کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / سوله ؟ هو _ ستراتېژيک تړون ؟ يا

سوله ؟ هو _ ستراتېژيک تړون ؟ يا

ګرانو لوستونکو تر هر څه تر مخه درته سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کوم او يوه غوښته درڅخه کوم هغه دا چي شپه او ورځ  پاک الله جل جلاله ته لاسونه پورته کړئ چي نور د افغانستان او ټولي اسلامي نړۍ څخه د دې توري تيارې ټغر ټول کړي او پر ځاى يې داسي اسلامي انقلابونه چي د ټولو مسلمانانو به پکښي خير وي راولي او قايم يې کړي . نوري نړۍ ته به نه ځو رابه سو افغانستان . ټول لاسونه پورته کړئ چي الله پاک دي دا ستر دښمنان چي د دوستۍ په نوم يې ټول افغانستان ټوټه ټوټه کړ او ټول مسلمانان يې خوار او ځار کړل او پر هر يوه يې خپل ګلشن او ښايسته هېواد دوږخ کړ ، کورونه يې ور لوټي لوټي کړل ، شتمنۍ يې په يوه نامه او بل نامه لوټ سوې ، د ا لقاعده په نامه ووژل سول ، وژل کېږي او تر تورو غرو هاخوا د نورو وحشيانو په زندانو کي په دې ګناه چي د خپل هېواد څخه  دفاع چي  د هر يوه  بشر که مسلمان وي او که کافر وي حق دئ او هيڅوک  ورڅخه انکار نه سي کولاى شپې سبا کوي او د رنګارنګ ستونزو او عذابو سره مخامخ کېږي . ځينو يې خپل ژوند دلاسه پکښي ورکړ ، د ځينو اعصاب پکښي خراپ سول ، ځيني پکښي ګوډان او ړنديان سول لنډه ځيني څنګه او ځيني څنګه . لنډه دا چي هر هغه څه چي د دې کفارو په وس او توان کي ول هيڅ يې نه کړل درېغ.
راځو خپل اصلي هدف ته :
دا چي اوس په يوه پلمه او بله پلمه ، په يوه نامه او بل نامه ، په يوه وخت او بل وخت کي ، د يوه شي په بدله او د بل شي په بدله کي د دې ښاغلو (بهرنيانو ) له خوا او هغه څوک چي د دوى په مټ پر چوکيو مازي په نامه ناست دي کېږي هيڅ د زغملو ، منلو او د دې هېواد د استازي توب مانا نه لري . سوله هم په هيڅ صورت کي د دا ډول کفارو سره چي لس کاله يې داسي امتحان ورکړى وي چي خپله کفار هم په شرمېږي او وايي چي دا ځل به په فلانکي کانفرانس کي پر دې خبري کوو چي نور به هغه تېروتني چي په تېرو لسو کالو کي د بهرنيانو د خوا سوي دي بيا نه تکرارېږي . هيڅ مانا نه لري او هيڅ يو مذهب هم اجازه نه ورکوي .


