کور / سياسي / امپراطوري که دیمواکراسي ؟

امپراطوري که دیمواکراسي ؟

ددولتی نظامونو لپاره علما وتعریفونه کړی دی اوددغه تعریفونو په رڼا کی یی خلک پیژنی مثلآ شاهی نظام مشروطه یا مطلقه ، شاهنشاهی نظام ، ریاستی نظام ،پارلمانی نظام ، امارتی نظام ، امپراطوری نظام ، جمهوری نظام چی په دی هر نظام کی دهر نظام کړنی روشونه دقوانینو په رڼا کی په خاص ډول په اساسی قوانینو کی تسجیل وی او په رڼا کی یی دولت اوملت ژوند کوی دهری خوا حقوق وجایب په کی معلوم وی اودخپلوحدودو په چوکاټ کی خپل وجایب ترسره کوی .
دیموکراسی هم ځان ته تعریف لری چی په ځینو دولتونو کی په خاص ډول په جمهوری نظامونو کی چی دخلکو حکومت وی ددی اصل په رڼا کی خلک ژوند کوی دژبی، قلم آزادی په کی وی اوخلک خپل حقوق دبیان په آزادۍ لیکنی سالمو تظاهراتو په شکل کی غواړی اوژوندیی مصئون وی اودتعقیب څخه بري وی .
افغانستان یو اسلامی جمهوری نظام تعریف شوی دی او په ریاستی فورم کی جوړشوی دی اودری ګونی قواوی لری دولت ، یعنی اجرایه قوا ، تقنینه قوا او قضائیه قوا چی په سرکی جمهور ریس دی .
اسلامی دیمواکراسی هم تعریف شوی ده اوغربی دیموکراسی دتعریف څخه بهرده په دی مانا چی زور اوقوت دی درلود هرڅه کولی شی اوروادی او که زرو دی نه درلود شپی به سباکوی او به به پوکی او څښی به یی اوسر کاری قچری به نه تره وی .
وایی چی په پخوازمانه کی یوسړی دڅه کار لپاره په سفر روان شو پخوا خو وسایط یا نه وکه وډیر کم و نو سفرونه به په پیا ده و اوشپی ورځی به روان و ترڅو خپل منزل مقصود ته ورسیږی نودغه سړی هم روان وشپه ورباندی ‍ راغله په یوځای راغی چی سرکاری قافله راروانه ده په قچرو باندی نظامیان سپاره دی کله چی قچرودری مسافر سیاهی توروالی ولید توریی وخوړ ویوه خوا بله خوا سره تیت او پرک شوی پوځیان یی هم سره وغورزول راوغورزول چی پوه شول چی داپیښه ددی مسافر له خواده نودامسافریی راونیو اودومره یی وواهه چی دآده باده یی وویست قافله په خپله مخه ولاړه اومسافر بیچاره ټوک ټوک روان شو او دخپل منزل مقصود خواته ورسید خپل کارونه یی خلاص کړل او دڅوورځو څخه وروسته بیرته خپل کلی ته راروان شو څه شپی په لاره باالاخره خپل کلی ته راورسید دکلیوالو خلکو دعادت سره سم څوک چی په سفر تللی وی اوبیرته کلی ته راستون شي نودکلی خلک به ستړی مشی ته ورتلل او هم به یی ورڅخه دسفر حالات پوښتل نوده به ورته په ځواب کی وویل چی نورخیر خیریت دی خو ګورئ سرکاری قچری به نه تره وئی .
غربی دیموکراسی په همدی ډول ده دامریکا دچارواکو په اهدافو کی به کارنه لری نورچی څه کوی هغه کوه پوښتنه نشته دی .
افغانستان یواسلامی هیواددی دلته باید اسلامی دیموکراسی ومنل شی او که کوم عمل داسلامی احکامو خلاف وی بایدمردودوګڼل شی.
الله تعالی دانسان اراده په خپله اراده مخکی کړی ده اوده ته یی حق ورکړی دی چی داسلامی احکامو په رڼاکی دخپلو حقوقو څخه په خپله اراده ګټه پورته کړی او خپل اسلامی اوانسانی مکلیفتونه ، وجایب وپیژنی اوعملی یی کړی .
