کور / هراړخیز / سلطان محمد فاتح ….په زړه پورې تاریخي داستان- ۱۳مه برخه

سلطان محمد فاتح ….په زړه پورې تاریخي داستان- ۱۳مه برخه

ددې داستان تېره برخه له دې ځايه ولولی


لږه شیبه وروسته قاسم د یني چري ټولو سالارانو ته د سلطان پیغام ور رساوه . خو سلطان په خپله ناهیلې و . په دې وخت کې د سلطان غوږونو ته په ناڅآپې توګه د لارډ سلاس غږ ور ورسید….. لارډ سلاس په ډیر تکبر سره سلطان دخپل ځان سره دمقابلې له پاره راباله . سلطان سمدلاسه دکمان څځه یو غشې هغه لورې ته ورپریښود او د هنګری د پادشاه لارډ سلاس اس یی پرې نښه کړ ، اسپ د غښې دلګیدو سره سم په هنړیدو شنړیدو شو او لکه د لیونې په څیر یی مخته منډې کړې ، لارډسلاس یی دکنترولو ډیره هڅه وکړه خو زخمې آس د سختو ځغلیدو وروسته د خواجه خیرې د عسکرو تر مخ را پریوت . دآس د راپریوتو سره سم لارډ سلاس هم دیني چري د فوځونو په پښو کې راپریوت . خواجه خیري سمدلاسه خپله توره راوویستله اودلارډ سلاس په ستونې یی ورکیښوده ، کله چې تړون ماتونکې لارډ سلاس مرګ په خپل سر وکوت نوپه زاریو یی پیل وکړ او خواجه خیري ته یی لاسونه جوړه کړل او ورته یی وویل :
«سالاره ! ما مه وژنه . ما ونیسه ، تاته به زما په سر څومره انعام چې ته غواړې درکړل شی »
خو قهرجن خواجه خیري ته د لارډ سلاس د تړون دماتولو پرته نور څه په ذهن کې نه و . هغه د هنګري دپادشاه یوه خبره هم وانه وریده اودخپلې تورې په یوه وار یی د لارډ سلاس سر له تنې پرې کړ . دهنګري د پادشاه او زیجینډین دتړون لاسلیک کونکې او د اتحادې فوځونو ځواکمن مشر لارډ سلاس خپل انجام ته رسیدلې و . خواجه خیري د لارډ سلاس سر په خپلې نیز کې را وپورته کړ او نیزه یی د عیسایانو په لور ور مخته کړه ، ددې تر مخه د تړون یو نقل لا دپخوا څخه د یوې نیزې په سر کې ټومبل شوې و او صلیبیانو هغه په خپلو سترګو کوت . خو کله چې دصلیییانو سترګې په خپل پادشاه په پریکړې سر باندې و نښتې نو زړونه یی له لاسه ورکړل ، هغوې ته د جنګ په پیلامه کې بدفالي پیدا شوې وه ، او اوس یی چې د لارډ سلاس پرې کړې سر وکوت نو صلیبیان په دې متیقین شول چې د تړون ماتولو سزا یی سر ته راغلې ده . کله چې دهونیاډې سترګې د خپل پادشاه لارډ سلاس په سر و نښتې نو هڅه یی وکړه چې د خواجه خیرې څخه د لارډ سلاس سر بیرته واخلي . څو ځله یی ډیرې کلکې حملې وکړې خو هر ځل یی ماتې په برخه شوه، لږ وروسته د عیسایی مجاهدینو مشر او دپوپ نماینده کارډینل جولین د قاسم بن هشام تر حملې لاندې راغې ، قاسم هغه نه پیژانده مګر هغه قاسم پیژانده ، په همدې وخت کې دشا له اړخه اغاحسن چغې کړې چې :
« قاسمه ! ….دا همغه کارډینل جولین دې . چې د اروپا ټول فوځونه یی په مذهبی بنسټونو سره راټول کړي دی اوعیسویان یی د زنجیډین د تړون په ماتولو مجبور کړې و ….»
قاسم ددې خبرې په اوریدو سره لکه د اور سکروټه وګرزید ، رامخته شو اوپه کارډینل جولین باندی مرګونې ګذار وکړ، دقاسم عسکرو هم دقاسم سره په دې اړه بسپنه کوله خو قاسم په سخته توګه هغوې منه کړل ، قاسم کارډینل جولین ته د خپلې تورې د وهلو کمالات ورښوول . خو کله چې هغه بې هوشه کیده او نژدې و چې دخپله آسه راپریوزې د عیسوی لښکرو له اړخه یو غشې راغې او دقاسم پښه یی ورزخمې کړه ، اوس نو دقاسم سره دجونیل له پاره دلوبو وخت نه و پاته . په دې اساس یی خپل ښې لاس په هوا کې پورته کړ اوپه یوه درانه ګذار یی د کارډینل جولین د چپ اړخ ذره او دهغې بازو له تنې پرې کړ . جولین هغه څوک و چې ټول عیسویان یی د د تړون ماتولو ته هڅولی وو. نو کله چې صلیبیانو دهغه انجام وکوت نو پښې یی سستې شوې ، په همدې وخت کې د جولین سره دوه کسه نور بشپان هم له منځه ولاړل . اوپه دې توګه د جنګ دمیدان انځور په بل مخ واوخت . کله چې د یني چري ځوانانو عیسوي فوځونه دتیښتې په حال کې وکتل نو هغوې پرې خپلې حملې نورې هم ور زیاتې کړې .