بهرنيان په افغانستان کي
بهرنيانو په تېرو لسو کالو کي په افغانستان او ټوله نړۍ کي هغه نارواوي او د فساد ډک کارونه وکړل چي هيڅ توقع يې نه کېدل . د مسلمانانو پر ښځو يې جنسي تېري وکړل . مسلمانان که نارينه ول او که ښځينه ټول يې په زندانو کي واچول ، د هغوى شتمنۍ يې لوټ کړې ، ناوياني يې ور کونډياني کړې ، خاوندان يې بې مېرمنو کړل ، مندي يې پر بوري کړې ، او زامن يې يتيمان کړل ، يوازي او يوازي په دې ګناه چي مسلمانان دي او د اسلام دين يې خوښ او د کفر او شرک څخه نفرت کوي .
په ټوله نړۍ کي يې علماء کرام او حافظان چي د اسلام د دين ستني او د انبياوو کرامو وارثين دي د ټول کور او اولادو سره بمبار کړل ، ځينو ته يې په ژوندوني سپي ور ايله کړل او په سپيو يې څيري څيري کړل چي يوه ژوندۍ واقعه يې په هلمند کي د يوه حافظ د قران ده چي د مور او پلار په مخ کي يې په سپيو وخوړى .
د مسلمانانو ښځي يې لوځي لغړي ودرولې او هر هغه څه چي د اسلام خلاف ول هغه يې ورسره وکړه . چي ژوندۍ بېلګي يې په ټوله نړۍ کي وينئ .
او همدا ډول نور داسي څه يې وکړل چي اوس تاسي باور وکړئ چي دلته يې په ليکلو سړى شرمېږي .
د بهرنيانو په مټ په افغانستان کي پر چوکيو ناست کسان :
دا چي اوس په افغانستان کي د ولسمشر څخه رانيولې تر يو ټيټ رتبه عسکر پوري څوک هم پر چوکيو ناست دي دا د افغانستان د خلکو استازي نه دي دا به انشاء الله د دې تور ټغر د ټولېدو سره يو ځاى بېرته چي پر کومه راغلي دي پر هغه به ځي . د افغانستان تېر انتخابات چي د ګډونوالو د شمېرې پر يادولو يې سړى شرمېږي د دې ټول هېواد استازي توب نه کوي . دا د بهرنيانو هري خبري ته يوازي او يوازي د دې په بدله کي چي د دوى مقام ته کوم زيان و نه رسېږي چمتو دي او ټولو په عملي ډګر کي هم ښوولې ده .
اوسني پر چوکيو ناست کسان ولي د افغانستان استازي توب نه سي کولاى؟
ځکه چي دا د اشغالګرو په مټ پر چوکيو کښېنول سوي ، دا د افغانانو په خوښه نه دي راغلي او نه د افغانانو داسي کسان خوښېږي . دا ټول سوداګر دي او هره سودا د افغانانو پر سر، د سرو وينو د تويولو په بيه کوي .  د کندهار والي چي د دې ولايت د والي په بڼه ټاکل کېدى آيا د کاناډا څخه نه را وغوښتل سو ؟ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
په افغانستان کي چي هر څه کېږي دوى ورباندي غوږونه کاڼه اچولي دي ځکه که يې څه وويل  بيا يې مقام ته زيان رسېږي .
په بالابوک کي خپله د حکومت د استول سوي هيئت  د قوله چي ١٢٤ تنه بې ګناه ملکي وګړي د بهرنيانو په بمبار کي وژل سوي خو آيا يو بهرنى ورباندي محکمه سو ؟
په روزګان کي يې پر واده بمبار وکړ آيا دغو ښاغلو يې پوښتنه وکړه ؟
په کندهار کي يې زوم د واده په شپه په يوه ډک موټر کي چي د ورايه معلومېدئ و نه وژنى او پنځه تنه نور يې نه ورسره ووژل آيا دغو ښاغلو يې پوښتنه وکړه ؟
د ارغنداب په ناګهان کي يې واده بمبار کړ آيا د ولسمشره څخه رانيولې بيا د دې ولايت تر مسئولينو پوري يې تر اوسه  يو چا دا درک معلوم کړ چي ايا دا ځانمرګى و او که  بمبار ؟
پر کندهار کي پر سپوږمۍ صالون بريد وسو آيا دا هم د ناګهان غوندي تر اوسه ناڅرګند نه دئ پاته ؟
آيا دا ښاغلي چي پر دې پوسټو ناست دي چي د يوې پوښتني اختيار هم نه لري او لسګونو بې ګناه کسانو قاتل محکمه کولاى نه سي دا د دې ملت استازي دي ؟


ستراتېژيک تړون :
ستراتېژيک تړون يا چي يې په اصلي بڼه ووايو د افغانستان سم بشپړ او رسمي اشغال .
په دې اړه به نوري خبري نه کوو د کندهار د علماء کرامو په غونډه کي چي څه موده وړاندي يې جوړه کړې وه او پکښي د دې ولايت سلګونو علماء کرامو ، د ښار تجارانو ، قومي مشرانو ، سپينږيرو ، ځوانانو ، مستريانو ، نجارانو او د هري ډلي غړو پکښي برخه اخستې وه په ډاګه هر عالم وويل چي افغانان ستراتېژيک تړون نه غواړي نه يې غوښتى دى . افغانان ټول پر الله پاک او د هغه پر دين مين خلک دي هيڅ يوه کافر ته د دوست په سترګه نه ګوري نه يې د هغو مرستو ته اړتيا سته او نه يې لري .
د علماء کرامو په وينا چي دا څه چي ستراتېژيک تړون به کېږي بلکي دا يې وويل چي په دې کي هر څو يوازي او يوازي برخه اخلي تر هغه به بل لوى خاين نه وي او نه به تېر سوى وي .
د نوموړو په وينا چي اوسنى حکومت د افغانانو حکومت نه دى . ځکه چي بهرنيان هر څه غواړي هغه به کېږي .
د علماء کرامو په وينا چي لس کاله کېږي چي د حکومت خوله څيري سوه چي د شپې عمليات دي نه کېږي او هر کله چي هم عمليات کېږي د افغان حکومت په خوښه دي کېږي خو بهرنيان ور باندي هيڅ سر نه ګرزوي او خپل زړه چي هر څه ورته ووايي هغه کوي .


