دزابل ولايتي ادارې له نړيوالومرستندونه ادارو اوپه خاص ډول دعامي روغتياله وزارت څخه غوښتي چې ددې ولايت سرحدي والسوالۍ اټغرته په بيړني ډول روغتيايې مرستي ورسوي .
دجمعې اوشنبې په ورځوپدغه والسوالۍ كې دنس ناستي ناروغي ۱۴ كسان چې كوچنيان اوښځي هم پكښي شاميلي وې ووژل اونږدې ۷۰ تنه نورپه روغتيايې مركزونوكې بستري دي .
دزابل دوالي مرستيال محمدجان رسوليار لراوبرته وويل چې سيمي ته يې له ولايتي مركزڅخه دروغتياپالانويوه ډله له درملوسره يوځاى لېږلې ترڅوددغي وژونكي ناروغۍ مخه ونيسي
دنوموړي په ويناچې دكندهاردمعروف والسوالۍ دځينوسيمواوسېدونكي دلويولاروپرسردښخ سويوماينونوله كبله نسي كولاى چې دخپلي والسوالۍ روغتيايې مركزته ولاړسي ،نوځكه يې هغوى هم داټغر والسوالۍ روغتيايې مركزته مراجعه كوي .
دم كړۍ پدغه والسوالۍ كې يوازي يوروغتيايې مركزوموجوددى چې دبسترونوله پلونه په دومره لوړشمېركې ناروغان نسي ځايولاى .
ښاغلى رسولياروايې چې دنړيوالومرستندويه اداروپه گډون دعامي روغتياله وزارت څخه غواړي چې سيمي ته لازياتي بيړنۍ مرستي ورسوي ،ترڅوددغي وژونكې ناروغۍ دخپرېدومخه ونيول شي .