اوس نو هونیاډې په مکمله توګه ناهیلې شوې و ، هغه یو ځل نیم دخپلو ماتې خوړلو فوځونو د راټولو هڅې وکړې خو بریا ور په برخه نه شوه . بلاخره یی دعیسوي فوځیانو په کومک ځان خوندي ځاې ته ورساوه او وتښتید. مسلمانانود سترګو په رپ کې دصلیبیانو څخه میدان و نیو. په دې جنګ کې د اتحادي ځواکونو درېمه برخه فوځونه له منځه تللې و. د شاه سلاس نه علاوه په دې جنګ کې څو کسه مشهوره بشپان هم له منځه تللې و ، خو تر ټولو زیات عبرتناکه لاش دکارډینل جولین و چې د تړون په ماتولو کې یی مهم رول لوبولې و .اوهمدا دعیسویانو د تباهۍ اصلی سبب ګرزیدلې و . هغه ددې تړون دماتولو ګناه په خپله غاړه واخسته اود هنګری د قانون جوړولو غونډه یی دې ته اړ کړي چې د تړون دماتولو ملاتړوکړي .
د نومبر په لسمه سلطان ، عیسویانو ته د تړون دماتولو سخته سزا ورکړه ، او په یولسمه ورځ یی د وارنا انتظام یو ځل بیا په خپلو لاسو کې واخست . خو دا ّځل قهرجن سلطان بیرته ژر ستنیدونکې نه و . هغه خپل یلغار ته دوام ورکړ او په څو ورځو کې یی سربیا او بوسنیا هم ونیول . دا دواړه هیوادونه د یوناني کلیسا تر حکمرانې لاندې و . ددې دواړو هیوادونو پادشاهانو پرته له کوم شرطه د سلطان اطاعت ومانه .هونیاډې لاطینی کلیسا منله اود رومن کتولیک مذهب پیرو و .
دسربیا یو تاریخپوه « رانګي» لیکي چې :«یو ځل د سربیا پادشاه « جارج برنیکویچ » د هونیاډې څخه پوښتلې و چې که چیرې بری ور په برخه شي نو دمذهب په اړه به یی فکر څه ډول وي ؟ نو هغه ځواب ورکړې و چې : سربیا به د رومن کتولیک دمذهب په خپلولو باندې مجبوره کړم …… اوس چې سلطان مرادخان ثاني دخپلې لوڅې تورې سره د سربیایانو په سر ورختلې و نو جارج همغه پوښتنه د سلطان څخه هم وکړه . سلطان ورته په ځواب کې وویل : چې دهر جومات سره به یو چرچ هم جوړوم . اوخلکو ته به پوره ازادي وي چې دخپلو مذهبونو په مطابق په مسجدونو کلیسا و کې خپل خپل عبادت وکړي .»
همدا علت و چې جارجبرنیکو وچ د سلطان دفوځونو د تم کولو هڅه و نه کړه او پرته له جنګه یی خپل هیواد هغه ته تسلیم کړ . بوسنیا هم په همدې توګه د سلطان تر مخ تسلیم شوه ، هغوې د خپلو اویاو جنګي کلاګانو دروازې دسلطان تر مخ پرانستې اوپه دې توګه د بوسنیا شاهي کورنۍ له منځه ولاړه او سیمه یی د عثماني سلطنت برخه وګرزیده.
د صلیبیانو د تړون ماتولو دهغوې په کورنیو باندې هم ډیر اغیز درلود، د بوسنیا او سربیا ګڼ شمیر عیسوي کورنیو په خپله خوښه اسلام و مانه ، د بوسنیا خلکو د ورمن کتولیک د مذهب څخه کرکه کوله او د سربیا زیات شمیر کورنۍ هم دهمدې نفرت له امله او داسلام دحقانیت په خاطر په اسلام کې را ننوتې . سلطان په همغه لسم اویولسم نومبر د خپل سلطنت دایره پراخه کړه ، دبوسنیا د سوبې وروسته عثماني فوځونو ارام کاوه ، ځکه سلطان هم هملته په بوسنیا کې د څه وخت له پاره تم شوې و . دلته دپاته کیدو په وخت کې هغه د ښار ګوټ ګوټ کې ترکانو ته د میشت کیدلو مشوره ورکوله . سلطانې فوځونو په بوسنیا کې د صلیبي ځواکونو په څیر کوم بد کړچار ادا نه کړ اونه یی څوک ووژل ، اونه کوم سپاهې دخلکو د کورونو دلټون له پاره د چا دروازه و ټکوله .
