بسم الله الرحمن الرحیم
د عسکرو د ویستلو په اړه د ولسمشراوباما پلان مایوس کونکی او دمنلو وړنه دی.
د افغانستان څخه د امریکایی فوځونو د ویستلو هغه پلان چی دامریکایی ولسمشر بارک اوباما له اړخه تیره شپه اعلان کړل شو ، یو سمبولیک عمل او مایوسونکی اقدام دی چی په هیڅ صورت افغان میړنی او ازادي غوښتونکی ولس ته د منلو وړنه دی . دغه اقدام که له یوه اړخه د افغانستان د ولسونو داوسنی غمیزی داوږیدوسبب ګرځی خو له بله اړخه نه یواځی زمونږ د میړنی ولس بلکه پخپله دامریکا د ولس د هیلو په خلاف هم یو منفی قدم ګڼل کیږی . ځکه په داسی حال کی چی په افغانستان کی دامریکایی او ناټو د نیواکګروځواکونو کړچاراو د دوی په لاسو د افغان مظلوم ولس وحشیانه وژنه اوددغه هیواد دولسونو په خلاف د کارول شوی یورانیمو دبمونو او نورو سوزنده موادو استعمال دهری لوری دمحکومیت او غندولو وړ او د بربریت او وحشت ښکاروندوی دی، په همدی توګه دامریکایی ولس عامه غوښتنه، چی همدا اوس (۵۷٪سلمه ) یی غواړي خپل زامن او لوڼي د افغانستان دخوټیدلی تنور څخه، بی له ځنډه ، روغ رمت و کاږي ، هم د هغوی دهیلو په خلاف یو مایوسونکی قدم ګڼل شوي .
د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر دمیاشت راهیسي ، یعنی هغه وخت چی د بوش د اداری لاندی امریکایی زبرځواک د بین المللی ټولنی تر پردی لاندی ، د تروریزم د یوی داسی پدیدی د ځپلو په خاطر ، چی په افغانستان کی یی وجود هم نه درلود ، د افغانستان د نیواک له پاره قدم پورته کړ ،تر اوسه پوری یی افغان ولس د اور په لمبو کی راګیر کړی اودغه میړنی ولس ته یی خپل ټول هیواد یو ستر زندان ګرځولی . دوی دافغانستان سیاسی استقلال ، مځکنی بشپړتیا او پولی او حدود تر پښو لاندی کړل او د افغانستان په ولس یی دخپل ټوپک د میل په زور د یو څو منفورو او پلورل شوو مفسدو او جنایت کاره عناصرو څخه یو کرغیړن رژیم جوړ او ور وتپه. خو دهغه وخته راهیسی دوی نه یواځی دا چی د افغانستان د ولس د خیر او فلاح له پاره یی کوم قدم پورته نه کړای شو بلکه برعکس یی زمونږ د مظلوم ولس په سلګونه زره کسان دخپلو شومو موخو او اغراضو په خاطر دخاورو لاندی کړی بلکه دروسانو د اشغال او نیواک څخه را پاته ابادي یی هم د خاورو سره خاوری کړی ده . د نیواکګرو د نیواک وروسته د هیواد امنیت ورځ په ورځ دخرابیدو سره مخ شوی او دادی نن ورځ په ټول هیواد کی ددی نیواکګرو په خلاف عمومی پاڅونونه پیل شوی ، چی په تیرو دوو کالو کی یی د اشغالګرانو دخپلو ویناو له مخی ،هغوی ته پراخه تاوانونه ور رسولی دي . دهیواد امنیت او د قومونو او ولسونو تر منځ دوستی یی په تباهۍ او دښمنۍ بدله کړی . ولسونه یی یو دبل پر خلاف اچولي ، دتعمیر او پرمختګ کارونه یی د څو شخصی پانګوالودبی پلانه ابادیو نه پرته، په ټپه و درول. ان تر دی چی ددوی خپل نظامي تمځایونه لا تراوسه په خیمو باندی اباد دی ، په هیح نظامی تمځای کی یی داسی یوه د کتلو وړ ابادی نه ده تر سره کړی چی د دی نیواکګرو د وتلو وروسته زمونږ دولس په درد وخوري . مهمه نمونه یی په هلمند کی دانګلیسانو ( نظام تمځای یا بیس سیسشن ) دی . ترڅنګ یی زمونږ دهیواد ظالمو اوغرضی ګاونډیو ته زمونږ په کورنیو چارو کی پرانستی لاس ورکړ، اوهغوی ته یی زمونږ په هیواد کی د ماهیانو دنیولو له پاره اوبه خړی کړی.
دی نیواکګرو زمونږ د ولس د ژوند دلارو او کلتور د بدلون له پاره هیڅ ګړۍ نه ده ضایع کړی ، دافغانستان ځوان کول یی د ښوونی اوروزنی په ځای په غربی فاسد کلتور کی ور ډوب کړی او دهمدی فساد په لوریی ترغیب کړی، په افغانستان کی یی دصلیبیت او عیسویت له پاره پراخه خپرونی وکړی چی غوره نمونه یی په کابل او دهیواد په نورو ولایاتو کی د عیسوی کلیساو موجودیت دی . تر څنګ یی اوس سپینه ماڼۍ هوډ لری د افغانستان په اوسنی اساسی قانون کی دمرتد شوو افغانانو یا نوو عییسویانو دخوندیتوب له پاره تعدیل او ترمیم وکړی .
