په کابل کي د آيساف د ګډي قومندانۍ قومندان رودريګوس چي په افغانستان کي يې د ماموريت دوره پاى ته رسېدونکې ده تېره ورځ کندهار ته سفر وکړ او دکندهار والي سره يې وکتل .
کندهار والي نوموړي ته په خپلو خبرو کي وويل چي په په کندهار ښار او ولسواليو کي د پخوا په پرتله امنيتي حالت ښه سوى او د ګښت او ګام ازادي زياته سوې ده والي وويل چي ښار او ولسواليو کي د امنيتي ځواکونو شمېر زيات سوى او ترڅنګ يې ورسره په ځينو کليدي او هغو سيمو کي چي زياته اړتيا ليدل کېده سيمه ايز پوليس هم فعال سوي دي .
والي همدا ډول وويل چي د ښار څخه دباندي ولسواليو ته هم د پرمختيايي کارو لړۍ غزول سوې او دوام لري .
رودريګوس وويل چي په افغانستان کي يې د خپلي کاري دورې پرمهال له کندهاره څو ځله ليدنه کړې او هرځل چي راغلى له تېر څخه يې زيات پرمختګونه ليدلي.