ددې په زړه پوري داستان تېره برخه له دې ځايه ولولی
سلطان محمد خان تخت و تاج خپل کړې و ، او په تخت باندې کیناست . په همغه لمړۍ ورځ پرې چې دخپل کوچني ورور د وژلو کوم الزام لګیدلې و هغه داغ اوس له منځه تللې و . د سلطنت ګڼ شمیر عمایدینو ته اوس دا ډاډ تر لاسه شوې و چې که چیرې د نوې کوچني او تیخور شهزاده د وژلو حکم سلطان ورکړې واې نو هغه به هغه د تاج دپه سرولو په ورځ نه واژه ، هغه کولې شو دخپل تخت د ناستې د مراسمو نه وروسته دا کار په ډیر ارام سره تر سره کړي ، هیچا ته ددې کوچني تیخور ماشوم د تخت د کیناستو په اړه کوم فکر نه و پیدا شوې . بلکه ټول دمحمدخان ملاتړی و . سلطان د تخت د کیناستو څخه یوازې دوه ورځې دمخه « اورنه » ته راغلې و . په داسې حال کې چې د فوځ مشر د پخوا نه همدلته موجود و . که چیرې سلطان دداسې کوم کار دکولو اراده درلودې نو دا کار به یی دهغو سردارانو په لاسو کړې وې چې د کوچنۍ اسیا څخه اورنه ته دهغه سره یو ځاې راغلي و او سلطان پرې پوره باور هم درلود. اورنه ته د راتلو سره سم داسې یوه سردار ته چې هغه پوره هم نه پیژانده ،داسې حکم ورکول د احتیاط پر خلاف کار و . بیا د ټولو نه ستره خبره داوه چې د «یني چري » سپه سالار ان د مرګ تر وخته پورې په سلطان باندې دوباره الزام و نه لګاوه . د سلطنت اراکین په همدې خبرو د فکر کولو په اساس ډاډمن شوي و . په حقیقت کې د یني چري فوځ د عثماني سلطنت ډیر نازولې فوځ ګڼل کیده نوپه دې خاطربه په دې فوځ او ددې فوځ په سردارانو کې د بغاوت اغیز تل تر سترګو کیده . دغه قاتل سپه سالار د سلطان د قابو کولو له پاره دغه کار تر سره کړې و اوهغه هیله درلوده چې سلطان به د بغاوت له ویرې دهغه ژوند ته کوم ګواښ پیښ نه کړي . اوتل به دهغه دفشار او کنترول لاندې وي . خوسلطان محمد خان بلکل د یوه مختلف مزاج خاوند ثابت شو . هغوې چې دا فکر یی کاوه چې سلطان محمد خان همغه محمدخان دې چې څو کاله دمخه یی ددوه ځلې ناکامیو وروسته سلطنت پرې ایښې او اوس به هم ناکامیږي نوهغوې دمحمدخان ددې اقدام څخه خبر شول اوهغوې دا احساس کړه چې سلطان محمدخان اوس هغه کوچني شهزاده نه دې .
دمحمدخان د تخت دکیناستو څخه درې کاله مخته د بازنطیني سلطنت اخري حکمران …..دولسم قسطنطین ، د قسطنطنی په تخت باندې ناست و . نوموړې هم د « جان پلپولوګس » په څیر چالاکه اوهوښیار انسان و . هغه د سلطان محمدخان د په تخت کیناستو وروسته د کوچنۍ اسیا سرکشه او باغي سردارانو او امیرانو ته ، دسمدلاسه بغاوت کولو حکم وکړ. په دې خاطر سلطان محمد خان د خپل تخت د کیناستو نه څو ورځې وروسته دهمدې کوچنۍ اسیا په لور توجه وکړه . لاتر اوسه سلطان محمد خان د کوچنۍ اسیا د بغاوتونو د ځپلو څخه نه و فارغ شوې چې د قسطنطنیی پادشاه ورته پیغام ولیږه چې د سلطان مرادخان ثاني د وخته راهیسې د عثماني سلطنت یو شهزاده ( ارخان ) نومې چې زمونږ سره بندي دي اودهغه د مصارفو له پاره چې کوم څه دسلطاني خزاني څخه ټاکل شوي و باید په هغې کې ډیرښت راوړې . اوکه نه مونږ به هغه شهزاده ازا د کړو او بیا به دهغه سره ستاسې پر خلاف فوځی کومک هم وکړو .
«ارخان » د بایزید یلدرم لمسې و . او دبایزید دهغو زامنو څخه د یوه زوې و چې د انګورې د جنګ نه وروسته خپاره شوی و . په دې خاطر ارخان دسلطان مرادخان ثاني دکاکازوې هم و . څرنګه چې د قسطنطنیی قیصر د عثماني سلطان تخت ناستې سلطان محمد خان یو کمزورې شخص ګاڼه . نوپه دې خاطر یی غوښتل دخپلو ګواښوونو په واسطه د سلطان محمدخان خزاني تر لاسه کړي . خوسلطان محمد خان دهغه هیڅ پرواه ونه کړه . هغه دقیصر قاصدان نامراده بیرته ولیږل . او په خپل زړه کې دا هوډ وکړ چې تر هغې چې د عیسویانو دسلطنت جرړې و نه کاږي نو د عثماني سلطنت دوام اوقیام ته به تل ګواښ ګڼل کیږي ، په دې وخت کې سلطان دقیصر قاصدانو ته سپینه خبره ونه وکړه . خوپه خپله یی دقیصر د له منځه وړلو له پاره فکر کول پیل کړل.
قسطنطین یو جنګجو شهزاده و . خو د خپل ځان په لور د محمدخان د توجه د را ګرځولو په اړه یی همغسې غلطي وکړه لکه دهغه نه مخکې « مینوئیل » چې د سلطان مرادخاني ثاني سره کړې وه . ارخان د شهزاده سلیمان د زوزاکه و. شهنشاه خو سلطان محمد خان ته ګواښ کړې و خو هغه ته دا اندازه نه وه چې د نوي ځوان شهزاده ځواکونه په څومره چټکۍ سره پرمختګ کوي او دهمدې دوویشت کالو په عمر کې هغه د پوره پوخوالي ، فوځي وړتیاو ، او دهیواد په کورني تنظیم اوتدبیر کې دخپلو ټولو پخوانیو څخه مختوالې کړې .
د سلطان محمد خان لمړي وزیر « خلیل پاشا » د قسطنطین د قاصدانو ددغه غیر معقولې غوښتنې د خطر اتو څخه ښه خبر و نوپه دې اساس یی هغوې ته وویل :
ستاسې لیونتوب «قسطنطنیه » به دسلطان په لاسو کې راځي ، تاسې په ټوله اروپا کې ارخان دسلطان په څیر اعلان کړئ ، بې شکه د هنګري خلک هم دخپلې بسپنې له پاره را وغواړئ ، کوم ولایتونه چې تاسې یی بیرته اخستلې شئ دهغوې د بیرته اخستلو هڅې هم وکړئ ، خو تاسې به ډیر ژر د بازنطینی سلطنت پاې په خپلو سترګو ووینئ .
