د وچ کلي موږکان د توري پیشو له ناببره بریدونو څخه ډیر په عذاب سوه، هر شپه به هغه بې شرمه په توره دربیله کې خپ او چوپ په اړنګو بړنګو موږکانو بریدونه کوله اوخپله وچه کولمه به يې غوړه وله او پړسوله.
سهار به یې خوار موږکان د ویر پر ټغر کښینول.
دموږکانو چیغو بغو ، مظاهرو ، نیوکو او ناندرو، نارو او شعارو هیڅ ګټه نه کوله
مشران یې هم دبین الملل د دود او دستور په اساس پټه خوله وه.
د موږکانو پوخ سیاستمدار وچکی له خوارو موږکانو سره د غمشریکی په پار پر یوه لویه ډبره ودرید او په غور اوتړ یې نارې کړه: توري پیشو نور مو مه وژنه کنه !!!
د موږکانو وچکی مشر د موږکانو لویه جرګه راوبلله چې ددې غمیزی لپاره یوه لاره پیدا کړي هغوی له ډیرو سوچونو اواندونو وروسته دا وه پیتیله چې دا تور پیشو باید له دې ځایه ورک سي یا ګوسړی ورکول سي یا لږ تر لږه وډارویږی او دا يې پنیات سی چې بیا د شپې بریدونه ونه کړي یا داسي یو شی وسي چې د هغه له راتګ څخه مخکې موږکان خبر سي لکه :ټوخی ورولویږي یا د ګیډې ناروغي ورپيدا سي …
تاریخپوه موږکان دې پایلې ته ورسیده چې وژل یا ویرول خو يي امکان نه لري یو شی چې امکان لري دا دی چې یوه زنګوله جوړه او د هغه په غاړه کې واچول سي، چې د هغه له راتلو څخه موږکان خبر سي .
نود موږکانو د وزیرانو شورا د غونډې د پريکړې په اساس زنګوله د نن ورځي په دیزاین او موډ برابره د سرو زرو څخه جوړه سوه
نو وچوکی مشر د پلان له مخي ګران پیشو ته رسمي بلنه ورکړه ، هغه بد وربوځي په وتلې خیټه او لنډو پښود ګارد تشریفات ومنل او ارګ ته يي تشریف یو وړ
د خبرو اترو په وخت کې وچکی مشر هغه ته اشاره وکړه چې غوږ ور ته نژدې کړي چې پیشو سر کښته کړ: مشر موږک د سرو زرومدال دهغه څټ مخکې په غاړه کې ورواچوی او هغه ته يې ویل : ښه راغلې !
ټوله لیونغري ناست موږکان د وچکی مشر له جراته ډوب سول او له خوشالی يې په کتهار خندله او د بري چکچکي یې کولې
په دې ډول شجاع الدوله مشر موږک د دې مهم تاریخي کار په سرته رسولو لکه چرګه له خوشالی په پټاخ سو
دخوارو موږکانو خولې په تلویزیون کې ددې جرات په لیدو وازې پاته سوې
کنايي :
اړنګ بړنګ ( بی وسه)،توردربیله ( تیاره )،پنیات( عبرت)،کتهار ( دزرکو ریز)
ډوب ( حیران کیدل)،پټاخ( د هګیو وروسته دچرګې نارې )،وچکی ( ډنګر)
ګوسړی ورکول ( پس ګردنی ورکول)، وازه خوله( حیرا ن) غور اوتړ( لاپي)