قاسم هم په بوسنیا کې موجود و . نن ددې ښار د فتحه کیدو دویمه ورځ وه . په لمړۍ ورځ قاسم په هغه لښکرو کې شامل و چې د بوسنیا په شاهي محل باندې یی حمله کړې وه . ددې حملې په دوران کې یو شمیر ځوانانو د قاسم اودهغه دملګرو پخلاف جنګ کړې و اوغوښتل یی د قاسم دحمله مخه ونیسي . خو هغوې ټول په دې مقابلو کې له منځه ولاړل . پرون کوم وخت چې قاسم محل ته د حملې په پایلو کې ورننوت نو د شاهي محل د ټولو ښځینو په لاسو کې یی دتورو په کتلوسره حیرانتیا و ښووله . دې کار د یني چري فوځیان د سترې ستونزې سره مخامخ کړې و ، ددې ښځینو وسلوالو قومنده د یوې بوسنیایی شهزادګۍ په لاسو کې وه . دې ټول ښځو د محل په دهلیزونو کې خپلې فوځې ډلې درولې وې . قاسم خپلو فوځیانو ته د ښځو د وژلو څخه د لاس اخستو حکم وکړ اوپه خپله یی په لوړ اواز د بوسنیا شهزادګۍ ته ورغږ کړ :
« درنې شهزادګۍ !….. ستاسې ټول هیواد زمونږ د سلطان اطاعت منلې دې ، ستاجنګیدل هسې بې مقصده دي . ښه به داوي چې وسله و غورزوې اوزمونږ د تورو څخه امن وغواړې . »
خو شهزادۍ د زمرۍ په څیر و غړمبیده « مونږ مسلمانانو ته د ځانو د تسلیمولو په ځاې مرګ ته تر جیح ورکوو . مونږ اوریدلې دې چې مسلمان عسکر د وحشې حیواناتو څخه کم نه دي ….»
« درنۍ شهزادګۍ ! تا دا خبره غلطه اوریدلې ده ، ستاسې په ټول ښار کې هیڅ مسلمان عسکر د چا کور ته نه دې ورننوتې ، مونږ دچا د غلامولو له پاره جنګ نه کوو . بلکه زمونږ تورې د حق اوصداقت پریکړې کوې »
د بوسنیا شهزادګۍ چې مخ یی د اور د لمبې په څیر تک سور ځلیده دقاسم دخبرو د اوریدو سره اغیزمنه شوې وه خو بیا یی هم په پوره رعب سره وویل :
« سهي ده ، که چیرې تاسې ریښتونې یاست نو زمونږ له پاره لاره پريږدئ ، مونږ د محل څخه وزو او په ښار کې پناه اخلو ……تاسې خپل عسکر زمونږ دلارې څخه لرې کړئ …..»
قاسم سمدلاسه خپل عسکر یوې لورې ته کړل . بوسنیایی شهزادګۍ لوڅه توره په لاس د شاهې محل د ښځو سره یو ځاې په پوره جاه و جلال سره د محل څخه ووتله . قاسم دهغوې تعقیبول مناسب و نه ګڼل ، او دمحل څلویښت پنځوس ښځینه غړي ، چې ټولې د شاهي کورنۍ پورې مربوطې وې ، په څو لمحو کې د قاسم اودهغه د عسکرو له سترګو پناه شوې .
نن قاسم دیني چري دفوځونوسره یو ځاې په ښار کې ګشت کاوه اودهمدې شهزادګۍ په اړه یی فکر کاوه . هغه په دې فکر کې و چې خداې خبر چې دا د محل افت به اوس کوم ځاې کې وي ، سلطاني فوځونو ته په بوسنیا کې د جنګ کولو له پاره ډیره اړتیا پیښه نه شوه. یواځې په شاهي محل کې لږ څه مقاومت وشو خوهغه هم قاسم ډیر ژر تر ولکې لاندې راوست ، اوس نو قاسم د درې څلورو آسپ سپرو عسکرو سره یو ځاې د ښار په کوڅو کې ګرزیده . دبوسنیا خلک لا تراوسه هم د فاتح لښکر څخه په ویره کې وو . یواځې یو کس نیم به دکوره د وتلو جرءت کاوه .