په هغه ورځ چې د قیصر قاصدان دسلطان سره دکتلو له پاره ورغلل . نوپه همغه شیبه کې سلطان هوډ کړې و چې قسطنطنیه به دخپل سلطنت یوه برخه ګرځوي . د « سینوپ » او « طرابزون» څخه علاوه د پخواني بازینطیني سلطنت په ټولو سیمو باندې عثماني دولت ولکه کړې وه . په اروپا کې یواځې قسطنطنیه اودهغې شاوخوا سیمي عیسویانو ته پاته وې ، د قیاصره هغه ستر سلطنت چې یو وخت د نړۍ د سترو اوځواکمنو سلطنتونو څخه ګڼل کیده اوس د تباهۍ اوبربادۍ اخري حد ته رسیدلې و . اوهر هغه ځاې کې چې ځواک او قوت لیدل کیده هغه نژدې ټول له منځه تللي وو . خو په دې ټولو کې دقسطنطنیی وجود او په خپل ځاې پاته کیدل پخپله داهمیت وړ وو . او دقیصر دسلطنت دغه اخري ښخته په خپل ځاې باندې همغسې ولاړه پاته وه . دهغه وخته راهیسې چې ترکانو د اروپا په زمکه پښه ایښودې ده نو دهمغې ورځې وروسته یی ددې ښار د فتحه کولو ارزو او هیلې په زړونوکې را ټوکیدلې دي . هرڅومره چې د فتوحاتو لړۍ پراخیده ، دهغوې په زړونو کې ددې ښار سوبه کول هم ځواکمن کیدل. چې بیا بلاخره ددې خبرې عملي نمونه د « سلطان بایزید یلدرم » په وخت کې را څرګنده شوه. او دا هغه وخت و چې هغه د ابنای فاسفورس په شرقی ساحل کې یوه ستره فوځي کلا جوړه کړه او دهمغې ځآیه یی قسطنطنیه کلابنده کړه . خو د کلابندۍ څو ورځې لا نه وې تیرې شوې چې تیموري حملې د بایزید دا کلابندي د پاې ته رسولو سره مخ کړه ، دهغې نه وروسته بیا سلطان مرادخان ثاني که څه هم نه غوښتل چې د شهنشاه سره کومه تربګني را پیدا کړي خوپخپله د شهنشاه غدارۍ هغه دې ته مجبور کړ چې دسلطنت دخوندي ساتلو په خاطر د سازشونو او جاسوسیو مرکز قسطنطنیه باندې ولکه وکړي ، تر څو دا فتنه د تل له پاره پاې ته ورسیږي . خو دبازنطینی سلطنت څو ورځې لا پاته وې نو په دې اساس سلطان مرادخان هم خپله کلا بندي پاې ته ورسوله او د نورو بغاوتونو د ځپلو له پاره یی هغو لوریو ته مخه کړه .
سلطان مرادخان په دې ښه پوهیده چې د « بحر مارمورا » دواړو اړخونو ته د عثمانیانو حکومت دې اوپه منځ کې یی یواځې قسطنطنیه ده چې دعیسویانو په لاسو کې ده . نو تر هغې چې قسطنطنیه په همدې توګه موجوده وي نو سلطان ته به په اسیایی او اورپاې مقبوضاتو کې امنیت راوړل ستونزمن ګرځي . نوپه دې خاطر هغه باید په قسطنطنیی باندې د ولکې کولو له پاره ځان تیار کړي . ځکه هغه باید د خپلو مقبوضاتو د خوندي ساتلو له پاره قسطنطنیه له منځه وړې واې ، دا اوداسې نور څو علتونه و چې هغه په همغه لمړۍ ورځ په قسطنطنیی باندې د ولکې کولو له پاره هوډ وکړ . اوپه دې توګه هغه دخپل حکومت د تر ټولو دستر کار د تر سره کولو له پاره یی خپل ځان تیاراوه.
د قیصر دقاصدانو د بیرته ستنیدو وروسته سلطان د کوچنۍ اسیا په لور ولاړ ، هلته یی د هر څه دمخه د خپلو سالارانو ، وزیرانو ، امرانو اورئیساو غونډه را وبلله . په دې غونډه کې قاسم بن هشام هم موجود و . سلطان غوښتل چې د خپل سلطنت غړي نه یوازې دخپلو ارادو څخه اګاه کړي بلکه دهغوې څخه په قسطنطنیه باندې دحملې کولو ملاتړ هم تر لاسه کړي . دا یو ډیر ښه اتفاق و ، په هغه ورځ چې سلطان دخپل دربار غونډه رابللې وه په همدې ورځ د قسطنطنیی د شهنشاه یو بل قاصد اورنه ته رارسیدلې و . په همغه وخت کې چې په قسطنطنیی باندې د حملې کولو له پاره ګرم بحث جریان درلود، د سلطنت وزیر سلطان ته را نژدې شو اودهغه په غوږ یی د قیصر د قاصد د راتلو په اړه خبر ورکړ . په دربار کې یو شمیر خلک د قیصر سره داړیکو دخرابولو ملاتړي نه و، په دې وخت کې سلطان ته دقیصر د قاصدانو راتګ د غیبي کومک نه کم و . په دې خاطر یی د قیصر سفیر د غونډی او ګرم بحث په منځ کې راوباله . کله چې دقیصر سفیر دربار ته را ننوت نو د ټولو درباریانو سترګې پرې و رونښتې ، دوې په یو ځانګړې لباس په ځان کړې و ، په غاړو کې یی طلایی صلیبونه را ځړول شوي و . اوپه سرونو یی د قسطنطنیی ځانګړې خولۍ ایښودې وې . کله چې د شهنشاه سفیر دسلطان مخې ته راغلل نو دشاهي ادابو د په ځاې کولو پرته په ډیره بې ادبۍ سره و دریدل. بیا دسلطان په اشارې سره دهغوې څخه یوه د قیصر پیغام ولوست .
