کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ستراتيژیک تړون ،غبرگونونه او اغیزې

ستراتيژیک تړون ،غبرگونونه او اغیزې

 
دتاریخ په اوږدو کې هرکله چې استعماري قوتونو دځمکې پر مخ په کومه سيمه او یا کوم هیواد باندي نظامي یرغل تر سره کړی دی ، په داسې حال کې چې تر یرغل لاندې سیمه او هیواد د اقتصادي لحاظه شتمنه سیمه او همدا رازستراتیژیکه سيمه وي ، نو خپل یرغل او اشغال ته ئې د دايمي اډو د لاسته راوړنې څخه پرته د پای ټکی نه دی ايښی . او له کومه ځایه چې بشپړ نظامي یرغلونه او اشغالونه ډیر لوړ لګښت او ځاني تلفات لري ، نو د خپلو اقتصادي ګټو د تامين لپاره تر بشپړو نظامي یرغلونو او اشغالونو دایمي اډې غوره ګڼي او هڅه کوي خپل نظامي یرغل او اشغال ته د دایمي اډو د لاسته راوړنو په بدل کې د پای ټکی کیږدي او لدِې لارې خپلې اقتصادي ګټې  خوندي او ستراتیژ یک پلانونه بشپړ کړي . خو هیره دې نه وي  چې همدغه دايمي اډې په یوه ډول نه یوه ډول د همغو نظامي یرغلونو او اشغالونو امتداد دی ، چې ددیموکراسۍ او تروريزم سره د مبارزې تر شعار لاندې په لاره اچول شوي او د تریرغل لاندې هیوادونه او سیمې خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستی شي .
له کومه ځایه چې افغانستان یوه مهمه ستراتیژیکه او سوق الجیشي سیمه ده ، چې له یوه لوري  په سیمه کې د موجودو ذخایرو او زیرمو کنټرول او څارنه لدغه ځایه په ښه توګه کیدای شي ،او لهمدې کبله دسیمې هيوادونه په افغانستان د دغه ستراتیژیک تړون اړوند اندیښنې لري ، او د افغانستان د حکومت څخه په دې هکله د ډاډ غوښتونکی دی ، تر څو دا راز ټړون په افغانستان کې د دوی ملي او امنیتي ګټو ته ګواښ متوجه نه کړي .  او له بل لوری افغانستان په خپله ډیر زیات طبیعي ذخایر او زیرمې لري ، نو په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه به هیڅ ډول حاضر نه شي ، چې د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره لدغو ذخایرو او شتمنیو څخه ګټه پورته نه کړي . د دغه لید لوری پر اساس د افغانستان د یرغل او نظامي اشغال یوه بنسټیزه موخه په افغانستان کې دایمې اډې لاسته راوړنه ده ، چې د افغانستان سره د ستراتیژ یک تړون د لاسلیک په پایله کې به ورته قانوني بڼه کیښودل شي ، کومه چې امریکا ئې په هکله له یوې اوږدې مودې څخه د افغانستان له حکومت سره خبرې په لاره اچول دي ، او ښايي امریکا او د افغانستان حکومت پدې هکله ډیرسره نیږدې شوي وي ، ځکه چې که تر دې وړاندې د امریکا سره د ستراتیژیک تړون اړوند دخلکو تر غوښونو اوازې رسیدلې ،خو اوس د افغانستان په مطبوعاتو او رسنیوکې دا موضوع د خلکو په وړاندې د یوه حقیقت په څیر تر بحث لاندې نیول کیږي ، سره لدې چې لا تر اوسه مطبوعات هم د دغه تړون په هکله ملت ته روښانه او واضح تصور نه شي وړاندې کولای ، څرنګه چې پکار ده چې وړاندې ئې کړي ، او ملت د دغه ټړون د جزییاتو څخه خبر کړي .   
 عموما دافغانستان په مطبوعاتو او رسنیو کې د ستراتیژیک تړون اړوند بحثونه او مرکې دوه لیدلوری منعکسوي ، یو لیدلوری یاد شوی ستراتیژیک تړون د افغانستان په ګټه یوتړون ګڼي ، په دې دلیل چې افغانستان د اقتصادي ، سیاسي او نظامي ..لحاظه یوه ناتوانه هیواد دی ، او په موجودو شرایطو کې نه توانیږي چې د دغه راز نظامي حمایت څخه پرته چې د ستراتیژیک تړون په پایله کې به ترې برخمن شي دګاونډیو هیوادونو له اطماعو څخه ځان وساتي اوپه کونیو چارو کې ئې د لاس وهنې منخنیوی وکړي او همدا راز د هغو قوتونو مخنیوی وکړي چې د دغو ګاونډیو هیوادونو له خوا ورسره مرسته کیږي تر څو د افغانستان امنیت اخلال کړي . دا لید لوری په حکومت کې  هغه سیاسي ډلې او قوتونه منعکسوي ، چې خپلې ګټې د بهرنیو ځواکونو د شتون په نتیجه کې خوندي ویني ، او نه غواړي چې موجود حالت ته د پای ټکی کیښودل شي ، او کله نا کله خو په افغانستان کې د ملي سولې مخالفت هم د همدغه تصور په بنیادکوي ، ځکه چې په دولت کې د مخالفینو د ګډون په پایله کې خپله سیاسي او د نفوذ ساحه تنګه ویني .