قاسم د یوه کور تر څنګ تیریده چې یو ناڅاپه ودرید. د کور څخه دیوې ښځې چغې او سورې اوریدل کیدې ، قاسم په پوره حیرانتیا سره دخپلو ملګرو سپاهیانو په لور وکتل اوبیا د لږ څه فکر کولو وروسته د خپله اسه را ښکته شو ، دهغه ملګري هم دهغه سره یوځاې دخپلو آسونو څخه را ښکته شول . هغه په ډیر احتیاط سره ددروازې په لور ورغې ، توره یی راوویسته اود خپلې تورې په لاستې یی دهغه کور دروازه و ټکوله . تر ډیره ځنډه پورې ددروازې ترمخه و درید او انتظاریی کاوه ، د ژړغونې ښځې د ژړا اواز اوس هم همغسې اوریدل کیده ، بلاخره قاسم خپل دوه کسه ملګري هملته ددزوازې مخې ته و درول اوپخپله ددوو نورو عسکرو سره یو ځاې کور ته ور ننوت . دا یو کوچنۍ شانته کور و چې ددې کور د یوې کوټې څخه د یوې ښځې زړه بوګنونکې اوازونه راتلل. قاسم لوڅه توره په لاسو کې نیولې په ډیر احتیاط سره د هغه کوټې په لور ورغې . دکوټې دروازه یی پرانسته او د کوټې دننه یی وکتل . خو کله یی چې هلته یوه ځوانه ښځه وکتله چې ځانته پرته ده او چغې وهي نو سمدلاسه بیرته شاته شو ، ځکه دهغې ښځې اولاد کیدونکې و او د هغې سره په کور کې هیڅوک دویمګړې نه تر سترګو کیده .
قاسم په عجیبه حالت کې را ګیر شوې و ، نه پوهیده څه وکړي . یوناڅاپه یی په فکر کې څه راغلل ، د کور څخه بیرون راووت ، هغه غوښتل د ګاونډیو کورونوڅخه څوک پیدا کړې اوددې ښځې کومک ته یی ور وړي . داسې کومه ښځې چې د ولادت په امورو کې بلدتیا ولري . هغه هملته د یوه نژدې کور دروازه ور وټکوله … او څو لحظی یی هلته ددروازې تر مخه انتظار وویست ، لږه شیبه وروسته وروته د کور دننه د قدمونو اواز تر غوږ شو اوبیا یو چا د دروازې تر شا په ویریدونکې توګه و پوښتل :
« څوک ؟…..»
دا د یوه زوړ سړې اواز و . قاسم فکر وکړ چې د مفتوحه قوم خلک څومره په ویره کې را ښکیل شوي دي . په داسې حال کې چې دسلطان لښکرو په بوسنیا کې دهیچا مال او سر ته زیان نه ورسولې . خو بیا هم د ښار خلکو دخپلو کورونو دروازې تړلې وې او په کورنو کې غلي اوپټ ناست و . قاسم ددې بوډا د اواز د اوریدو سره سم وویل :
« ګوره ! زه دسلطاني لښکر سالاریم ….. ستاسې تر څنګ یوې ښځې ته د اولاد دپیدا کیدو له پاره کومک ته اړتیا ده . هغه چیغې وهي ، په دې خاطر دهغې سره د یوې ښځې د شتون اړتیا ده . ځکه هغه بلکل ځانته ده . که چیرې سمدلاسه دهغې کومک ته څوک ور و نه دانګي نو هغه به له منځه ولاړه شي…..ایا ستاسې په کور کې داسې کومه ښځه شته چې دهغې بې چاره سره کومک وکړي ؟
دقاسم دخبرو په اوریدو سره هغه بوډا خاموشه پاته شو . تر لږ ځنډه پورې همداسې چپه چپتیا وه اوبیا یی دروازه پرانسته ، دا یوکمزورې اروپایی بوډا سړې و، دهغه په سترګو کې حیرانتیا هم وه او ویره هم . دغه زوړ سړې قاسم ته د سر نه تر پښو پورې وکتل اوبیا یی وویل :
« ته لکه چې زمونږددې ګاونډې دکور په اړه خبره کوې…..ته لږ ځنډ وکړه زه دخپلې لور سره خبره کوم » زوړ همدومره وویل اوولاړ .