« د شهنشاهانود شهنشاه ، دقسطنطنیی د قیصر « دولسم قسطنطین » له لورې د سلطان محمد خان په نامه :
سلطان محمدخان ته خبر ورکول کیږي چې د بایزید یلدرم لمسې او دسلیمانشاه زوې ارخان زمونږ سره بندي دې ، دهغه د خوراک څښاک له پاره چې کومې پیسې د شاهي خزانې څخه را استول کیږي ډیرې ناکافي دي ،په دې خاطر سلطان ته په کار دې چې په دې پیسو کې ډیرښت راوړي او هغه دوه هومره کړي ، او که نه شهنشاه به عثماني شهزاده ازاد کړي او دسلطان محمد خان په مخ کې به یی و دروي ، شهنشاه دا حکم هم کړې دې چې دا ځل د شهنشاه د قاصدانود ناکامه او نامراده بیرته ستنولو ټول مسؤلیت به دسلطان په غاړه وي »
د قسطنطنیی دقیصر دقاصدانو ددغه نالیکلې پیغام د اوریدو نه وروسته د دربار ټول حاضرین هک پک او حیران دریان شول او دقهره اوغضبه سره تاویدل راتاویدل. دسلطان پلان بریالي شوی و ځکه هغه خلک چې اوس د قیصر په خلاف ملاتړي نه ښکاریدل هغوې هم ددې پیغام داوریدو وروسته دخپله آنده ګرزیدلي و ، سلطان د دربار د خلکو د راې د اوریدو وروسته د شهنشاه قاصدان په ډیره سپکه او ذلیله توګه د درباره وویستل . دقیصر دقاصدانو د تللو وروسته د دربار غونډه بیرته پیل شوه، دا ځل د ټول آند داو چې په قسطنطنیی باندی دې په ټول ځواک سره حمله وکړل شی او ددې حملې له پاره دې پوره پوره تیارې و نیول شي . سلطان ته د مملکت یو ډیر زور او باعزته غړي یوه ډیره عجیبه مشوره ورکړه :
« درونده سلطانه ! د عثماني سلطنت پخوانيو حکمرانانو هم څو ځلې په قسطنطنیی باندی حملې کړې دي ، خو هر ځل به دکوچنۍ اسیا څخه د بغاوت د پورته کیدو خبرونه راتلل اودا حکمرانان مجبور وو چې دهغو بغاوتونو د ځپلو له پاره هغه لورې ته مخه کړي ، زما ناقصه مشوره خو داده چې دا ځل په قسطنطنیی باندې د حملې کولو دمخه د « کرمانیا » دامیر سره سوله وکړل شي ….زما په فکر کې ددې تلپاتې سولې له پاره یوه مشوره هم شته ،که چیرې معظم سلطان دهغې د ویلو اجازه راکړي …»
« اجازه ده »
« درونده سلطانه ! دکرمانیا امیر یوه ځوانه لور لري ، که چیرې دروند سلطان دهغې سره د نکاح کولو اراده وکړي نو زه ډاډمن یم چې د کرمانیا امیر به یی په خوشحالۍ سره ومني اوپه دې توګه به مونږ د قسطنطنیی د کلابندۍ په وخت کې د اندیښنو سره نه مخ کیږي ….»
سلطان د سلطنت ددغې زاړه او وفاداره غړی مشوره ډیره وستایله . او پرته له ځنډه یی په هغې د عمل کولو اراده وکړه . په همدې وخت کې قاسم بن هشام دخپله ځایه راپورته شو او دسلطان څخه یی دخبرو کولو اجازه و غوښته ، سلطان د قاسم بن هشام په لور وکتل او په خندا شو ، بیا یی ورته دخبرو کولو اجازه ورکړه .
« درونده سلطانه ! دکرمانیا دامیر سره د سولې دکولو مشوره ډیره په ځاې او د عقل خبره ده ،په دې توګه زما آند دادې چې په قسطنطنیی باندې د حملې کولو دمخه د هنګري دپادشاه هونیاډی سره هم سولې کولو ته اړتیا ده . ّ ځکه د پرلپسې ماتې خوړلو وروسته د هنګري پادشاه هم په سنګر کې ناست دې او غواړي د فرصت د تر لاسه کولو په وخت کې خپله د عثماني سلطنت څخه بدله واخلي . »
خو پخوا تر دې چې سلطان ددې خبرې ځواب ووایی د سلطنت یو ځوا ن وزیر دخپله ځایه راپورته شو او ویی ویل :
«درونده سلطانه ! د قاسم بن هشام ددغه په زړه پورې آند په اوریدو سره زه ډیر حیران پاته شوم . ځکه دا به څنګه شوني وی چې د صلیبي جنګونو مشر اوقومندان او داسلام ستر دښمن هونیاډې دې د موقع اوفرصت د ترلاسه کولو په وخت کې په عثماني سلطنت یرغل نه راوړي .»
دسلطنت د وزیر په خبرو کې پوره وزن و، سلطان غوښتل د سلطنت د نورو عمائیدینو راې هم تر لاسه کړي ،په دې خاطر سلطان د غونډي برخوالو ته د خپلمنځې خبرو اترو کولو اجازه ورکړه ، په دې وخت کې همغه زوړ وفاد اره انسان یو ځل بیا راپورته شو او ویی ویل :
« درونده سلطانه ! د قاسم بن هشام آند په هیڅ صورت غلط نه دې . د هونیاډې سره سوله شوني ده . ځکه چې هونیاډي پخپله د قسطنطنیی دپادشاه سره مذهبی اختلافات لري ، په همدې توګه د قسطنطنی د فوځونو سپه سالار« ګرانډ ډیوک نوټارس » هم د هونیاډي سره د همدې مذهبی اختلافاتو په اساس ډیره سخته دښمني لري، که څه په دې کې شک نه شته چې دواړه عیسویان دي خو درونده سلطانه ! دهغه وخته راهیسي چې عیسویت په دوو لویو ډلو ویشل شوې نودهغوې مرکزي اتحاد له منځه تللې دې . ددوې داوړه ډلې یو بل ته مرتد ، کافر او لار ورکي وایی . ددوې تر منځه دومره محبت هم نه دې پاته شوې چې دواړه ډلې د یوه دریم دښمن ، دنمونې په توګه د مسلمانانو ،په مقابل کې سره را یو ځاې شی »
سلطان ددې زوړ اووفاداره غړي خبرې ډیرې په غور اوفکر سره اوریدلې . په همدې وخت کې لمړي وزیر « خلیل پاشا» هم دخپله ځایه راپورته شو او ویی ویل :
« درونده سلطانه ! زمونږ د دربار دغړو پوهه او درک که همداسې دوام وکړی نو زه ډاډمن یم چې عثماني سلطنت به هیڅکله هم زوال و نه مومي . دقسطنطنیی خلک تر اوسه پورې د پخوانۍ یوناني کلیسا سره تړلي دي او همدا قسطنطنیه یی مرکز دې . خو ددې برعکس د هنګري خلک د رومن کتولیک د کلیسا سره تړلي دي چې مرکز یی په روم کې د « پاپاې روم » کلیسا ده . دهغوې تر منځه دا اختلاف مسلمانانو ته د الله تعالې له اړخه یو غیبي کومک دې . همد امناسب وخت دې چې مونږ عیسویانو ته یو دروند او اخري ګذار ورکړو . په دې اساس زه د قاسم بن هشام مشوره تائیدوم . »
اوس نو سلطان ته د بل چا د مشورې د اوریدو اړتیا نه وه . په دې خاطر یی یو دیپلوماتیک سیاسي ټیم د تیارولو حکم و کړ، ترڅو د هونیاډې سره دخبرو کولو اوسولې له پاره هغه لورې ته ولاړشي . سلطان هونیاډی ته ددرې کالو له پاره د جنګ دنه کولو پیغام ور ولیږه . او دهغه د راضی کولو له پاره یی ډیره نرمه ژبه استعمال کړه . په دې توګه به د غونډی خلکو ته د شمال له اړخه د کوم ګواښ د رامنځته کیدو ویره هم نه پاته کیږي . ددربار دغه ډیره مهمه غونډه لا تر اوسه پورې روانه وه چې د یني چري سپه سالار ، ځوان او میړني اغاحسن د سلطان څخه دخبرو کولو اجازه وغوښته .