دغو اشغالګرانوپه هیواد کی ددیموکراسۍ بنسټونه هم له منځه یوړل او د خپلو لاسپوڅو د ځواکمن کولو له پاره یی د هر فساد او غبن نه کار واخست چی مهم مثالونه یی د هیواد د ولسمشرۍ او بیا د ولسي جرګی ټولټاکنی دی چی ریښتونی پایلی یی لا تر اوسه پوری هم نه دی اعلان شوی ، دا په داسی حال کی چی افغانستان به په تاریخ کی لمړۍ هیواد و ګڼل شي چی دټولټاکنو پایلی یی پخپله د هیواد د لویی څارنوالۍ ، د سنا د غونډي او ستری محکمی له خوا دغبن نه ډکی اعلانیږی خو دامریکایی زبر ځواک مسؤلین ، د ملګرو ملتونو تر نامه لاندی د یوناما اداره او ….یی سهی او ریښتونی ګڼی !! خو برعکس د همدی غدر او خیانت په پایلو کی یو څو مافیایی عناصر د ولس په اوږو سپاره په پارلمان کی ناست او د ولس د برخلیک په اړه خبری کوی . د هیواد اوسنی نظام د څو کسو مافیایی مفسدو ، قاچاقبرانو او جنګي جنایتکارانو څخه جوړ شوی او واکمني یی په مکمله توګه د پردیو په لاسو کی ده . پخپله ددوي په لاسو ټاکل شوی ولسمشر نن د بین المللی اشغالګرانو دکړچار څخه دومره په تنګ راغلی چی د مقاومت د لیکو د شعار په تکرارولو مجبور شوی او نن دغه هیوادونه اشغالګران ګڼی او وایی چی د اشغالګرانو په مقابل کی زمونږ د هیوادوالو عکس العمل ډاګیزه دی. او دا هم وایی چی د اشغالګرانو په مقابل کی به زمونږ د ولس ساتنه او حفاظت ددی ولس ځوانان کوي .
دامریکایی ولسمشر دا اعلان چی دوی به د افغانستان څخه دروان عیسوی کال تر پایه خپل لس زره عسکر کاږی په هیڅ صورت د منلو وړ قدم نه دی . په کار داو چی امریکایانو ددی جولای د میاشتی څخه ترراتلونکو شپږو میاشتو پوری دخپلو ټولو عسکرو د ویستلو اعلان کړی وای او دا اعلان هم باید د مقاومت د لیکو سره دخبرو اترو او د یوه څرګند او معلوم مهال ویش له لاری ترسره شوی وی . ځکه دمقاومت لیکی غواړي بهرنی فوځیان له دغه هیواده د یوه هر اړخیز تړون وروسته د یوه منل شوي مهال ویش له لاری داسی بیرون شی چی دافغانستان د ولسونو تر منځ یوځل بیا پخوانی ترخی تجربی تکرار نه شی ، بنسټیزی اداری په خپل ځای پاته شي او په هیواد کی قدرت يا يوه داسي موقت حکومت ته ولېږدول شي چي ټولو لوريو ته د منلو وړ وي، که نور لوري دا نشي منلى نو په اوسني حکومت کي دي داسي تعديل راشي چي ټولو ته د منلو وړ شي، خو په دې حکومت کي به متنازع فيه څېرې او په فساد، ملي خيانت، بې ديني او جنگي جناياتو تورن کسان نه وي. همدا راز د حکومت د درې گونو امنيتي قواوو په مشرتابه کي به داسي کسان نه وي چي د يوې ډلي په پلوي او د بلي ډلي په ضد جنگېدلي وي.
نو که چیری دامریکا ولسمشر اوباما خپله اعلان شوی ستراتیژی به افغانستان کی د ټولو اړخونو سره د خبرو اترو ورړوسته داسی انډول کړی وای چی دهغی له لوری له یوه اړخه په افغانستان کی دجنګ اووینوتویولو مخه نیول شوی وای اوله بله اړخه افغان میړنی ولس ته دنیواکګرو د وتلو سره سم داسی یو نظام په لاس ورغلی وای چی واکمنان یی د ولس له اړخه ټاکل کیدای نو په هغه صورت کی به هم نیواکګرو ته دوتلو باعزته اوپتمنه لار په لاس ورغلی وای او هم به افغان ولس د سولی اوسوکالۍ ټاټوبی ګرځیدلی وای.
ژوندی دی وی افغان میړنی ولس
مړ دی وي بین المللی ښکیلاک اونیواکګر.
په اروپا کی دحزب اسلامی افغانستان د سولی او سیاسی امورو دجرګګۍ دفتر