الله تعالی په قران کریم کی داسی لارښوونه کړی دی دمبارک ایت مضمون داسی دی (حقی لاریی ته خلک په حکمت او حکیمانه تدبیر اونیکو خبرواوموعظو سره راوبله اوپه ښایسته طریقه ورسره جګړه وکړه ) معنی داچی کوتکی راکټونه پری مه ووره وه دانصیحت اولارښوونه خپل حبیب استاذی محمد رسول الله ته کوی چی دخلکو سره په دغه ډول چال چلند وکړه .
داسلام ستر پیشواحضرت محمد صلی الله علیه وسلم تعلیم راکوی فرمایی :- (هغه څوک چی دنارواعمل خاوندووینی چی خپل وجایب اومکلیفتونه نه ترسره کوی اودنورو په حقوقو تیری کوی ظالم وی ، غاصب وی ، خاین وی او وطن پلرونکی وی چی هرڅوک ی امیروی که فقیراو باماوی که سرکوزی او که کرزی تاسی یی اول په لاس باندی منعه کړئ که ددی وس درسره نه وی په خوله یی ورته ووایی اوکه ددی وس درسره هم نه و نو په زړه کی یی بدومنئ کورکلی ورسره مه کوئ ، په بل ځای کی فرمایی :- بهترین اوغوره مسلمان هغه دی چی دوخت جبار اوظالم پاچا ته حق ووایی اومخامخ یی ورته ووایی او خپل مکلفیت چی حق ویل دی اداکاندی .
په بل ځای کی فرمایی :- دعرب په عجم دتور په سپین اودسپین په تورکومه برتری نشته دی دټولو حقوق مساوی دی برتری دهرچایوازی او یوازی په تقوی کی ده . تقوی څه ته وایی دخپل رب څخه ویریدل مانا داچی په خپل حق به قانع وی دبل دحقوقو به درناوی کوې ظلم اوتیری به نه کوی غاصب ، قابض، فاسد ، ظالم ، خاین او هیواد پلرونکی به نه وی .
الله تعالی په قرانکریم کی فرمایی دمبارک ایت مضمون په لاندی ډول دی :-
(ای خلکو موږتاسی له یوپلار اویوی مور څخه پیداکړی یاست او بیامو قومونه اوقبیلی درڅخه جوړی کړی دی ددی لپاره چی یوتربله سره وپیژنئ . په تحقیق سره خوامخوا بهتر له تاسی څخه ماته هغه څوک دی چی زیات متقی او پرهیزګاره وی . داده اسلامی دیموکراسی اودالارښوونی ښځو اونروته دی اودواړه ورڅخه ګټه اخیستی شی . علم په ښځه او نارینه فرض دی اوداسلامی احکامو مطابق دواړه دکارکولو حق لری . تجارت کولو حق لری ، داخیستواو خرڅولو حق لری ، درایی وکولو رایی اخیستو حق لری، دشهادت ورکولو حق لری ، دمیړه دانتخاب حق لری په جبر اوناخبرۍ باندی چاته وروکول یی ناروادی . دتفریق حق لری خوداټول داسلامی غراشریعت داحکامو مطابق.
تردی لوړه دیموکراسی په نوروادیانو اونوروقوانینوکی شته دی ؟ نه !
کومه دیموکراسی چی ، غربیان نن سبا په افغانستان ، عراق ، کویت ، عربستان ، لیبیا ، مصر ، تونس ، ایران یا دنورو عربی اسلامی ممالکو کی تطبیقول غواړی او خلک یی په سرووینو کی لمبوی هیواد یی دخاوروسره خاوری کوی دادیموکراسی نه ده بلکه دادامریکادچارواکو له خواامپراطوری جوړول دی اوغواړی چی دانګریزانودوخت امپراطوری جوړه کړی اودنړۍ په وروسته پاتی هیوادونوباندی خپله امپراطوری ومنی ولی په دی نه پوهیږی چی ننی انسانان هغه انسانان نه دی قربانی ورکوی مبارزه کوی خپله خپلواکی ځمکنۍ بشپړتیا ملی حاکمیت ترلاسه کوی اوساتی یی .
داغربی قلابی دیموکراسی فرسوده شوی ده اودچلش نه ده اوهغه ورځ لری نه ده چی دوخت دشوروی اتحاد دکمونستی په څیر دړی وړری شی اودنړۍ دخنداشی داورځی راروانی دی اودامپراطوری ارمان به دځان سره ګورته یوسی


(انشاء الله تعالی )