« درونده سلطانه ! مونږ ته د « موریا» له اړخه هم ګواښونه شته . ځکه د موریا حکمران د قیصر د شهنشاه ورور دې . او دا ډیره شوني ده چې هغه دخپل ورور شهنشاه د کومک له پاره را وځغلي .»
په دربار کې داغا حسن په خبرو تر ډیره وخته پورې تبصرې روانې وې ، بیا د ډیرو تبصرو وروسته پریکړه وشوه چې دموریا په لور یوځواکمن فوځ و استول شي ، سلطان د سلطنت اراکینو ته دخبروپه دوران کې وویل :
« دسلطنت درنو اراکینو ! زه دا احساسوم چې قسطنطنیه د محل او ځاې له اړخه ډیر خوندي ښار دې . ځکه دهغې درې خواو ته سمندر او یوې خواته وچه ده ، اودهمدې سمندر د موجودیت په اساس هغوې ستر سمندرې فوځ تیار کړې دې . د قسطنطنیی نه علاوه هلته د یونان او جینوا بحري جازونه دکومک له پاره ور رسیدې شي ، خو ددې برعکس د عثماني سلطنت سره د بحري جهازونو او بحري فوج شتون ډیر کم دې ، دهغوې د بحري سترو جهازونو په مقابل کې د عثماني سلطنت کوچنۍ کشتۍ هسې هیڅ دي ، اوبیا زمونږ سره ددې کشتیو شمیره هم ډیره لږه ده . په دې اساس زه غواړم چې په قسطنطنیی باندې د حملې نه مخته مونږ باید یو ځواکمن بحري فوځ تیار کړو ….»
دسلطان ددې خبرو په اساس د درباریانو په منځ کې هغه ته ددرنښت سترګې راپورته شوې او ټول په دې فکر کې ډوب شول چې د عثماني سلطنت له پاره یوه ځواکمن بحري فوځ ته اړتیا ده . هغوې تر ډیره پورې په همدې موضوع باندې خبرې اترې وکړې ، قاسم سلطان ته دهغه زوړ کشتیبان عباس په اړه سپارښتنه وکړه . هغه ته یی دا هم وویل چې هغه د سترو سترو بحري جهازونو د جوړولو او سمندر ته د ورښکته کولو او د جنګي مقاصدو له پاره دهغې په استعمالولو باندې ډیر ښه پوهیږي . د درباریانو دخپل منځې مشورې وروسته بالاخره دا اعلان وشو چې عثماني سلطنت به یوه ستره جنګي بیړه تیاروي چې په قسطنطنیی باندې به دمسلمانانو بحري محاذ سنبالوي . نن ټوله ورځ غونډې جریان درلود ، دماښام د لمانځه وروسته غونډه بلې ورځې ته و غځیده . سلطان دخپله ځانه سره قاسم یوې بلې خونې ته یوړ . کله چې سلطان او قاسم دواړه ځانته شول نو سلطان قاسم ته وویل :
« قاسم بن هشامه ! که د عثماني سلطنت په دې وروستیو لسو کالو کې ستا خدمت ته یو ځغلنده نظر وکړل شي نو ستا په عسکري وړتیاو کې د سراغ رسانۍ او جاسوسۍ کارونه ډیر ځلانده تر سترګو کیږي ،ما خو په قسطنطنیی باندې دحملې له پاره د یوه بل محاذ دپرانستلو هوډ هم کړې دې او دا د جاسوسۍ دپټ نظام فعالول دي . زه غواړم د قسطنطنیی د حفاظتی کلا، د دیوال د حال ، دبحري ځواک تفصیل ، دهغوې جنګي او دفاعي وړتیاوې ، او ان تر دې چې د قسطنطنیی دپادشاه کمزورتیاوې …هر څه چې وې زمونږ د سترګو تر مخه وي . دا خو ډیر ستونزمن او ګواښمن کار دې ،ځکه ددې کارونو له پاره چې هر څوک ور ولیږل شي نو هغه به دغیر ملکي جاسوس په څیر تل د مرګوني ګواښ سره مخ وي ، زه غواړم ستا په سلا اومشوره څوک ددې کار له پاره هلته ور ولیږم …»
دسلطان ددې خبرو په اوریدو سره دقاسم بن هشام وینه په رګونو کې په ټوپونو شوه، ړوند دخدایه څه غواړی ….. دوه سترګې . هغه خو دپخوا څخه د قسطنطنیی په لور تلل غوښتل ، په دې اساس یی په پوره بې صبرۍ سره وویل :
« درونده سلطانه ! ددې ستر اومهم کار له پاره زه پخپله غواړم چې ولاړ شم . زه پوهیږم چې زه به دا کار د بل هرچا څخه په ښه توګه سر ته ورسوم .»
دسلطان مخ د خوشحالۍ نه وغوړید . ځکه چې سلطان په خپله غوښتل چې داځل به هر کار سهي او په پوره تول سره تر سره کوي تر څو د قسطنطنیی په نیولو کې کومه ستره ستونزه رامخته نه شي ، دسلطان هیله هم همدا وه چې ددې مهم کار د تر سره کولو له پاره قاسم په خپله هغه لورې ته ولاړشي ، خو کله یی چې قاسم په خپله هغه لورې ته د تللو له پاره تیار وکوت نو سمدلاسه یی ورته وویل :
« سهي ده …. ته دخپل سفر له پاره ځان تیار کړه . ته به ډیر ژر د عیسوي نړۍ دغه پخواني مرکز او دبازنطینی سلطنت پایتخت ته سفر پیل کړې . خو قاسم بن هشامه ! یوه خبره تل په یاد ساته چې زمونږ ستر پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم د قسطنطنیی فاتح ته دجنت زیرې ورکړې دې . ته هغه ښار ته د عثماني فوځونو د ور ننوتلو نه مخته ددې ښار ددننۍ برخې د فتحې کولو له پاره ور ننوځې، په قسطنطنیه کې دپخوا څخه یو شمیر مسلمانان اباد او میشت دي ،دهغوې له ډلې څخه یو شمیر وګړي په پوره اخلاص سره د عثماني سلطنت له پاره کار کوي ، په قسطنطنیی کې د« غلطه » نیمایی برخه زمونږ نیکه سلطان بایزیدیلدرم دهغه وخت د شهنشاه « مینوئیل » څخه تر لاسه کړې وه ….. تاته به هلته په ورتلو سره کومه ستونزه نه پیدا کیږي خو د جنګي او دفاعي معلوماتو د تر لاسه کولو له پاره به تاته ډیره هڅه او هاند تر مخه وي ، په دې خاطر غوره داده چې ته ژر تر ژره د قسطنطنیی په لور ولاړشې .»
