کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / [که په شمار دوې وې ، خوسختي درنې وې ]

[که په شمار دوې وې ، خوسختي درنې وې ]

د۱۳۹۰هجري کال یا ۲۰۱۱میلادي کال دوې درنې اولوی عجا یبي:
په لنډه فاصله کي دیوې میاشتي نه په کمه موده کښي.
اول:- دکندهار دلوی محبس څخه په یوه شپه تر (۵۰۰) زیات دسیاسي بندیانو بریالۍ تیښته.
 دوهم :- داساما بن لادین مړینه.
اول :دکندهار دلوی ډبرین محبس څخه به يې راشروع کړو.داغټ ډبرین محبس دوالي له کوره څلورکیلومتره،دډنډ دولسوال له دفتره دوه کیلومتره دسرپوزې له بازاره یوکیلومتر  دمحمدظاهرشاه په واکداري او سردار داودخان دولایت پروخت دکندهار ښا ر په غرب کښي دفاضل کندهاري دښوونځي غرب، دعباس آباد دکلۍ او ویالې اړخ ته پرتې پرلمړې درجه ښه زراعتي مځکه ددوویالوترمنځ چي دواړي ویالي له ظاهر شاهي کانال څخه او کانال  چي له  دارغنداب د روده  څخه دخواجه ملک دکلۍ په سرکي راجلا سویدي. او دمحبس په شمال کښي یوه دمحبس دشماله دجنوب پر لوریعني دمحبس شرق ته دڅوسوو مترو په فاصله درڼو اوبو ډکه بهیږي، اودوهمه ویاله يې دشماله څخه دجنوب پرلوردمحبس له دیوال سره برابره ځي څو ورسته دمحبس تر دیوال تیریږي او دننه په محبس کي دشرق پر لور داوبو ډکه بهیږي. او دمحبس دشرقي دیوال څخه وزي بیا دجنوب پرخواځي. نو ددي ډبرین لوي محبس شمال او شرق ته دعباس آباد کلۍ ،ویاله اوفاضل کندهاري ښونځي ، جنوب لوري ته دکندهاراوهرات تر منځ غزیدلې پوخ سرک ددوسووپنځوسو مترو په فاصله تیریږي.اوغرب ته يې ویاله زراعتي مځکي اودسرپوزي له بازاره څخه دعباس آباد،باغ شاه دکلیو اونوروکلیوداوسیدونکودتلولاره پرته ده، دکندهارلوي ډبرین محبس یو ه لویه مربع شکله ډبرینه کلاده .دمحمد ظاهرشاه دحکومت پر وخت هم داد بي وزلو بیچارواوغربیو ولسونودزورونې مرکزؤ.هغه وخت نوموړي لوي محبس یا کلاه دننه پر څلورو برخو تقسیم وه. دنوموړي کلا دیوالونه دوه وه دشاوخوا دیوال سوردري متر او دوه متره دنن په مځکه کي ښخ ؤ، هرڅه چي دیوال مخ پر پورته  ځي سور يې کم کیږي ددیوال دسر سور(بر) یومتر ،جګوالي يې (۹)متره وو.دلومړۍ دروازې(ژړي) شرق لوري ته دمحبس ددنني برخي دساتونکو (پولیسو) امنیه قوماندانۍ ،دفترونه اوغرب لوري ته يې دژاندرمي د عسکرو قومانداني ،دفتراودعسکرو داوسیدو کوټي پرتي وي. او دژړي دروازې دننه دغرب لوري ته دمحبس قومداني اودفترونه او غرب لوري ته په دیوال پوري مښتي څه نسته. ورسته دوه سرایونه یوه ته يې دصنعتي دسراي نوم  چي دلوي دروازي (ژړي) دروازي شرق او بل غرب خواته يې دشفاخاني دسراي په نوم.البته دشفاخانې یوازي همدانوم ؤنورڅه نه وه.تر دوهم دیوال ،دهلیز ،سوف او کوټو شرق ،غرب او شمال دروواړو ته دسیخانو مُحکمه دروازې  وې .وروسته  دوه سرایونه وه،یوته يې دکوره خاني نوم چي (۱۸) غټي کوټي دبندیانو د اوسیدولرلي. اوبل ته دلوي سراي یالوي محبس نوم ورکول سوي وو، (۱۸) غټي کوټي او (۱۲) وړي کوټي لرلي البته ما تقریباً څلویښت کاله مخکي دغه سرایونه لیدلي وه که دکوټو شمیر مي غلط کړي وي ،یقین لرم نه به مي وي غلط کړي،بیاهم بخښه غواړم..کله چي سردار داودخان دکودتا له لاري دکاکا دزوي (محمد ظاهر)او دخپلې ښځي دوروڅخه پاچهي ونیول په کابل کښي يې دڅرخي پله محبس دجوړېدو کار ته ملاوتړل او پدي ډول يې دکندهار ډبرین محبس هم پراخ او یوبل لوی دېوال يې پر راتاوکړي او دوه نوي سرایونه يې په کښي دبندیانو لپاره جوړکړل.یوسراي دښځینه بندیانو او دبل څخه يې د کلینک کار اخیستل کیدي. اوس نو آفرین دي وی پرهغو چي ددي بندیانو دتښتي د پلان ،نقشه اوډیزان يې جوړکړي،بیا آفرین وهغوته وایم چي مطابق دپلان يې عمل وکړي ،خپلو ملګرو اونورعادي خلګوته يې نجات ورکړي. ممکن دوستان زما پدي جمله خفه شي چي دبندیانو دتیښتي دپلان جوړه ونکو او دعمل سرته رسونکوته ته مي آفرین ویلي دي.زه دطالبانو له عمومي کړو څخه دفاع نه کوم.خودکرزي دحکومت دقانون خلاف ورزي هم نه تائیده وم.دقانون دخلاف ورزیوپه وړاندي دناټو دغړو هیوادو چوپتیا هم دغندني وړبولم.هغه داسي ترکومه ځایه چي اوس دمیډیاګانو له لاري خبري اوریدل کیږي ددي (۵۰۰) سو بندیانو له جملې څخه تر ۳۷۰ تنه ایضافه هغه(طلبان اوعام ولس) په بندکي ساتل سوي وه،چي نه يې دوسیه لرل ،نه تحقیق ورڅخه سوي وو،نه دمحکمي له لوري په حبس محکوم سوي وه.ایا اسلامي قانون،بشري قوانین اودموکراسي کوم یوه دا اجازه چا ته ورکړیده؟ چي یو انسان دي شپږمیاشتي ،یوکال اوحتی ایضافه تر یوکال بیله تحقیق،دوسیي اوفیصلې بندي وساتل سي.ایا همدا ډیموکراسي ده؟ آیا دا عدالت دي؟  بشري حقوق همداسي وي؟ .خوزموږ لیکوال په خپلو لیکونو کښي دې ټکوته اشاره نه کوي . ګوري نژدي شپږمیاشتی، دشپي اوورځي  سخت کار بیله دې چي (څلويښت هیوادونه،دکرزي په حکومت شامل، پړسیدلي استخفارات،امنیتي مفتخواره،مافیا ،قاچاقبر) ټول غافل وه.بیا دهغه مثبته نتیجه هغه خوښي ده چي په مزه يې هر څوک نه پوهیږي.
