کور / شعر / د ازادۍ پسرلې

د ازادۍ پسرلې

په ټولو پسرلی شو خو په ما باندې خزان دی



په کور مې اور وريږي



پښتون په پښتون وژني ټول جهان راته حيران دی



دا څه په مونږه کيږي



په ټولو پسرلی دی دښتې غرونه ټوکيدلي



بوار او بلبل ګرځي



زما د ازادۍ ګلان خاونده رژيدلي



په زړه مې مغل ګرځي



لراوبر مې دواړه خويندې ميندې ژړيدلې



چاپيره اجل ګرځي



بې درده خلک خوښ دي په دردمندو وطن وران دی



په سر سترګو ژړيږي



په هر لور پسرلی دی بلبلان وايي سندرې



تاويږي له ګلونو



خو ماته په مغزو کې شهيدان وايي بوللې



له لوړو مورچلونو



په چا وکړم عرضونه مشران مې لاړل لرې



اور بل دی د ظلمونو



خاونده بری راکړې د يووالي امتحان دی



که نه، خونه مې نړيږي



عدل انصاف ورک شو غلو د کور خاوند نيولی



جوړ شوی ورته چل دی



ډلې ډلې ګرځي غلو په زور خاوند نيولی



چې غل وي د غلو مل دی



خنديږي په سيالانو غلو د غلو مړوند نيولی



حق سوځي اور پرې بل دی



غيرت خوځيدی نه شي بې غيرتو له ميدان دی



تر څو چې ډزې کيږي



غيرت له منځه لاړلو چې جوړه يې وسله کړه



نصب يې کړلو لاندې



عزت له منځه لاړو بې عزتو پرې حمله کړه



مطلب شو لاندې باندې



پوهانو پورې خاندي ناپوهۍ پورته شمله کړه



وايي پور لرم درباندې



بازار د ړندو لاس کې دی مرګي پکې ارزان دې



نا حق وينې تويږي



په خوله اسلام اسلام وايي عمل يې د شيطان دی



مالوم د ده نصب دی



په حق چې منکريږي دا نو څنګه مسلمان دی



ښکاره دده مطلب دی



رښتيا ځنې ډاريږي په غلطه لار روان دی



جاهل او جاه طلب دی



د سپينې پردې شاته تور دښمن د لوی افغان



اخر به رسوا کيږي



اخر به رسوا کيږي که مونږ يو شو خدمتګاره



ملي مشر مالوم کړو



د يو پښتون بابا لسمي روان شو په يوه لاره



اصلي مشر مالوم کړو



نفاق او جګړې پريدو د پښتون وطن د پاره



پښتني مشر مالوم کړو



زمونږ د ازادۍ پسرلی مونږ ته را روان دی



ډير ژر به را رسيږي


— ——


د زمانې غږ د خلکو غږ


٤


له ټولګې څخه


د ١٣٥٨ ل کال د زمري ٢٨ د ګران هيواد د استقلال د بيرته اخيستلو د اغاز ٨٧ کليزې په وياړ٠





دوصال اندیښنې


د اد ې په  مینه کې اثر د ئ  چې توبې ورکې دي
په پیمانومې خومان تش کړل خونشې ورکې دي


د غر څنو سترګو  لټو ن  مې د لد ل  ستړئ  کړ لو
 لمر مخې ځکه  ز ما ستړ ې حوصلې  و رکې دي


څه تورې شپې مې دلیدو په ارمان سپینې کړلې
ا وس  د ې د تورو  زلفو یاره سلسلې ورکې دي


افسوس لومړئ وئ وروستئ عقله دجانان په خونه
زما ځوانۍ کې ورځې ورکې اوس مې شپئ ورکې دي


ز ما نظر د ئ  ستا د مخ  له  نو ر ه  نو ر ا خیستئ
خیر که له تا نه دې دپلار نیکه حجرې ورکې دي


لکه باران مې اوښکې څاڅي د ګر یوان کوڅو کې
چې په ژوندون را نه جانانه ستا کوڅې ورکې دي


                     زه خدمتګاردې په زړه وړمه دوصال اندیښنې
                      نور مې له خیاله ځیني واړه اندیښنئ ورکې دي