قاسم په دې خوشحاله شو چې د زوړ سړې د زړه څخه ویره تللې وه . ځکه هغه د بیرته ستنیدو په وخت کې دخپل کور دروازه پرانستې پریښوده ، شوني وه چې هغه ته دخپل ګاونډې د اولاد د پیدا کیدو په اړه معلومات و. همدا علت و چې بوډا ته دقاسم خبره ریښتیا ښکاره شوه او ویره یی له زړه څخه ولاړه . قاسم لا په همدې فکرونو کې ډوب و چې دهغه بوډا سره دوه ښځې را غلې . دې ښځو خپل وجودونه اومخونه په لویو لویو ټکریو کې را نغاړلي وو . کله چې قاسم هغوې وکتلې نو د هغوې ددرنښت له پاره یی د یوه ریښتونې مسلمان په څیر خپلې سترګې ښکته کړې . اوس نو دقاسم اندیښنه له منځه تللې وه ، ځکه هغه زوړ سړي دغه دواړه ښځې دخپل ګاونډې کور ته ور ننویستلې ، قاسم هغه بوډا له ځآنه سره تم کړ او ورته یی وویل :
« ګوره ! که څه شي ته اړتیا پیښه شي نو د ویرې او خوف پرته یی ماته ووایه . مونږ به د کوچني دپیدا کیدو پورې همدلته ددروازې تر شا ولاړ اوسواو ستاسو له پاره دخیر دعاوې کوو .»
د زوړ سړي په سترګو کې یوځل بیا حیرانتیا را وځلیده . هغه فکر کاوه چې د فاتح قوم سپاهي خو داسې نه وي . هغه ته خپل پخواني ژوند را په یاد شو ، یعنې هغه وخت چې د رومن کتولیک کلیسافاتحین چې دهغه هممذهبه هم وو ، کله چې د فاتحینوپه څیر دې ښار ته را ننوتل نو دښار هیڅ ځاې سلامت پرینښود . کورونه یی لوټ اوتالا کړل ، ځوانې نجوني یی له ځانه سره یوړلې ، زاړه او کوچنیان یی په دیره بې دردۍ سره ووژل او فصلونو ته یی اور ور واچاوه . هغه په همدې فکر کې و چې نن مسلمانان هم د فاتحینو په څیر دلته راغلي دي خو دوې د هیچا کور ته د ورننوتلو هڅه نه ده کړې او نه یی چاته کوم زیان ور رسولې دې ، زوړ بوډا اوس د حیرانتیا په ځاې قاسم ته د مینې په سترګو کتل . هغه دې کورته دور ننوتلو نه مخته د قاسم څخه و پوښتل :
« زویه ! یوه پوښتنه درڅخه کوم ….بده خو به یی نه ګڼې ؟ »
 په دې وخت کې د بوډا سره راغلې دواړه ښځې دخپل ګاونډې کور ته ور ننوتې وې ، یواځې همدا بوډا ددروازې تر مخ پاته وو اودقاسم سره یی خبرې کولې . قاسم دبوډا د خبرو په اوریدو سره وخندل او ورته یی وویل :
« بلکل ! و پوښته …. په ما به ستا هیڅ خبره بده و نه لګیږي »
« ګوره زویه ! ته خوپوهیږې چې مونږ عیسایان یو اوزمونږ د نجات ورکونکې نوم یسوع مسیح دې . هغه د خداې زوې هم دې او دهغه رسول هم . خو ما اوریدلې دې چې تاسې مسلمانان هم یو نبي لرئ …. په دې خاطر زه له تاڅخه پوښتم چې ستاسو نبي د خداې څه کیږی ؟»
د قاسم له پاره د بوډا پوښتنه ډیره په زړه پورې او د توقع نه پورته وه . هغه ورته په خندا ځواب ورکړ اوورته یی وویل :
« زمونږ د نبي نوم «محمد الرسول الله صلی الله علیه وسلم » دې ، هغه د الله تعالې بنده او دهغه استازې دې . مونږ عقیده لرو چې الله تعالې وحده لا شریک ذات دې . او دهر ډول اړتیاو او احتیاجاتو څخه غني اوبې پرواه دې . نه یی کوم اولاد شته او نه په مخلوقاتو کې داسې موجود شته چې دهغه د ذات سره دهمسرۍ کولو دعوه وکړی .»
 د بوډا سړې په تندې باندې دحیرانتیا لیکې راپیدا شوې اوپه سترګو کې یی په زړه پورې ځلا را وځلیده . بلکل همغسې ځلا لکه څوک چې یوه ورکه په نا څاپې توګه راپیدا کړې …. هغه په بیړنۍ توګه د قاسم څخه یوځل بیا وپوښتل :
« ته به هرو مرو همدلته تم کیږې ، زه دننه ورځم که چیرې دکوم شې اړتیا پیښه شوه نوښکاره ته چې همتا ته به یی وایم .» زوړ سړې دننه ورغې خو یو ځل بیا پښه نیولې شو ، هغه د څو قدمو د اخستو په وخت کې څه فکر کړې و نو په دې خاطر یی خپل مخ را وګرځاوه اوقاسم ته یی وویل :
«تاسې بیرون ولې ولاړ یاست ، دننه راشئ او کینئ د لږې شیبې خبره ده . زه به درته هلته په انګړ کې کټ واچوم .» زوړ سړي همدومره وویل اوبیا یی دقاسم دځواب د اوریدو پرته دننه قدم کیښود .