دا ځل سلطان د شرقي اروپا ددغه مرکز او د پخواني عیسویت ددغه مذهبي ښار د سوبې له پاره کلک هوډ کړې و . د ځوانۍ په وخت کې ددوه ځله سلطان کیدو او معزول کیدو وروسته ، دهغه پلار سلطان مراد خان ثاني هغه د روزنې له پاره « ایدین » ته استولې و. هلته دغه نازولې شهزاده ته د اسلامي ښوونې او روزنې تر څنګ د تاریخ په اړه هم ډیر معلومات تر لاسه شوې و. هغه ته دا هم ډاګیزه شوې وه چې داسلام ستر لارښوود او پیغمر ، رسول الله صلي الله علیه وسلم دقسطنطنیی د فتحه کولو سره ډیره مینه درلوده، هغه تاریخ لوستې و او ورته ډاګیزه شوې وه چې دقسطنطنیی د سوبې له پاره په ۴۸ هجری کال دمسلمانانو فوځ په لمړي ځل حمله کړې وه ، په دغه جنګ کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرو هم ګډون درلود. په دې جنګ کې د «سابقون الاولون » په ډله کې سیدنا ابو ایوب انصاري رضې الله عنه په څیر جید صحابي هم ګډون درلود، ددې مطالعې په وخت کې هغه ته داهم ډاګیزه شوه چې سیدنا ابوایوب انصاري رضی الله عنه په همدې جګړې کې شهید شوې اوبیا د قسطنطنیی د دیوال تر څنګ ښخ کړل شوې دې ،دهغه ډیره مینه درسول الله صلی الله علیه وسلم ددې فرمان سره وه چې ویلي وچې : «دقسطنطنیی فاتح به جنت ته ځي .» په دې خاطر یی غوښتل په پوره تیارۍ سره په قسطنطنیی باندې حمله وکړي .
دبله اړخه پخپله په قسطنطین باندې د خپلو غلطیو په اساس مصیبتونه راغلي و . هغه د سلطان محمدخان د تخت دکیناستو وروسته ، هغه ته دوه ځلې ګواښمن قاصدان ور استولي و اوپه دې توګه یی پخپله د خپلې مړیني پا پاڼه لاسلیک کړې و . سلطان ، قاسم بن هشام قسطنطنیی ته ور ولیږه . د کوچنۍ اسیا د بغاوتونو د له منځه وړلو له پاره یی د کرمانیا دامیر سره سوله وکړه . اودهغه د لور سره یی نکاح هم وکړه . ددې ترڅنګ یی د هنګری دپادشاه هونیاډې سره هم ددرې کالو له پاره سوله وکړه ، ددې سولې له امله تر درې کالو پورې د شمالې اروپا څخه کوم ځانګړي ګواښ نه و پاته . همدا راز هغه دموریا په لور یو ځواکمن فوځ ور ولیږه تر څو د شهنشاه ورور چې هلته یی حکمراني کوله د قسطنطنی د کومک څخه منه کړي ، ددې کارونو څخه دفراغت وروسته یی د ابناې فاسفورس په اروپایی برخه کې دقسطنطنیی څخه نژدې پنځه میله لرې واټن کې دیوې سترې فوځې کلا په جوړولو پیل کړل . دده نه مخته سلطان بایزید یلدرم هم د ابنای فاسفورس په اروپایی برخه کې یوه فوځې کلا جوړه کړې وه . خو سلطان محمد خان د اسیایی ساحل تر مخه د ابنایی فاسفورس په اروپایی برخه کې دویمه ستره فوځې کلا جوړول غوښتل ځکه د قسطنطنیی ښار هم په همدې ساحل باندې پر وت و .
ابناې فاسفورس هم په خپل جوړښت کې ډیره عجیبه ده . په حقیقت کې داسیا او اروپا دوه لویی وچې د اوبو دسمندر په واسطه جداکیږي څو لکه کاله پخوا د وچې دا ټوټې په اوبو کې دلمبا په واسطه یو بل ته ډیرې سره را نژدې شوې د ی ،دا وچې یو له بله سره دومره را نزدې شوې چې په منځ کې یی د ابناې فاسفورس د اوبو یو کوچنۍ ټوټه پاته شوه . البته د شمال په لورې دا لویی ټوټې یو له بل سره یوځاې شوي دي . چې دې برخې ته یی اروپاېې روسیه ویل کیږي . د فاسفورس ابنا د اوبو یوه لاره ده چې اروپا او اسیا په خپلو منځو کې سره جدا کوي او دیوې پټۍ په څیر ددواړو لویو وچو تر منځ تیریږي . خو ددې دواړو په سر کې سمندر پروت دې ، په یوه سر کې یی د پروت سمندر نوم « توره بحیره » او په بل سر کې یی دسمندر نوم « د مارمورا بحر» دې . د مارمورا د بحر له اړخه چې کوم سمندر پیلیږی هغه ځاې ته « دردانیال » ویل کیږي . همدا دردانیال دې چې دپیړیو پیړیو راهیسي دشرق اوغرب د یرغلګرانو دبحري جهازونو د تیریدو لاره ده .
هماغه و چې سلطان د ابنایی فاسفورس په اروپایی ساحل کې هم یوه ستره جنګي کلا تعمیر کړه، قسطنطین ددې کلا د جوړیدو پر خلاف احتجاج وکړ خو سلطان دهغه په احتجاج باندې هیڅ غوږ و نه ګراوه . دکلا د تعمیر په وخت کې عثماني عسکرو د څو کسو دهقانانو سره جنګ جګړه هم وکړه چې دیوه کوچني جنګ شکل یی ځانته و نیوه . اوپه دې جنګ کې ددواړو اړخونو څخه څو کسان هم ووژل شول . خو قسطنطین په دې پوهیدلې و چې دا ټول هر څه د قسطنطنیی د نیولو له پاره ترسره کیږي ، هغه په قسطنطنیی باندې دحملې د ویرې د ښار پاټکونه و تړل . او تر څنګ یی د ترکي عسکرو څخه د شکایت له پاره سلطان ته یو هیئت هم ور ولیږه . خو سلطان محمد ددې شکایت ځواب د جنګ په اعلان باندې ورکړ . اوس نو بازنطینی سلطنت دخپل مرګ اوژوند داخری پریکړې منتظر شو . دسلطان محمد خان ارادو دا څرګندوله چې دا ّځل به هغه په هیڅ توګه شهنشاه ته بښنه نه کوي ،په حقیقت کې سلطان دا احساس کړې وه چې تر هغې چې قسطنطنیه فتح نه شي نو اسلامي سلطنت مکمل کیدې نه شي . ځکه چې د قسطنطنیی سوبه د سیدالانبیاء نبي کریم صلی الله علیه وسلم یوه غوښتنه وه ، اوسلطان غوښتل چې خپل عسکری ژوند په قسطنطنیه باندې د بریالۍ حملې څخه پیل کړي ، په دې خاطر یی د هر ډول انتظاماتو څارنه پخپله کوله . هغه خپل ستر اهنګر « اربان » را وباله اوپه قسطنطنیی باندی د حملې له پاره یی ورته د یوه ستر توپ د جوړولو حکم وکړ . داسې توپ چې د قسطنطنیی د دیوالونو دراپرزولو کار په ډیره ښه توګه تر سره کړی . د اربان په ذهن کې دپخوا څخه دهمداسې یوه توپ د جوړولو انځور موجود و . هغه سلطان ته وویل :
