په ډنډوالسوالۍ كې ديوسړك كاربشپړه سوو
د۱۶ كيلوميتره په واټن دغه سړك دكاناډاهيوادپه مالي مرسته پوخ اواساسي جوړسوى ،چې دوالسوالۍ مركز ده باغ اوگرگان سيمه سره نښلوي .
دغه پروژه په ډنډكې دامنيت سره سره داقتصادلپاره هم زياته مهمه بلل كېږي .
تردې مخكې پدې ولسوالۍ كې ۵۲ كيليوميترسړك جوړسوى چې ۲۰ كيلوميتره يې قريړاو۳۲ كيلوميتره يې په په بنسټيزډول جل اندازي سوى .
پردغې پروژې څه باندي ۱۲ ميليونه ډالره مالي لگښت راغلى
دكندهاروالي پوهنوال توريالى ويسادسيمي له خلگووغوښتل چې ددغي عام المنفعه پروژي په خوندي ساتلوكې پوره توجه ولري
داپه روانه اونۍ كې ۳ پروژه ده چې دكاناډاپه مرسته گټي اخيستنې ته سپارل كېږي .
دډنډوالسوال احمدالله نازك لراوبرته وويل چې په والسوالۍكې يې دسړكانوپروژو له امنيت سره په څنگ دسيمي پراقتصادهم ستراغېزكړى .
ډنډوالسوالي دكندهارښارته نږدې جنوبي والسوالي ده چې ځايې چارواكي يې له تيريوه كال راهيستي دامنيت اوثبات دټينگښت ډاډ وركوي .
په وينايې چې پدې والسوالۍ كې دټولگتوپرژو په تطبيق سره ځايې اوسېدونكي ورڅخه خوښ دي .