کرزي بې تفاوتي یا عمدي کړنې تاسو ته وڅېړم :


ــ  حامد کرزی  دلویدیځوالو په  موخو لا له همهغه  اوله  پوهېده او دا یې درک کوله، چې لویدیځوال  ددې  لپاره افغان  اسلامپال  نازوي، څو خپل  هدف  ته  درسېدو لپاره  د وسیلې  په  ډول  کار ور څخه واخلي خو د دې   درک باوجود حامد کرزي  پخپله  ځان دلویدیځوالو وسیله وګرزاوه .


ــ حامد کرزی  په  دې  ښه  پوهیږي، چې  دافغان  اسلامپالوګوندونو یو له بله بېل ساتل عینې  پروسه وه لکه دبن له محکوم کنفرانس څخه راپه دې خوادمختلیفو افغان ګوندونواوټولنیزوخوځښتونوترمینځ  دفاصلې،کره کې او کینې  ایجاد چې ګټه یې یوازې نیواکګروته ورسوله  خوله دې ستونځې سره سره حامدکرزي  په شعوري  ډول  دلا نوربحران لپاره په سلهاوو ګوندونو ته دفعالیت مخه ورکړه، چې دا پخپله  د ولس پاشنې پروسه بللای شو.


ــ  داچې امریکادخپلې منظمې ستراتیژي له مخې  دافغانستان او سیمې اشغال په پلان کې  درلوددخپلوالوتکو دساتنې په منظور یې  سټنګر راکټونه  د ډېرو  ډالرو په بدل کې  راټول کړل  دلته  دموضوع  تړاو له  ملي حاکمیت سره دی  چې باید حامد کرزي  دافغانستان  ملي حاکمیت  دساتنې  په  موخه  دمکلفیت  دوره تر ځانګړو شرایطو لاندې  رامینځ  ته کړې  وای،  رښتینی ملي اردو اوملي پولیس یې  په  پښو درولي او په  اړینو وسلو او وسایطو سمبال  کړي وای  خوحامد کرزي  په  شعوري  ډول  جنایتکارې قومي ملېشې د ملی  اردو او ملي  پولیسو په نوم ونومولې دکورنیو چارو وزیر محمدي لخوا فاشستي مقررۍ  ددې  خبرې  ژوندی  ثبوت  دی .


ــ د روسانو په  دستورد ببرک کارمل اومسعودلخوا د ملګروملتونو د سولې  پلان  سبوتاژول  له  افغانانوڅخه د غچ  اخیستلو او افغانستان  دلانورې تباهي په منظور و .


پورتني سبوتاژته ورته لوبې دنظاردکبرجنې  شورالخوا اوس هم  په  ډول  ډول  فورمونوسره  تکراریږي  خوحامد کرزی  یې نه  یوازې  مخه  نه نیسي بلکې  دولس په سترګوکې لانورې  خاورې  هم  ورشیندي له وسلوال  مقاومت سره  دسولې  په  اړوند د غبرګ عبدالله  او امرالله ناصالح   د وروستي  طفلانه   غبرګون   په مقابل کې  دکرزي بې تفاوتي  ددې یوبل ثبوت دی .


ــ له پنځمې نه ترنهمې پوښتنې پورې ځواب  روښان اوتفصیل یې اړین نه ګڼم یوازې دومره لیکم، چې دذکرشوو پوښتنودپېښو په رامینځ  ته کېدوکې اخلاقو(مورال) ته سترزیان ورسېد ترټولو بدخویې لادا، چې حامدکرزي  دنویمې لسیزې  د تورې ماضي له خبرتیااودشمالي جنایتکارې  ټلوالې له  ټول وژنو او بداخلاقیوسره  سره ټول  اخلاقي  موازین  تر  پښولاندې  او د ملي  یووالي لوی  دښمن  برهان الدین  رباني  یې له  پخوانۍ  بدې   او تورې سابقې سره سره دسولې عالي شورا؟؟ درئیس په توګه وټاکه داپه دې  مانا،چې لېوه یې درمې ساتلوته راووست  له  دې  ثابته  شوه، چې  حامد کرزی دسولې اوثبات لوی دښمن ګڼل کیږي؟


ــ  دلسمې  پوښتنې ځواب اوتړاو له ننني ناورین سره پوره اړخ  لګوي،که یادمو وي  دطالبانو په دوره کې له یوې خوالویدیځوالوپه طالبانو بندیزونه لګول  له بلې خوابیا دترکمنستان  او پاکستان لخوا مرستې  ورته  را روانې  وې  په  یادومملکتونو لویدیځوالوځکه  عمدأ غرض نه کاوه، چې  طالبان یوڅه موده نور هم وپایږي  څوامریکا په افغانستان یرغل اوزموږ دبډایې سیمې اشغال  ته چل جوړ کړي .