« درونده سلطانه ! زه داسې یوتوپ جوړولې شم چې په هغې کې څلویښت بالښته ( دیرش انچه یا دوه نیم فټه ) ستره د بارودو ګوله ایښول کیدې او د هغې څخه ویشتل کیدې شي ،دا توپ به د قدو قامت له اړخه ډیر ستر وي په دې خاطر به دا توپ د اوسپنې په ځاې د پتیل څخه جوړیږي .» ( عثماني دولت)
سلطان د اربان د توپ انځور ډیر زیات وستایه . او هغه ته یی دهغې د جوړولو اجازه ورکړه . دوسلې د تیارولو له پاره سلطان محمد خان خپل مشهور جنرالان « احمد کدک پاشا» او محمود پاشا و ټاکل . ددې تر څنګ هغه د برق په څیر د تیز جوړونکو معمارانو یوه ډله د قسطنطنیی په اروپایی ساحل باندې کښته کړله تر څو هغوې د قسطنطنیی څخه پنځه میله لري واټن کې ، د فاسفورس په ابناء باندې یوه زبردسته جنګي کلا جوړه کړي . ددې ډلې مشری یی هم د مصلح الدین اغا په څیر داعمار په فن کې یو تاریخ جوړونکي شخصیت ته ورکړه . هغه هم په ډیره کمه موده یعنې څلورو میاشتو کې « د رومیلا» په نوم دا کلا تعمیر کړه . اوس نو د فاسفورس د ابنا دواړو غاړو ته دمسلمانانو ولکه کیدونکې وه . ددې کلا د تعمیر د تکمیل سره سم ددوو شنو او شادابه ساحالونو تر منځ اتلس میله پراخه غځیدلې دغه نیلګونه پټۍ یعنې ( د فاسفورس ابناء ) باندې د مسلمانانو ولکه راتله . درومیلي د کلا څخه د قسطنطنیی د « برج غلاطه » سیمه په څرګنده تر سترګو کیده . له یوه اړخه سلطان د رومیلي د کلا د تعمیر له پاره د مصلح الدین اغا په مشرۍ یو ستره ډله قسطنطنیې ته ولیږله ،خو دبله اړخه قاسم بن هشام دقسطنطنیی د پټو رازونو او عسکري معلوماتو د لاسته راوړو له پاره هم ددې ستر ښار په لور ور روان شوې و . تر څنګ یی سلطان دموریا په لور هم یو ستر او قوي ځواک ته د تللو حکم کړې و .
پخپله سلطان محمد خان د اغاحسن ، احمدکدک پاشا او محمود پاشا په څیر سالارانو سره یو ځاې د یوه مضبوط او ناقابل تسخیر فوځ د جوړښت له پاره شپه او ورځ کار پیل کړ . په هر ولایت کې یی د نوي عسکرو د استخدام له پاره مراکز جوړ کړل . دهر ولایت حکمران ته « بیلربیګ » ویل کیده . بیګ اوپاشا یو څیر الفاظ و ، دهغو سردارانو د نیزې په سر کې به چې آس د لکۍ په څیر د ویښتانو یوه ګنډه موجوده وه نو هغه ته به یی بیګ یا پاشا ویلې . یو «بیلربیګ » یا دکوم ولایت پاشا به هغه څوک و چې د نیزې په سر کې به یی دآس دلکۍ د اخري ویښتانو د ګنډي په څیر څه ورنښلول شوي و . دا خلک به دهغو جاګیرونو سردارن هم و چې د فوځې خدماتو په بدل کې به ورته ورکول کیدل. ددې جاګیرونو خلک به بیا د جنګ په وخت کې دخپلو خپلو سردارانو د بیرغونو لاندې تلل ، علم یابیرغ ته په عربي ژبه کې «سنجق» ویل کیږی ، هلته به دهرې سیمي بیل بیل سنجق یا بیرغ و نوپه دې خاطر به ډیرو خلکو ولایتونو او سیمو ته سنجق ویلې . د هر سنجق «بیګ » یعنې « بیلربیګ » د فوځي بیرغ لاندې به دهغه د لاس لاندې کسان راټولیدل ، دهر بیګ ډله به د څلور سوه آس سپرو څخه کمه نه وه .
سلطان ددې سترې حملې د ترسره کولو له پاره دخپلو اروپایی ملکیتونو څخه هم د یوه لک فوځونو د تیارولو حکم ورکړ . د فوځی ډلو څخه پرته ددوې سره رضا کاره( دخپلې خوښې ) مجاهدین هم ملګري کیدل . دوې به په هر جنګ کې خپل خدمات را وړاندې کول اوبیا به یی د جنګ د غنیمتونو څخه خپله برخه اخسته ، خو ددې دواړو فوځونو څخه اخوا « د یني چري » د ځوانانو فوځ ډیر په شان اوشوکت کې و، چې مشري یی اغا حسن کوله . که له یوه اړخه د اغاحسن په څیر یو متقی ، میړنې اوبهادر انسان د سلطان له پاره یو ستر نعمت و خو دبله اړخه ورته « احمد کدک پاشا او محمود پاشا » په څیر د ولایتي فوځونو تکړه او تجربه لرونکې جنریلان هم د نعمت څخه کم نه و.
دغښتلیو سمندري فوځونو د جوړښت له پاره سلطان هم د سترې اوځواکمنې بحریی د جوړولو حکم کړې و او دا یی هم حکم کړې و چې ددې بحري ځواکونو د جهازونو شمیره باید د یوسل او اتیا څخه لږه نه وی ،پدې ډله کې کوچنۍ کشتې ، چې د پخوا څخه دعثماني فوځ په بحریه کې یی کار کاوه ، نه وی شاملې .
سلطان محمد خان یو باتور او د ډیرو ښو وړتیاو وړ ځوان و . الله تعالې ورته ډیره ښه وړتیا او فکري ځواکمني ورکړې وه ….. هغه د « ایدین » په سیمه کې د ډیرو غوره استادانو څخه په ډیره چټکۍ سره علوم زده کړي و او دخپلې مورنۍ ژبې څخه اخوا به عربي ، فارسي ، عبراني ، لاطیني اویوناني ژبو باندې هم ښه پوهیده . سلطان محمد نه یواځې د نړۍ په تاریخ باندې ښه پوهه تر لاسه کړې وه بلکه دنړۍ په جغرافیه کې یی هم پوره پوره بلدتیا درلوده . هغه د لوړې کچې شاعر او خبرلوڅ و . سلطان محمد دخپل وخت د ستر عالم اوفقیه « ملاعبدالرحمن جامي » سره نیغ په نیغه نسبت درلود، تر څنګ یی دهندوستان د« دخواجه جهان » په خدمت کې به هم تر ټولو نه مخته و . دسلطان د ولایتونو د فوځونو سالار « محمود پاشا » هم د عسکریت تر څنګ په شاعرۍ کې په ځآن پسې دویمګړې نه درلود.