اوس نو قاسم اودهغه دوه کسه ملګري دننه په انګړ کې ناست و ، پاته سپاهیان دخپل ګشت په لور روان شول ، دننه دکوټې څخه تر اوسه پورې هم دهغه ښځې د تکلیف نه ډکې چغې اوریدل کیدې ، خو اوس قاسم ډاډمن و ، هغه په ډاډه زړه هلته په انګړ کې ناست و او دهغه زاړه بوډا سره په خبروکې بوخت و . په دې وخت کې هغه زوړ سړې ترې یوه بله پوښتنه وکړه :
« اوریدلې مې دې چې ستاسې سلطان پر چا باندې بې دلیله یرغل نه وروړي …… عیسویانو په ډیره بده توګه خپله ژمنه ماته کړه نو په دې خاطر یی ترې په لوڅه توره بدله واخسته ….. ایا دا ریښتیا دي ؟ »
« هو ! دا ریښتیادي . زمونږ سلطان د هونیاډې سره د لسوکالو له پاره دجنګ د نه کولو تړون لاسلیک کړې و . خو صلیبیانو هغه په همغه لمړۍ میاشت کې ماته کړه . نو دهمدې تړون دماتولو دسزا په خاطر مونږ یواځې د هنګري دپادشاه سر پرې کړ او په نیزه کې مو پورته کړ ، خو تر څنګ مو د تړون دماتولو ملاتړې دروم دپاپا نماینده کارډینل جولین هم دوه ټوټې کړ . ځکه دې سړې ټول عیسوی ملت د مسلمانانو پر خلاف د تړون د ماتولو او جنګ کولو له پاره را خوزولې و .»
زاړه سړي د قاسم خبرې په ډیر غور او دلچسپۍ سره اوریدې . داسې بریښیده چې دقاسم شخصیت اوخبرو پرې ډیر زیات اغیز کړې و ، هغه دمسلمانو سپاهیانو دکړچار څخه هم ډیر اغیزمن شوې و . په همدې وخت کې د کوټې څخه یوه ښځه راووته او په ګړندۍ توګه ددوې لورې ته راغله خو انګړ ته د راکیوتو د مخه هملته په برنډه کې تم شوه او زوړ سړې یی ځانته ور وباله . لږه شیبه وروسته هغه زوړ سړې بیرته راستون شو او قاسم ته یی وویل ….. « دڅه ضرورې شیانو له پاره اړتیا ده ..» قاسم د هغې شیانو د راوړو له پاره خپل سپاهې و استاوه ، هغه ښځه بیرته ولاړه او قاسم یو ځل بیا دهغه بوډا سره په خبرو کې بوخت شو . په دې وخت بوډا ورته وویل :
« زویه ! تا ماته تر اوسه پورې خپل نوم و نه ښوده ……. اونه دې راته دا وویل چې ته په فوځ کې څه رتبه لرې . یواځې همدومره دې را ته وویل چې ته دسلطاني فوځ یوسالار یی . زه غواړم ستا په اړه معلومات ولرم .» قاسم د شونډو لاندې وخندل اوبیا یی په خندا کې ورته وویل : « زما نوم قاسم بن هشام دې … اوزه په سلطانې لښکر د پنځه زره فوځونو سالار یم ، خو ستا درونده مشره ! ستا نوم څه دې ؟ »
« زما نوم «بارټاکوزین » دې . ما خپل ټول ژوند په سمندر کې تیرکړې دې ، د عمر په لمړیو کې مې د عیسویت روزنه تر لاسه کړې وه خو وروسته مې د کشتۍ د چلولو روزنه تر لاسه کړه او ترڅو کالو مخته پورې د کریټ د جزیرې د یوه بحري جهاز کپتان وم…… اوس مې عمر خوړلې دې نوپه دې اساس په کور کې ناست یم . اوس زما زوې دجهاز کپتان دې . په دغو دواړو نجونو کې یوه زما لور ده اوبله زما دلور ملګرې ده چې د پناه په خاطر زمونږ کور ته راغلې ده .»
