په سپین بولدک کې نړیوالوځواکونو۲ سرحدي پولیس دماین ښخوونکوپه شک وژلي .
دسرحدی پولیسویوه چارواکي چې دنوم له یاده ولویې ډ ډه کول لراوبرته وویل چې تیره شپه دوالسوالۍ ختیځ خواته دلوی کارېزپه کلي کې دغوسرحدي پولیسودیوه پلچک سره نږدې مېلمنوته انتظارکاوه چې دنړیوالوځواکونوچورلکودماین شخوونکوشک پرکړی او دواړه یې وژلي .
منبع زیاته کړل چې دسرحدی پولیسودغوسرتیروله ځان سره وسله لرل اوپه شخصی جاموکې هم وو.
دسړک دغاړي ماینونه پدې وروستیوکې افغان اونړیوال ځواکونه دامنیت په وړاندی لویه ننګونه بولی .
دبشردحقونواوروغتیاپال بنسټونه پدغوماینونوکې زیات قربانی ولسي خلګ بولي.
بلخواپه کندهارکې پرقومي مشرانودبریدپه وروستی پېښه کې یوتن ووژل سوو او۳ نورټپیان سول
پېښه دکندهاربه لویدیځه والسوالۍ ژړۍ کې دسهاررامنځ ته سوې
ددغی والسوالۍ دولسی شورا مشرحاجی احمدالله لراوبرته وویل چې دشوراسره همکارحاجی لال جان نن سهارپه مسجدکې وو چې وسله ورباندی ډزي کړي دی روغ رمټ پاته سوی خوپه مسجدکې ناست ۴ تنه کلیوال په ویشتل سویوګولیوټپیان سوی ،یوتن یې په روغتون کې ساه ورکړې او۳ تنه نوربستري دي .
ده وویل چې وژل سوی اوټپي کسان ولسی خلګ دي.
تراوسه چاددغي پېښی مسولیت ندی منلی خودوالسوالۍ دشورامشریې ددولت دوسله والومخالفینوکاربولی .