په قسطنطنیی د حملې د پروګرام سره سم ، سلطان د « پلوټارک» په یوې ډیر ې ژورې او تاریخې لیکنې چې د « یونان او روم » تر نامه لاندې یی کړې وه اوپه هغې کې د یونان اوروم په اړه د حالاتو پوره تفصیل موجود و ، په لوست پیل وکړ. هغه د « سکندراعظم قسطنطین اول » او « تهیوډوسیس» د ژوند حالات مطالعه کړل او د قسطنطنیی د اوږې ماضي په اسرارو یو غور او فکر وکړ .
په هغو وختو کې د دې سیمې حالات څه دا ډول وو . چې په کوچنۍ اسیا کې د کرمانیا امیر په خوشالۍ سره راضی شوې و . په « البانیه » کې دسلطان محمدخان سره په یوه دسترخوان را لوې شوې «سکندربیګ » بیرته مرتد شوې و ، خو سلطان تر اوسه پورې دغه ضدي سکندر بیګ لا نه ځورولې . د« ولیشیا» ( ولاچه) مشر « ولاد» یو ظالم او کینه کښه انسان و اودظلم حد یی تر دې رسیدلې و چې د بندیانو په جسمونو کې به یی میخونه ټک وهل او هغوې به یی له منځه وړل خو دومره همت یی نه درلود چې دسلطان په مقابلې کې سر را پورته کړي ، دسلطان په مقابل کې که چا سر راپورته کولې شو نو هغه یواځې دهنګری پادشاه « هونیاډي » و . خو سلطان د هغه سره ددرې کالو له پاره د سولې تړون لاسلیک کړې و . « هونیاډې » دسلطان دپلار مرادخان ثاني په لاسو یوځل د تړون د ماتولو خوند اخستې و ، په دې خاطریی د بل تړون د ماتولو فکر هم نه شو کولې . اوس نو یواځې موریا داسې سیمه وه چې ترې قسطنطنیی ته کومک رسیدلې شو . اوسلطان ددې سیمې دکنترولولو له پاره هم یو ستر ځواکمن فوځ استولې و .
د ټولو تیاریو د تکمیلولو وروسته ، سلطان دخپلو درباریانو یوه وروستۍ غونډه را وبلله اوپه قسطنطنیی باندی یی داخري حملې کولو پلان ته اخري بڼه ورکړه . په دې غونډه کې هم سترو سترو سالارانو ، سردارانو ، دحکومت وزیرانو او عمائیدینو ، ګډون درلود. دې غونډې درې ورځې دوام وکړ . سلطان د حملې کولو پلان ته داخري بڼې د ورکولو وروسته دسلطنت له پاره هم څه نوي قوانین اوفرامین جاري کړل . د «ارخان» په زمانه کې د عثماني دولت لمړي وزیر « علاؤالدین » دفوځې اصلاحاتو په اړه قوانین جوړ کړې و ، چې د مراخان اول په زمانه کې پلې کړل شول . خو سلطان د سلطنت قانون په لیکلي توګه ترتیب کړ اودا قانون نامه د عثماني سلطنت عملي کړنلاره وګرزیده . سلطان د سلطنت د قانون د وړاندې کولو په وخت کې ، دخپلې وینا په دوران کې سلطنت دیوې خیمې سره تشبیه کړ او ویی ویل چې د سلطنت څلور ستنې دې چې دهغې څخه یی یوه :دسلطنت وزیران دې ، بله یی قاضیان ، دریم یی اداري سیستم ( په دفترونو کې کارونکي ) او څلورم یی دسلطنت خزانچي یا معتمد . هغه ددې خیمې دروازې ته د « باب عالي » نوم ورکړ چې همدا نوم د عثماني سلطنت تر اخري وختو پورې ژوندې پاته شو . هغه د سلطنت له پاره څلور وزیران و ټاکل چې مشری یی لمړي وزیر « صدراعظم » په غاړه درلوده . دهمدې سره به د سلطنت مهر موجود و او د سلطنت د ټولو امورو اعلي افسر ګڼل کیده، وزیر اعظم به هم د سلطان په څیر په خپل دفتر کې دربار را بللې شو .
د قاضیانو ډله به د علماو د ډلې څخه وه ، سلطان د اروپایی عدالتونو او همداراز داسیاي عدالت له پاره هم قاضیان و ټاکل . خواجه مفتي او قاضی به هم د مهمواو پوهو علماؤ د طبقې څخه ټاکل کیدل . سلطان د حل و عقد غونډی ته د « دیوان » نوم ورکړ ، خو ددیوان ددې وګړو شمیره یی ورزیاته کړه ، سلطان په خپل نوي قانون کې د « خارجي اغا» او « داخلي اغا» عهدي هم و ټاکلې . « خارجي اغا » دهغو حکامو څخه عبارت و چې د ولایتونو حکومتونه به یی په مخ بوتلل . خو « داخلي اغا» هغه وګړی و چې په دربار کې یی کار کاوه او ددربار مامورین و . سلطان د اغاګانو نورې عهدی هم جوړې کړې ، دبیلګې په توګه « کاپواغا» « د ګوره خواجه سراو رئیس » ، «قیزلر اغا» د ( دحبشي خواجه سراو رئیس ) ، «بوستانچي ماشي » ( د باغبانانو افسر ) « چاؤش باشي » ( دحکومت د قاصدانو افسر ) او ….
سلطان محمدخان د خپل حکومت په دوران کې خپله توجه دحکومت د قانون په پلې کولو او د ښوونې اوروزنې په لور را واړوله ، په پخوانیو وختوکې به ټولې رتبې مذهبي وې ، که څه هم په هغوې کې به یی نور علوم هم ور زیاتول ، خو ترکانو د سیاسي ښوونې او روزنې سره ډیره مینه درلوده او دې روزنې سلطنت ته ډیر وړ او دکار خلک راپیدا کول . ( مولانا شبلی ).
دسلطان را غوښتل شوې غونډې درې ورځې دوام وکړ ، په دریمه ورځ سلطان د غوندی اخری وینا وکړه او ویی ویل :
« د سلطنت درنو اراکینو ! الحمدلله ، دالله تعالې په فضل اوکرم سره مونږ دسلطنت نظام ، دملت دعلماؤ او دسلطنت دعمائیدینو په مشوره د پخوا په نسبت په ښه توګه را جوړ کړې دې ، اوس نومونږ په پوره ډاډ سره دهغه فاتح لښکر یوه برخه ګرزیدې شو چې دهغې په اړه رسول کریم صلی الله علیه وسلم په دې دنیا کې د مغفرت اوبښنې زیرې ورکړ ې دې .
دعثماني سلطنت ځان ځارونکو سپه سالارانو !
دهغه وخته چې رومي پادشاه « قسطنطین » په دریمه عیسوی پیړۍ کې عیسوي مذهب قبول کړې اوهمدا ښاریی خپل پایتخت ګرزولې نو دهمغې ورځې وروسته یی نوم قسطنطنیه ګرزیدلې دې . خو دا ښار د ډیرې مودې راهیسې دبازنطینی سلطنت او عیسوي مذهب دواړو ډیر مهم مرکز و.