زاړه سړې «بارټاکوزین » په ډیره لنډه توګه قاسم ته ځآن ور پیژانده ، اوس نو قاسم نور هم په ډیر درنښت دغه زاړه سړې ته کتل . دواړو تر ډیره پورې پخپلو منځو کې سره خبرې کولې ، ان تر دې چه هغه سپاهې هم دسامان داخستو وروسته بیرته راستون شوې و . بارټا کوزین سمدلاسه پورته شو اوهغه سامان یی واخست اودکمرې په لور ورغې . د هغې ښځې چیغې او سوري لا تر اوسه هم لکه دپخوا په څیر اوریدل کیدې . داسې بریښیده چې هغه په ډیر سخت حالت کې وه. کله کله به دهغې دا چغې په سختو زږیرویو بدلیدې . بارټاکوزین دا ځل دننه ورغې خوبیرته زر راستون نه شو …..قاسم دخپلو عسکرو سره هملته په انګړ کې خاموشه ناست واو ددې ستونزمن وخت د تیریدو انتظار یی کاوه . څو شیبې او څو ساعتونه یو په بل پسې همداسې تیر شول اوبیا داسې شیبه هم راغله ……. چې دکمرې دننه د یوه کوچني ماشوم د ژړا اواز را ووت . د ټولو زړونه وخوزیدل ،قاسم دخپله ځآیه ناڅاپه پورته شو ،خو لږ ه شیبه وروسته یی چې د کوچني ماشوم ژړا واریده نو اندیښنه یی لرې شوه،
اوس نو قاسم خپله دنده تر سره کړې وه . هغه د یوې اولاد پیداکونکې ښځې سره کومک کړې و، د یوې داسې ښځې سره چې دجنګ په خاطر یی خپل ځان په کور کې بند کړې و اوهیڅ یار و مددګار یی نه درلود او ددرد څخه یی چغې او نارې دکوره بیرون اوریدل کیدې . اوهمدا د یوه مسلمان سپاهي دنده وه . قاسم خپله دنده تر سره کړې وه او اوس یی غوښتل چې ددې ځآیه ولاړ شي ، هغه خپلو ملګرو ته د تللو حکم وکړ او پخپله هم راپورته شو خو د تللو دمخه یی غوښتل دهغه زاړه سړی سره وویني او د کوچنې اودمور د روغتیایی حالت په اړه یی ځان پوه کړي . هغه بارټاکوزین ته ورغږ کړ . کله چې هغه قاسم ته نژدې راغې نو قاسم وکتل چې هغه دخوشحالۍ څخه ټول لړزیږي ،دهغه تر شا دواړه ښځې ، په داسې حال کې چې هغه کوچنې یی په لاسو کې نیولې و ولاړې وې . ښځې د قاسم څخه یوڅو قدمه اخوا ولاړې وې ، بارټاکوزین قاسم په خپلو لړزانده لاسو کې ونیو او داحساساتو نه په ډک اواز یی ورته وویل :
« زویه ! ته چیرې ځې ؟ نن به ته هیچرې هم نه ځې . مونږ به د زړه له اخلاصه ستا خدمت کوو . تاته دې مبارکه وې ، ستا اوزمونږ هڅو ډیرې ښې پایلې درلودې .« بریټا » د سپوږمۍ په څیر ښایسته زوې وزیږوو . ته به ډیر حیران شي چې ددې کوچنې پلار دسلطان پر خلاف دهونیاډې په فوځ کې شامل دې ، کله چې هغه ته ډاګیزه شي چې دهغه مرګونې ښځه او نوې پیدا شوې زوې د سلطان د فوځ د یوه سالار له اړخه خوندي کړل شوي دي نو په هغه به څه تیریږې !!…….
«زما لور او دهغې ملګرې ستا دکړچار څخه ډیرې اغیزمنې شوې دې ، هغوې دواړه غواړي له تاسره وویني .»
دقاسم په څیر یو مخلص سپاهي ته دداسې شیانوکومه اړتیا نه وه . ….! هغه بیړه دلوده چې بیرته خپل لښکر ته ځان ورسوي . په دې خاطر یی بارټاکورین ته وویل .
« درونده مشره ! دا څه چې ما کړې دا ټول زما په دندوکې و. زه دلته ددې نه زیات نه شم تم کیدې ، بس ماته به اجازه راکړې »
لا تر اوسه بارټاکوزین څه نه وویلې چې دشاته ولاړو ښځو څخه یوې ځان را مخته کړ اود قاسم تر مخه و دریده ، دهغې دغه حرکت نه یواځې قاسم اودهغه ملګري عسکر حیران کړي و بلکه پخپله بارټا کوزین یی هم په حیرانتیا کې اچولې و . خو دغې ځوانې ښځې د را تلو سره سم د خپله مخه پلو ایسته کړ ، کله چې دقاسم اودهغه دملګرو سترګې دهغې پر مخ باندې پریوتې نو درې واړه د حیرانتیا څخه …… دا خو همغه ښځه وه چې د بوسنیا په شاهي محل کې یی د محل دښځې د ساتنې له پاره توره لوڅه په لاس کې نیولې او د قاسم تر مخه ولاړه وه . دا خو شهزادګۍ وه .د بوسنیا د شاهي کورنۍ ښایسته او حسینه شهزادګۍ …. قاسم دهغه په کتلو سره ګوته په خوله کې ونیوله ، هغه په دې فکر کې شو چې دبارټا کوزین په کور کې پناه اخستونکې ښځه همدا شهزادګۍ وه ، دحیرانتیا په اساس یی نور څه و نه ویل ، خو همدومره یی وویل :
« ت………ته ؟؟»
« هو! ……زه !»
