د کندهار د ښکلو هنرونو ټولنه په دې ولايت کي د رسنيو ټولو استازو ته خبر ورکوي چي نن د دې ټولني د لوري پرانستل سوى نندارتون پاى ته رسېږي نو هغه رسنۍ چي غواړي په دې اړه معلومات ترلاسه کړي کولاى سي د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست ته پر ٠٤:٠٠ بجې مراجعه وکړي .
د دې ټولني مشر ، تکړه او وتلى انځورګر او نقاش امان الله درخشان وايي چي نن ورځ به نندارتون پاى ته رسېږي او په دې نندارتون کي به د ګډون کوونکو انځورګرانو څخه لومړي ، دويم او درېيم مقام ګټونکي ته د عينو بنياد له لوري نغدي جايزې ورکول کېږي .
د يادوني وړ ده چي ياده ټولنه ( د کندهار د ښکلو هنرونو ټولنه ) د عينو بنياد په مالي مرسته جوړه سوې او ځاى ورته د اطلاعاتو او کلتور رياست ورکړى .