د سیدنا انس رضی الله عنه ترور ، ام حرام بنت ملحان رضی الله عنها ، درسول الله صلی الله علیه وسلم رضاعي خور وه . یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغې په کور کې ویده شوې و . ناڅاپه رابیداره شو نو په مبارکه خوله یی خندا وه . سیدې ام حرام ترې دخندا علت و پوښته ، نوهغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل ….
« ما ته په خوب کې د امت هغه خلک و ښوول شول چې د جهاد له پاره د سمندر په څپو داسې سفر کوي لکه څنګ چې پادشاه په تخت ناست وي ..»
سیدي ام حرام ورته عرض وکړ چې …یا رسول الله ! ماته دعا وکړه چې ما هم الله تعالې دهمغو خلکو په ډله کې شامله کړي . رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته دعا وکړه . اوبیرته ویده شو ، د لږڅه ځنډ نه وروسته یو ځل بیا رابیداره شو ، بیا یی مخ مبارک دخوشحالۍ نه ځلیده ، سیدی ام حرام ترې یو ځل بیا دخوشحالۍ په اړه وپوښتل . نوهغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل :….« زما د امت د هغه لمړي لښکرپه اړه چې دروم د قیصر د ښار « قسطنطنیی » د نیولو له پاره جهاد کوي دمغفرت زیرې راکړل شو . سیدي ام حرام ترې یو ځل بیا ددعا غوښتنه وکړه ….خو هغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل …. نه ! ته په هغه لمړي لښکر کې شامله شوې یی …..» ( بخاري شریف )
د سلطنت درنو اراکینو !د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه دواړه زیري داسې تکمیل شول چې دسیدنا عثمان رضی الله عنه د خلافت په وخت کې ، سیدنا معاویه رضی الله عنه په «قبرس» باندی حمله وکړه ، اودا داسلامي تاریخ لمړۍ بحري میشن و . په دې حمله کې سیدي ام حرام رضی الله عنها دخپل میړه سیدنا عباده بن صامت رضی الله عنه سره یو ځاې شریکه وه . دا جنګي میشن په دې خاطر بریالي و چې د قبرص خلکو دمسلمانانو سره سوله وکړه او کله چې مسلمانان بیرته ستنیدل نو سیدة ام حرام د آسه را پریوته اوهملته یی د شهادت لوړ مقام په برخه شو ، دا درسول الله صلی الله علیه وسلم لمړنی بشارت و چې تکمیل شو . دبشارت هغه بله برخه د قسطنطنیی د مجاهدینو پورې اړونده ده . همدا علت و چې په قسطنطنیه د جهاد کولو له پاره دسیدنا معاویه رضی الله عنه د خلافت په وخت کې یولښکر په قسطنطنیی باندی حمله وکړه ، او دهغه زوې « یزید » هم په حمله کونکې لښکر کې شامل و . په دې لښکر کې جید اوستر صحابی « سیدنا ابوایوب انصاري » رضی الله عنه هم شامل و . دا دمسلمانانو په واسطه د قسطنطنیی لمړنۍ محاصره وه چې تر ډیرې مودې پورې یی دوام وکړ . سیدنا ابوایوب انصاري رضی الله عنه د همدې محاصرې په جریان کې ناروغه شو او بیا هملته شهید شو اودهمدې ښار د ستر دیوال لاندې خاورو ته وسپارل شو . خو دغه لښکر و نه توانید قسطنطنیه فتحه کړي ، البته درسول الله صلی علیه وسلم د بشارت دویمه برخه هم تکمیل شوه .
د سلطنت درنو اراکینو! په یاد لرئ چې دا یواځې بشارت نه دې بلکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو حدیث هم دې چې په هغې کې یی یواځې د قسطنطنیی دخلکو خبره نه ده کړې بلکه ددې ښار د فتحه کونکو ته یی زیرې ورکړې دې .
سیدنا بشربن سحیم رضی الله عنه په یوه حدیث کې روایت کوي چې :
« تاسو به ضرور قسطنطنیه فتحه کوئ ، نوبیا به بهتر امیر هغه امیر وي او بهتر لښکر به همغه لښکر وي » ( مسند امام احمد )
په دې اساس په دې حدیث کې دبیان کړل شوې نیکبختۍ د لاسته راوړو په خاطر ، ګڼ شمیر مسلمانو حکمرانانو په قسطنطنیی باندې د ولکې دکولو هڅې کړې دي چې په دې ډله کې سیدنا عمربن عبدالعزیز رحمة الله علیه ، هشام بن عبدالملک ، مهدی عباسي ، او خلیفه هارون الرشید….شامل دي . خوهیڅ یو یی داښار فتحه نه شو کړاې .
داسې بریښې چې عثماني سلطنت الله تعالې دهمدې له پاره قایم کړې دې چې داسې یو بابرکته لښکر جوړ کړي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته ډیره ښه اوغوره لښکر ویلې ، زما نیکه سلطان بایزیدیلدرم په ۱۴۰۲ کال قسطنطنیه په پوره ځواک سره کلابنده کړه اونژدې و چې دا ښار سوبه کړي خو په همدې وخت کې ګوډ تیمور په کوچنۍ اسیا باندې یرغل وکړ اوپه دې توګه زما نیکه هم د قسطنطنیی کلابندي ماته کړه . دا پیښه د نن څخه نژدې پنځوس کاله مخته پیښه شوې ده . او ددربار یوشمیر پخوانیو اراکینو ته به اوس هم داپیښه په ذهن کې تازه وي . دهغې نه وروسته زما دپلرونو له ډلې څخه زما تر دروند پلار پورې ټولو ددې ښار د نیولو له پاره ناکامه هڅې کړې دي .
دسلطنت درنو اراکینو ! نن مونږ هم په همغه لښکر کې د ورګډیدو سعادت تر لاسه کوو چې قیام یی زمونږ د هوډ او ارادو پورې تړلې دې . «قسطنطنیه » په یوه داسې ځاې کې پرته ده چې تر څو چې فتحه نه شي اسلامي سلطنت تکمیل ته نه شي رسیدلې . اوزه ډاډمن یم چې په کومه ورځ دا پخوانې ښار فتحه اوولکه کړل شي نودهغې وروسته به بل کوم قیصر راپیدا نه شی . ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایلی دي چې :
« اذا هلک قیصر ، فلاقیصر بعده … کله چې قیصر هلاک کړل شي نوبیا به بل کوم قیصر راپیدا نه شي »
«السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته »
دا د سلطنت دغې اوږدې غونډې ته دسلطان محمد خان اختتامي وینا وه ، د دربار حاضرین د سلطان ددې علم اوپوهې څخه ډیر اغیزمن شوي و ، ځکه هغوې هیڅ هیله نه درلوده چې دوه ځلې ناکامه پادشاه او نوې ځوان سلطان به دومره ستر عالم او پوه ګرزیدلې وي .
دا و سلطان محمد خان ، چې اوس یی ددنیا د ستر ښار «قسطنطنیی » د فتحه کولو له پاره ملا تړلې وه . دنړۍ تاریخ بدلیدونکې و او دمسلمانانو د فتوحاتو د تکمیل تر څنګ د اروپا دبیا راپاڅیدو نوې دوران پیلیدونکې و .
*****
پرلپسی لري …..