شهزادګۍ خندل ، دهغې په سترګو کې په یوه وخت د ممنویت ، احسان ، محبت او عقیدت جذبه ښکاریده . هغه خپله ښایسته څیره را پورته کړه اودقاسم تر مخه ډیره ویریدلې او اغیزمنه شوې ولاړه وه .دهغې په سترګو کې د قاسم له پاره دعقیدې او محبت اوښکې وې .
قاسم ته دهغې دغه انداز ډیر ښه ښکاره شو . خو هغه یو مسلمان مجاهد شخصیت و ، سمدلاسه یی خپلې سترګې ښکته کړې . په دې وخت کې شهزادګۍ قاسم ته وویل :
« ما فکر هم نه کاوه چې مسلمانان به داسې خلک وي ، زمونږ دربار ته خو څو میاشتې مخته کارډینل جونیل دپاپا پیغام را وړې و او بیا یی دمسلمانانو پر خلاف یوه وینا وکړه اوپه هغې کې یی مسلمانان ددې زمکې بدترینه وحشیان ثابت کړل . خو دپرونه تر اوسه پورې د مسلمانانو کړ چار او کړنې ماته دا ډاګیزه کړه چې دروم د پاپا نماینده کارډینل جولین درواغ ویل ».
قاسم همغسې دخندا نه شین و . بیایی په ډیره ټیټه لهجه وویل : « تاته به دا څه ډول معلوم شي …..چې د روم دپوپ نماینده کارډینل جولین ما پخپله دجنګ په میدان کې دوه ټوټې کړې دې ،حال داچې کارډینل دصلیبیانو د فتحو دعوا کوله او د تړون دماتولو ګناه یی په خپله غاړه اخسته . ما هغه ته عبرتناکه سزا ورکړې ده او عیسویانو ته مې دا ثابته کړه چې عیسائیت د خپل دین څخه ګرزیدلې دې ….. درنې شهزادګۍ ! ته باور وکړه چې د اسلام په سیورې کې سوزیدلې روحونو ته یخوالې او د لمنځه تلونکو ته تسکین ور په برخه کیږي .»
 د قاسم دخبرو په اوریدو سره بارټاکوزین یو قدم نور هم رامخته شو او ویی ویل : « قاسم بن هشامه ! ایا ستا په مذهب کې داسې یو زوړ سړې هم را داخلیدې شي چې خپل پخوانې ژوند یی ټول په عیسویت کې تیر کړي وي ؟
د بارټاکوزین په خبرو قاسم یو ټکان شانته وخوړ او په سترګو کې یی دخوشحالۍ څپې و ځلیدې . سمدلاسه د بارټا کوزین په لور یی مخ کړ او ددواړو لاسو څخه یی ونیوه او ورته یی وویل :
«زمونږ په مذهب کې یو سړې دخپلې ساه په اخري شیبو کې هم داخلیدې شي ، زه تاته د اسلام په لور د راتلو په اساس ښه راغلاست وایم . ته زما سره یو ځاې ولاړ شه او زمونږ دسلطان سره ووینه . اوپخپله دسلطان په لاسو اسلام قبول کړه .»
خو دبارټاکوزین د ځواب په اوریدو سره قاسم یوځل بیا دحیرانتیا احساس وکړ .ځکه کوزین ورته وویل:
« نه ، زه غواړم ستا په لاسو اسلام قبول کړم ….. ما داوږدې مودې راهیسې د حق پلټنه کوله . ما دهمدې تندې د ماتولو له پاره ډیر اوږده اوږده سفرونه کړې دي ،خو ستا سره مې دڅوخبرو کولو وروسته دا احساس کړه چې زما دغه تنده په لمړي ځل دماتیدو سره مخ ده . ما ته چې څومره دقدر وړ ته ښکاریږې هغومره راته سلطان نه ښکاریږي .»
اوس نو دلته قاسم ته تم کیدل اړین و ګرزیدل . ځکه هغه باید بارټاکوزین مسلمان کړې وې . هغه فکر کاوه چې یواځې د کلیمې په ویلو څوک نه مسلمانیږي ، په دې اساس دې ته اړتیا ده چې نوي مسلمان ته د اسلام د نظام په اړه څه وویل شی . په دې خاطر قاسم زوړ کوزین ته وویل :
« سهي ده درونده مشره ! اوس ته ماته د لږ وخت له پاره اجازه راکړه ، تر څو زه دخپل لښکر ځاې په لور ولاړ شم . زه به تر ماښامه پورې یوځل بیا ستا دروازې ته راشم . اوهمغه وخت به تا ته داسلام په اړه اړین معلومات درکړم .»
پرلپسی لري..