کور / تازه خبرونه / هلمند: ګڼ کسان ووژل شول

هلمند: ګڼ کسان ووژل شول

د ولايت هلمند کې له ګريشک ولسوالي څخه راپورونه وايي چې دناټو ځواکونو په بمباريو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده ، سيمه ييز وګړي وايي چې دناټو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترميان نښته هم شوې ده ، په هلمند کې دبرطانوي ځواکونو وياند سايمن مېلر وايي چې ګڼ وسله وال طالبان يې وژلي دي ده رسنيو ته دوژل شويو طالبانو دقيقه شمېره نه ده ښودلې خو وايي چې بريد يې تېره ورځ ترسره کړى دى له بلي خو دوسله والوطالبانو يووياند قاري يوسف احمدي دطالبانو مرګ ژوبله نه مني اووايي چې ناټو ځواکونو اته ولسي وګړي وژلي دي .