 په  هغه وخت کې خوعجیبه لا دا وه، چې لویدیځوالوطالبان په رسمیت نه پېژندل خو عبدالحکیم مجاهدیې بیا دملګرو ملتونو په سازمان کې دطالبانوداستازي په توګه منلی و.


امریکا  په عین  وخت کې  دطالبانو د پارولو او د نړیوالو په  ذهن کې د ټکولو په  موخه له  هرې وسیلې څخه کار اخیست  دبېلګې  په  توګه دمېرمن بونینو سفر کابل ته دریادوم :


کله  چې دا اغلې کابل  ته  سرلوڅه ورغله نوله  دیپلوماسي محرمو طالبانوهغه  د پولیسو لمړۍ  حوزې  ته  بوتله  هلته لویدیځوالو تلویزیوني کامرې  پسې سمې کړې وې اوسر په سر یې داجریان لودیځ  ته را استاوه طالبان  په  دې نه وو خبر چې ددې لوبې نه  هدف  څه  دی  هدف  یوازې  او یوازې  په  نړیوال  ذهنیت کې دطالبانو په وړاندې کرکه وه که نه مېرمن بونینو خو ښه  پوهېده، چې کوم  هیواد ته  ځم او ددې هیواد رسومو ته باید درناوی وکړم .


درنو خویندو او وروڼو!


همدااوس مې ذهن  ته  دفرانسویانو افراط  راغی دوی  یو داسې  قانون  وضع کړی،  چې باید مېرمنې پړونی ونه کاروي ګڼ  شمېر مسلمانې مېرمنې خو یې جریمه هم کړې خو طالبانو بیا برعکس برخورد درلود ما په مخکینۍ لیکنه کې چې سرلیک یې (افغانستان قطعأ خپلواک هیواد نه دی) هم  دطالبانویوشمېرخودسریوته اشاره کړې وه یوځل بیاوایم، چې لویدیځوالوهم  په لوی لاس طالبان  راپارول هم  یې  دپارونې دانجام خورامنفي انځورونه نړیوالوته  رسول  تر ځومخکې له مخکې دطالبانو په وړاندې  د ټولې نړۍ  ذهن  تورکړي .


نن، چې امریکا له طالبانوسره مخامخ  خبرې کوي له  حقوقي اړخه  داپه  دې مانا، چې طالبان  دپېژندنې په لمړي پړاو رسمأ ورننوتل یا په بل عبارت  دکابل ګوډاګۍ اداره په  ضمني  ډول دنابودي  لمړنۍ کندې  ته  له خیره  سره ورولوېده .


زما جدي  هیله او غوښتنه  له وسلوال  مقاومت  څخه  داده، چې که  په  رښتیادهیوادداستقلال،ګران افغانستان  دپاکې خاورې تمامیت اوپاکوعقایدولپاره جنګېږي نودسیاسي قدرت  په لاس ته ورتلوسره دې له دیپلوماسي څخه هم کار واخلي هغه متل دی وایي :


کونډې  وېیل، چې که  دا ځل  یې  ودولم  ینکی مې  ښه زده کړی نوګرانو په وینو لړلو او څورېدلو افغانانو هیواد او استقلال مو خپل کړی او دملي ګټو لپاره سم ینکی وکړئ  نه مو پردي  په درد خوري او نه  پردۍ پوځي اډې  .


یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــــه :


حامد کرزی  ځکه  دسولې اوثبات لوی  دښمن ګڼل کیږي، چې د ثبات  او سولې  په  صورت کې باید دی له قدرته ګوښه شي کله، چې له قدرته ګوښه شونوبیادده ژوند سخت په خطر کې دی په دې اړوند به زما راتلونکې لیکنې تاسو ته په مستند ډول قناعت درکړي .