دسويلي اسيا دآزادو رسنيو دټولنې (سفما) دسويل لويديځې حوزې دسيمه ييز دفتر خبرتيا :
دسفما دسويل لويديځي حوزې دخبريالانو عمومي غونډه .
نېټه : 19/03/2008
ورځ : چهارشنبه
ځاى : لمر هوټل نوى ښارکندهار
وخت : دورځي دوې بجې تر څلورو بجو پوري
اجنډا :
1 : دسفما دغړو خبريالانو لپاره کارتونه جوړول او پر دغه لايحه عمل خبري کول .
2 : په راروان دوبي کې دامنيتي پېښو پرمهال خبريالانو ته داحتياط کولو هدايات .
3 : دسفما غړي خبريالان په دې پوهول چې په تېرو څو مياشتو کې دصفما کندهار له خوا په فعاليتونو کې څه پرمخ تګ شوى .
4 : دراروانو غونډو په اړه دصفما په مرکزي سيمينار کې دپرېکړو په اړه خبريالان خبرول .
5 : دخبريالانو ستونزي اورېدل او په راتلومکي کې په دې اړه هغوى ته دحل لاري لټول .
6 : دخبرونو دنه پخلي په اړه له خبريالانو سره خبري کول او دحل لاره رايستل .
7 : دحق ال عوضويت په اړه خبري کول .
8 : دمياشتنۍ بسپني په اړه ږغېدل .
9 : ددفتر نيول او په هغه کې داسانتيا وو لپاره پيسې راټولول .
نوټ :
دسفما له ټولو غړو خبريالانو څخه په درنښت هيله کېږي چې په غونډه کې ګډون وکړي . غونډه نهه اجنډاوي لري چې پر هره يوه به يې په خپل وار سره خبري کېږي .
درسنيو له درنو کارکونکو او مشرتابه څخه هيله کېږي چې خبرتيا په څو څو واره خپره کړي . البته په غونډه کې کارتونه وېشل کېږي او ټولو خبريالانو ته خبرورکول کېږي چې ددوو ساعتونو لپاره وخت وباسي او په غونډه کې ګډون وکړي . البته هغه خبريالان چې دنهايي ستونزو پر بنسټ په دغه غونده کې ګډون نه شي کولاى بايد په ليکلې بڼه خپله درخصتي عريضه له درو عکسونو او دتذکرې يا هم دانتخاباتودکارت له کاپي سره راولېږي .
فضل الرحمان دسويل لوېديځي حوزې مشر