د افغانستان په اساسي قانون کې پښتو او دري دواړه د هیوادرسمي ژبې ګڼل شوي دي خو په په عمل کې داسې نه ده. په حکومتي دوایرو کې مکتوبونه په دري ژبه لیکل کیږي ، پښتانه چارواکي که هغه وزیر دی ، که رئیس دی ، که سفیر دی ، که مدیر دی هم خپل مکتوبونه په دري ژبه لیکي. دبهرنیو چارو په وزارت کې ( ۹۵٪) په سلو کې پنځه نوي مکاتبات په دري ژبه کیږي.
پنځه کاله د مخه د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ښاغلی سپنتا کویت ته راغلی ؤ ، هغه مهال زه د افغانستان په سفارت کې لومړی سکرتر وم . ښاغلي سپنتا راته وویل چې مکتوبونه چې مرکز ته رالیږې نو په پښتو یې لیکه. ما ورته وویل چې زه خو دا کار کوم ، که زه دا کار ونه کړم نو بیا به یې څوک کوي ؟ بیا مې ورته وویل : وزیر صاحب زمونږ په وزارت کې مکاتبه په دري ژبه ده او پښتو حساب نه ده . هغه وویل چې : په وزارت کې په پښتو څوک سم لیکل نه شي کولی. ما ورته وویل چې زه به یوه لار در وښایم . هغه وویل چې څنګه ؟ ما ورته وویل چې یو څو تنه پښتانه لیکوالان استخدام کړئ چې پنځوس فیصده دري مکتوبونه په پښتو واړوي ، که داسې وشي نو د یوکال په موده کې به د وزارت ټول مامورین پښتو مکتوبونو سره آشنا شي. وزیر صاحب وویل چې : مونږ دا کار کړی دی خو نتیجه یې نه ده ورکړې . ما ورته وویل چې شاید تاسې به سم کسان نه وي استخدام کړي.
بیا یې راته وویل : ځه کله چې ته مرکز ته راشې نو سم کسان به راولو.
دا دی له هغې خبرې نه شا او خوا پنځه کاله تیریږي ، سپنتا صاحب له وزارت څخه لاړو او په ځای يې ښاغلی زلمی رسول راغی خو لا تر اوسه له خوارې پښتو سره د مور میرې چلند کیږي. نه پوهیږو چې تر څو به دا حال وي . مونږ باید پوه شو چې ستونزه چیرته ده او څوک ملامت دي چې پښتو ته څوک ارزښت نه ورکوي.
جمهور رئیس خو په دواړو ژبو خبرې کوي او زه فکر کوم چې جمهور ریس د اساسي قانون د یو حمایت کوونکی په حیث دا دنده لري چې دواړو ژبو ته په یوه سترګه وکوري ، همداشان ټولو هیوادوالو او دولتي چارواکو ته ښايي چې اساسي قانون ته په درنه او یوه سترګه وکوري. د افغانستان دولت له طالبانو څخه غواړي او دا شرط یې ورته ایښی دی چې د سولې د خبر و د پیل لپاره باید د افغانستان اساسي قانون ومني ، اوس چې دولت طالبانو ته دا شرط ایښی دی نو په کار دي چې دولت په خپله اساسي قانون ته احترام وکړي او پښتو ته هغسې رسمیت ورکړي څرنګه چې یې دري ژبې ته ورکړی دی.
زما په نظر ملامتي په هغو پښتنو باندې هم ده چې پښتانه دي خو پښتو نه لیکي. زه چې په سفارت کې وم نو مابه مکتوبونه په پښتو ژبه لیکل او سفیر به امضا کول. یوه ورځ راته سفیر چې نوم یې محمد یوسف صمد ؤ، داسې وویل : شما خو مکتوب ها را به پشتو مینویسید خو فکر میکنم که شاید در وزارت مشکل پیدا کند . ما ورته وویل چې زه خپل مکتوبونه په رسمی ژبه پښتو لیکم او دا کار ځکه کوم چې اساسي قانون راته حکم کړی دی ، زه د اساسي قانون خلاف کار نه کوم ، هرکله چې زما کار د اساسي قانو ن سره په تضاد کې نه دی نو بیا هیڅ مشکل یا ستونزه پیدا کیدای نه شي. محترم سفیر چې عقلمند سړی ؤ ، زما په خبره یې سوچ وکړ او راته یې وویل چې : شما راست میکوئید.
د باندنیو چارو په وزارت کې یو شمیر پښتانه مامورین مکتوبونه په دري ژبه لیکي ، د مثال په ډول ښاغلي خوشی وال چې د وزیر ددفتر سرپرست معاون دی ، دده په امضا زیاتره مکتوبونه په دري ژبه دي ، ښاغلی سادات چې د قونسلۍ رئیس دی او زما په فکر پښتون دی هم پښتو نه لیکي. پخپله د وزیر په امضا مکتوبونه په دري دي ، د لودین صاحب په امضا هم ما کوم پښتو مکتوب نه دی لیدلی.
ددې خبرو نه زما مطلب دادی چې مونږ پښتانه باید خپلې ژبې ته متوجه شو او خپله ژبه هیره نه کړو ، مونږ باید خپله ژبه ووایو ، په خپله ژبه ولیکو او خپله ژبه وپالو. مونږ ته ښايي چې له بل چا څخه کیله ونکړو . نور خلک ملامت نه دي ، مونږ پښتانه پخپله ملامت یو. که مونږ له منطق څخه کار واخلو ، که مونږ استدلال وکړو او د خپل حق د حاصلولو لپاره صادقانه مبارزه وکړو نو هر څه لاس ته راوړای شو. وايي :
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته
ډیره د افسوس او حیرانتیا خبره داده چې په ننګرهار کې هم زیاتره مامورین او چارواکي په دري ژبه مکاتبات کوي ، د ننګرهار خلک پښتانه دي نو سړی چې په خپل کور کې پښتو ونه وايي او پښتو ونه لیکي نو بیا به يې چیرته وايي او لیکي.
خدای پاک دې په پښتنو کې ملي شعور او بیداري زیاته کړي او خدای دې دوي ته دا احساس په زړونو کښې واچوي چې د خپلې ژبې او قام خدمت د خپل ژوند هدف وګرځوي. که ژبه نه وي نو قام به نه وي ، یو قام هغه وخت ژوندی پاتې کیږي چې ژبه یې ژوندۍ وي.
د ژوندي قام ژبه ژوندۍ وي او د مړ قام ژبه لکه مړه شوې ډیوه مړه وي .
خدای دې د پښتون قام ژوندی لري او د دوي د ژبې ډیوه دې تل روښانه لري.