دوهم : اساما بن لا دین  او دهغه وژنه! 
څوچي انګریزان وي ،پاکستان به وي،څو چي پاکستان وي ،آي واس ،آي به وي،څوچي آي،اس،آي وي القاعده اوطلبان به وي.هو ممکن دالقاعده نوم بدل شي،ممکن دطالب نوم بدل شي.مګر دپاکستان د (آي ،اس،آي )شیطاني ارواح به په بل جسم ، اوبل جنس کی حتمی ظهور کوی،یوازي به يې قیافه تغیر خوري نه کړني .ځکه دپاکستان دجوړښت لمړنۍ  خښته انګریزانو دهمدي شیطانت لپاره ایښي وه. زما په باورپاکستان اوپه خاصه توګه (آي،اس،آي) دمنطقي په سیاست کښي نسبت دجهان نورو ټولو جاسوسي شبکوته زیاته ماهره دجاسوسۍ شبکه ده. ددې شبکې دکار ترتیب ډیر منظم دي کله چي یو شخص پدي شبکه کي په کار وګمارل شي اویايې په دام کي راګیر سي نو بیا دهغه څخه لیری کیدل یوازی مرګ کولاي سي ، دتقاعد یوه مرحله سته خو دا مرحله یوازي د(آي،اس،آي) مامورین له دفتري رسمي کارونونه فارغ کوي،نه دجاسوسي فعالیتو څخه. که څه هم چي سیاسي شنونکي ترزیاته حده پدي عقیده دي چي داساما بن لادین وژنه دپاکستان دحکومت په بي خبري کي دامریکا دماهرو قوماندويې عملیاتو په نتیجه کښي سرته ورسیدل. او داچي (داساما ) دپټیدو ځاي دپاکستان په زړه کي ښکاره سو دابه دپاکستان اعتبار دامریکا اونوري نړۍ په وړاندي راکم کړي .زه عقیده لرم چي داسي نه وه هرڅه دیوه منظم پلان له مخي د(آي،اس،آي) په موافقه  سرته ورسیدل. بل وائي( پیشي چي له بامه را وغورځوي بیرته پر خپلو پښو دریږي) تاسي به يې وګورۍ. زما په باورهغه وخت چي اساما بن الادین دپکتیا ولایت مربوط په  توره بوره کي دامریکا له هوائي بمباریوڅخه ژوندي ووتي ،سخت وډارول سو، نژدي اعتمادي یاران يې مړه سول ،وارخطا دمیرامشاه له لاري دپاکستان خاوري ته  ورغلي اوهلته د(آي ،اس،آي) پلاس کي کښیوتي له هغي ورځي ،دغه اووه کاله نوراساما بن لادین آزادنه وو، که خوښ وو یا خفه د(آي،اس،آي) په منګولو کي را ګیرؤ . له هغه وخته اسامابن الادین د هرچاه له سترګو پټ سو، بیا اساما بن لادین دپخوا په شان آزاد سفر ندي کړي ،تردغه تاریخ مخکي اساما بن الادین دالقاعده رهبري بیله دپاکستان (آي،اس،آي) له مشهوري پرمخ وړل.مګرکله چي دنوموړي دحفاظت اوساتني چاري (آي،اس،آي) پلاس کي واخستي ،القاعده هم دنورو افغاني مجاهدو دتنظمو او دطالبانو دتنظم په شان د(آي،اس،آي) دلاس آله سول. اوس پاکستان دالقاعده سازمان رهبری په خپل لاس کي لري . په هرلحاظ  يې القاعده دونه ماهره کړیده،دونه غښتلي کړیده او دونه ماهرین يې ورته تربیه کړل چي دیوه اساما په وژلولودا سازمان نه کمزوری کیږي.دهر سازمان دمشر لیري کول اویا وژل دسازمان پرفعالیت منفي او مثبت دواړه تاثیرات لرلاي شي. اساسي خبره داده کوم تنظیمونه ،حرکتونه اوسازمانونه چي دپاکستان په خاوره کي جوړسوي دی او له هغه ځایه فعالیت کوي دا په واقیعت کي ټول د (آي،اس،آي) شبکي دي.که همدانن پاکستان ددوي دحمايې څخه لاس واخلي ټول خپله مري.