کور / تازه خبرونه / دكډوالوعالي كمېشنري :دورځي په لس گونومهاجربيرته راځي

دكډوالوعالي كمېشنري :دورځي په لس گونومهاجربيرته راځي

په جنوب كې دملګروملتونودكډوالوعالي كمېشنري وايي چي دكډوالواوراستنېدنكوشميره دپخوا په پرتله لوړه سوې
ديادي اداري په وينا چي هره ورځ د۲۰ او۶۰ كورنيوپه حدودوكې مهاجرين بيرته هيوادته راستنېږي .
يواين ايچ سي آر وايې چې زيات كډوال له پاكستان څخه راستنېږي .
دكندهار- سپين بولدك پرلويه لاره دښوراندام په سيمه كې دكډوالودانتقال دفترته دورځي په اوږدوكي په لسګونومهاجري كورني دمرستي لپاره مراجعه كوي
ديواين ايچ سي آريوتن ځايې مامور محمدنسيم لراوبرته وويل چي دوي ته دورځي د۲۰څخه بيا تر۶۰ پوري راستنېدونكي كورنۍ مراجعه كوي .
دى زياته وي چې دغه كډوال دهيوادله ګوټ ګوټ څخه دي .
دملگروملتونودمهاجروعالي كمېشنري دغه راستنېدونكوكډوالوته دلاري دمصارف ترڅنك دنفرپرسرد۱۷۰ ډالروپه شااوخواكي نقدي مرسته هم وركوي
پدي ورستيوكي دملګروملتونودكډوالودعالي كمشنيري داداري له لوري په خپاره سوي راپوركي راغلي چي دنړي په كچه ۶ ميلونه افغانان دزياتوكړاونوسره سره بياهم په ګاونډيو هيوادونوايران اوپاكستان كي ژوندكوي .