د اسلام له اړخه :
دا چي الله پاک کافران د مسلمان دښمنان بولي او د هغوى سره يې د هيڅ يوې داسي معاملې چي  اسلام ، مسلمانانو او د هغوى حقوقو ته پکښي زيان رسېږي اجازه نه ده ورکړې  . خو د تېرو د لسو کالو راهيسي د بل په مټ ناست ولسمشر او د حکومت هغه چارواکي چي د دوى په راتګ سره په مزو او چړچو کي خورا پړسېدلي وايي  دا زموږ دوستان دي او هغوى د افغانستان د مرستي دپاره راغلي او د افغانانو په خوښه راغلي دي . نو د هغو کسانو څخه مي پوښتنه دا  ده چي يا به تاسي مسلمانان نه ياست او که ياست نو بيا تاسو تر قران او الله پاک ښه پوهېږي چي هغه يې دښمنان بولي خو تاسي يې دوستان بولى .
چي دوستي به يې اوس ښه در معلومه سوې وي چي کرزي هم ويل چي بس نور ډېر تشکرونه مه ځني کوئ ما لا پرې ايښي دي .
چي په قران کي په دې اړه داسي يو آيات راغلى دى ( و لا تجعلوا اليهود والنصرى اولياء )
او بل په قران کي راغلي چي تاسو ( ايمان لرونکو ) د دوى دپاره تر خپله وسه هر هغه څه چي د الله پاک او ستاسو دښمنان په بېرېداى سي چمتو کړئ خو نن ورځ دا ښاغلي خپلي اسلحې هغوى ته سپاري او خپل مسلمان وروڼو لاس تړلي په لاس ورکوي ايا دا د افغانستان چي يو اسلامي هېواد دى استازي دي يو اسلامي هېواد خو بايد اسلامي استازي چي د اسلام قوانين يې د ژوند لومړنى مقصد وي  ولري .
ايات ( و اعدو لهم مااستطعتم من قوة و من رباط الخيل ترهبون به عدوالله و عدوکم )
بل ځاى راځي : چي کفار تر هغو ستاسي نه سي دوستان کېداى چي تر څو تاسو د هغو د دين متابعت و نه کړئ .
ايات : ( لن يرضى عنک اليهود و لن نصرى حتى تتبع ملتهم )
او همدا ډول ټول قران په دې اياتو ډک دى .
نو دا چي اسلام يو څه وايي او هغه د ١٤٠٠ کالو راهيسي د يوې ډبري او تر هغې لا د بالابود نخش په شکل ثابت سوي دي او هر چا چي ورباندي عمل کړى د دواړو جهانو برياليتوب يې په نصيب سوى . خو بل اړخ ته دا مازي په نامه ناست د افغانانو استازي بيا د اوبو د سر کرښي تر هغو ښه بولي نو اوس تاسي پرېکړه وکړئ چي دا کسان د يوې ذرې په کچه عقل لري ؟


غوښتنه :
د ټولو مسلمانانو وروڼو څخه يو ځل بيا غوښتنه کوو چي تل لاس په دعا سي او د دې تور ټغر د ټولېدو په اړه الله پاک ته دعاوي وکړي .
همدا ډول د ټولو مسلمانانو وروڼو څخه لکه څنګه چي د ښاغلي اڅکزي په ليکنه کي غوښتنه سوې ، غوښتنه کوو چي په دې اړه  ليکني وکړي او د يوه سايټ د جوړېدو هڅه  وکړي او خپله فريضه  ادا کړي .