کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په افغانستان کې سوله، نړيوال باور غواړي

په افغانستان کې سوله، نړيوال باور غواړي

رفيع الله زيار
که نړۍ او په ځانګړې ډول ملګرو ملتونو د افغانستان د دولتي مشرانو او سياسي څېرو هغې خبرې ته، چې کالونه وړاندې يې ويل، له القاعده شبکې دې طالبان ګوښه شي او دوى ته دې، د القاعده شبکې نوم نه ورکول کېږي، تر څو په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره لار هواره او په مخ کې يې پراته خنډونه لېرې شي، اورېدل شوې واى، نو نن به افغانستان د امنيت او نور پرمختګ خاوند واى او که چېرې په هغه وخت کې د افغان چارواکو دې خبرې ته سمد لاسه د عمل جامه وراغوستل شوي واى، نو نن به په افغانستان کې روانې جګړې خپلې ريښې دومره نه غځولې او نه به هم په دومره لويه کچه افغانان او همدارنګه په خپله بهرنيان له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ کېدلاى.خو اوس هم هغه د چا خبره، له ورخه اوبه نه دي تېرې شوې او اوس هم کېداى شي، چې د سولې د راوستو لپاره نړيوال ډېر څه تر سره کړي او د سولې په مخ کې ډېرى خنډونه لېرې او پر ځاى يې اسانتياوې رامنځ ته کړي. لکه د جون په اوولسمه نېټه، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په خپله غونډه کې د وسله والو طالبانو او القاعده شبکې د بېلولو لپاره دوه بېلابېل قراردادونه منظور کړل او په دې غونډه کې دواړه قراردادونه د رايو په اکثريت منظور شوي دي.د راغلي راپور له مخې د دغو قراردادونو موخه دا ښودل شوې، چې په افغانستان کې د سولې هڅو او منډو ترړو ته قوت او نور ګړنديتوب ورکړي او د دغه په جګړه کې ښکېل هېواد ستونزو او ننګونو ته سياسي حل لار  پيدا او راوباسي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دغه قراردادونه به په افغانستان کې د سولې په راوستو او د سولې د پروسې په چټکتيا کې ځکه ښه مرسته وکړي، ځکه چې وسلوال طالبان پر نړيوالو او همدارنګه پر ملګرو ملتونو باندې خپل اعتبار تر لاسه کوي، هرکله، چې دوى باور تر لاسه کړ، نو په دې پوره باور دى، چې د سولې هڅې به نورې هم ګړندۍ شي او افغانستان به له دې کړکېچ نه د تل لپاره راووځي او د پر مختګ، ترقۍ او د سوکالۍ پر لوري به قدمونه اوچت کړي.
په ملګرو ملتونو کې  د امريکا سفير سوزان رائيس هم وايي، چې د طالبانو او القاعده شبکې بېلېدل او د دوى تر منځ توپير کولاى شي، چې په افغانستان کې د سولې له بهير سره ډېره مرسته او همکاري وکړي، همدارنګه ښاغلي رائيس دغه ګام، چې امنيت شورا اخېستى،ستايلى او نوموړي باور ښودلاى، چې د افغانستان جنګ بغير د سياسي لارې نه، بله لار نه لري او نه به هم دغه جنګ د زور له لارې حل شي.
همدارنګه په راپور کې دا هم راغلي،چې تر دې وړاندې د افغان طالبانو ١٠٨  تنه او د القاعده شبکې پر ٢٥١  کسانو يو شمېر بنديزونه لګېدلي وو او اوس به طالبانو ته په بېله او القاعده شبکې ته به په بېله سترګه کتل کېږي. دې سره په څنګ کې لکه څه ډول، چې څو کاله وړاندې د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا نه غوښتنه کړې وه، چې د طالب مشرانو نومونه دې له تور لېست څخه وباسي او د افغان دولت په هغه خبره باندې هم اوس دادى، د شلو تنو مشرانو له تور لېست څخه د وتلو پر سرخبره ښه ګرمه  روانه ده او که دا کار هم د نړيوالو له خوا ژر تر ژره تر سره شي، نو لېرې نه ده، چې په افغانستان کې دې امن رانه شي او جنګ دې خپله کرغېړنه او بدرنګه لمن ټوله نه کړي.نو زما په شان ډېر افغانان پر نړيوالو غږ کوي، چې نور افغانستان له دې بدې او کرغېړنې ورځې څخه راوباسي او د افغانستان خلک دې، نور دې ته پرېږدي، چې خپل ژوند ته په ارام سره دوام ورکړي او د هغه چا لاسونه نور د تل لپاره لنډ کړي، چې په افغانستان کې خپلې شومې ګټې لټوي او په بدل کې يې د افغان ماشومانو او همدارنګه د تور سريو وينې تويوي، ځکه چې افغانستان نور له هر څه وتلى او يوازې په دې اوس تکيه کوي، چې په ده کې سوله او امنيت وي. نور د افغانستان خلک نه غواړي، چې وروڼه ، اولادونه او دوستان يې له دې زيات په وينو کې ولمبيږي او له دې زيات نور هم د جنګ او جګړو خوراک شي. ددې سره په څنګ کې په هغو افغانانو وروڼو هغه که هره خوا وي، دا غږ کوو، چې نور د خداى ج لپاره په خپلو وروڼو، په خپلو ميندو او پلرونو، په خپلو تنکيو ماشومانو او په خپله پاکه او سپېڅلې خاوره باندې نور ظلمونه مه کوئ، ځکه چې دا دېرش کاله د افغانستان ولس او خلک ډېر وځورېدل او نور ددې توان نه لري، چې په پرديو هېوادونو کې د ستمونو او غمونو پېټي پر خپلو اوږو يوسي، همدارنګه دوى نور نه غواړي، چې خويندي او ميندي يې په نورو هېوادونو کې بل چاته د سوال لمنه ونيسي او له هغه څخه د خپلو وږو بچيانو لپاره خيرات وغواړي او بيا يې د افغانستان د جنګ او جګړو د اور لمبو ته لوى کړي.