دوهم لیدلوری یاد شوی ستراتیژیک تړون د افغانستان په زیان یو تړون ګڼي ، په دې دلیل چې افغانستان د سیاسي ، اقتصادي او نظامي لحاظه یو بې ثباته او ناتوانه هیواد دی ، او نه شي کولای په داسې حالت کې خپل شرایط په مقابل لوری و مني ، او دا تړون د افغانستان سیاسي خپلواکۍ ته یو جدي ګواښ بولي ، او ستراتیژیک تړون په دې معنی چې امریکابه په افغانستان کې د ګڼ شمیر امتیازاتو خاونده شي ، د افغانستان په ډیرو مهمو او بنسټیزو پریکړو کې به د دخالت حق تر لاسه کړي ، د افغانستان خپلواکي او آزادي به تر پوښتنې لاندې واقع شي ، د افغانستان طبعي ذخایر او زیرمې چې د افغانستان د اوسني او راتلونکی ملت حق دی ، به د امریکا او استعماري قوتونو په لاس کې ولویږي ، او په داسې توګه به ئې د استخراج چارې تر سره شي ، چې ډیره محدوده ګټه افغانستان ته ولري او د ګټې لوی برخه به ئې د امریکا د اقتصاد په پیاوړتیا کې توظیف شي ، او دا چې افغانستان په پیل کې د پرمختګ او پراختیا په چارو کې په استعماري قوتونو اعتماد وکړي تر پایه به دلویدیځ استعماري کړیو ته اړمن پاتې شي ، ځکه چې د لویدیځ استعماري قوتونه کله چې د نظامي یرغل او اشغال له لیارې او یا د لاسپوڅي حکومت له لیارې دکوم هیواد په طبیعي زیرمو او مقدراتو باندې برلاسی شي ، نو بیا  هڅه کوي تر څو تر پای هغه هیواد په خپله استعماري منګول کې وساتي . دا لیدلوری هغه سیاسي ډلې او قوتونه منعکسوي ، چې نه غواړي د لویدیځ استعماري قوتونه د افغانستان په سیاسي او اقتصادي برخلیک کې اوږد لاس ولري او عموما د دولت وسله وال مخالفین دي ، داسربیره پدې تصورچې یاد شوی ستراتیژیک تړون به په افغانستان کې د بې امنیتۍ لامل وي ، او په سیمیز ډګر کې به هم د افغانستان اړیکې  د سيمې له هیوادونو سره زیانمنې کړي .
د دغو دوه متضادو دریځونو په ترڅ کې د افغانستان د ملت له هر وګړی سره دا پوښتنه پیدا شوې ده او باید هم پیدا شي ، چې دا ستراتیژیک تړون د افغانستان ملت ته څه ګټه لري او څه زیان ؟ که چیرې دا تړون د افغانستان دملت د ګټې او منفعت لپاره چې نن هم شته او سبا به هم وي هغه حکومت  لاسلیک کوی ، چې نن شته دی خو سبا به نه وي  ، نو بیا پکار ده چې د افغانستان حکومت دا ملت د دغه تړون په ټولو جزییاتو باندې پوه کړي او دا خبره په روښانه توګه  ورسره شریکه کړي  او دغه حکومت چې د دغه تړون په لاسلیکولو کې د ملت د ممثل او نماینده دنده په غاړه لري ، د دغه ملت رایه په واقعي ډول واخلي نه هم په شکلي ډول . ځکه ، که چیرې دا تړون د ملت په ګټه نه وي ، نو ملت به ئې د ګواښونو او زیانونو سره تر ابده لاس ګریوان وي او حکومت به د خپلې دورې د ختمیدو سره پدې هکله له هر راز مسولیت څخه آزاد شي .
د یادونې وړ ده چې عموماد دغه ډول تړونوپه قطعنامه کې لاندې شرطونه درج  وي ، چې په لنډه توګه ئې مهمې کرښې دلته  ذکرکوو: 
د دغه تړون په اساس به امریکايی ځواکونه په افغانستان کې د امریکا د قانون مطابق د کشالو په حل او فصل کې اقدام کوي ، د افغانستان حکومت به حق نه لري ،چې د تجاوز او تخلف په صورت کې امریکایی جنګیالي وپوښتي ، او یا ئې محلي محکمو ته را کښ کړي ، د افغانستان هوايي حریم به د امریکايی ځواکونو په واک کې وي ، د امریکا هر ډول نقلیه وسایط او وسایل به د مالیه د ورکولو څخه معاف وي ، د اړتیا په صورت کې به دا ځواکونه پرته لدې چې د افغانستان د حکومت سره مشوره وکړي د هر ډول نظامي عملیات حق لري ، له کومه ځایه چې په افغانستان کې یو بل اضافي ګواښ وجود لري ،         د ( تروریزم او ترهګرۍ ګواښ ) نو د جرم د ارتکاب په مهال به ئې مسلحتوب یا نه مسلحتوب د یونفرم درلودل یا نه درلودل کوم توپیر نه لري .
که چیرې دغه ستراتیژیک تړون دا راز شرطونه او جزئیات ولري ، نو بیا ویره ده چې دا تړون د افغانستان د کړیدلي ملت لاس او پښې ونه تړئ اودا تړون د اوسني یرغل او اشغال  ادمه پاتې نه شي  ، چې هیڅ یو خپلواک افغان ته  د منلو وړ نه دي .