د کندهار ښاروال د دروکالوراهیسۍ په دنده موظف سویدی او تر دې دندې دمخه په امریکي کي اوسیدی ، د ښاروال غیرمودبانه برخورد تحمل وړ نه دی، د کندهارد ښاریانو توهین اوسپکاوې کوي ، کله چې د کندهارښاریان د خپلو مسایلو لپاره ښاروالۍ ته مراجعه کوي نو لږترلږه به یوه یا دوي اونۍ انتظارکوي چې ښاروال وویني ،حتي بعضي وخت په دي نه توانیږي چې ښاروال وویني ،ښاروال کله په پي ارټي کي وي او کله امریکي ته تللۍ وي اواکثره د مجلس په بهانه ځان مصروف ښکاره کوي .
کله چې ښاریان خپل مشکل ورته وايي نوښاروال وايي بس بس دنورو خبروضرورت نه سته ، دامسله به داسي کیږي چې زه وايم هيچا ته دخبرو موقع نه ورکوي اوخپل دګیډي اوامر ورته دیکتي کوي مراجعینو ته وايي تاسو غله یاست تاسو خاینان یاست او داسي نور سپک الفاظ استعمالوي چې ذکريي دلته مناسب نه بولم اوښاریان دخپل دفترڅخه دپولیسو په مټ باسي . اودښاروال ددغه نامعقول سلوک عیني شاهد یم . اوحکومت توقع لري چې ولس ورسره همکاري وکړي اما متاسفانه ددغسي کارمندانو په موجودیت کي ولس دحکومت نه نورهم لیري کیږي.
د کندهاردښاروالۍ پرچوکۍ باندي ډیرپروطن مین ،دانشمند اودپراخي حوصلي خاوندانو کار کړی دی ،چې دهغو څخه یوڅو نومان یادوم مرحوم بابا عبدالعزیزخان ، مرحوم محمدناصرخان کاکا ،مرحوم لعل محمدخان کاکړ ،مرحوم افضل خان شیردل ،مرحوم جان اغا مجددي اوداسي نوروچې نومان يي ډیر دي اونومان دي تل ترتله ژوندي وي دغه دعزت اواحترام وړ شخصیتونو دکندهارښاروالي په پوره صداقت ،ایمانداري اواخلاق حسنه باندی چلولي ده اودکندهارښاریان احسان فراموشه اونامردان نه دي ددغومرحومینو اونورووطندوستو خدمتګارانونوم په نیکۍ اودرنښت یادوي اوپري ویاړي ، خواوس داسي يوڅوک پردي چوکۍ ناست دی چې یوخودخواه شخص دی او دیوه نظامي دیکتاتورپه ډول چلند کوي دخلکو بي ابي او بي عزتي دده یوعادت ګرزیدلی دی ،هم قاضي دی هم حاکم ،پخپله نامعقولي اوغیرقانوني فیصلي کوي . زه ګمان کوم چې رواني اوروحي تکلیف لري اوهرمراجعه کوونکي ورته شخصي دښمن ښکاري اودنورو دازار اوازیت نه خونداخلي . دښاروالۍ په اداره کي ټول کارونه پخپله ښاروال ترسره کوي ،یوښه کاري ټیم نلري دمطلقي بي باورۍ ماحول يي جوړکړی دی پرخپلو کارکوونکو هيڅ باور اواعتمادنلري اوټول کارونه پخپله مخ ته بیايي ،کله چې په دفترکي نه وی نوکارونه په ټپه ولاړ دي ، دمنجمنت یااداري په اصولو بلدنه دی، . ټول پلانونه ښاغلی ښاروال طرح کوي نه دمشوري مجلس لري اونه دښاروالۍ انجمن چې دښارمخورپه هغه کي برخه واخلي دښاروال ډیري مشوري دپي ارټي سره دي. ښاروال صاحب ډیري ناکامي پروژي لري ،یوه پروژه یی داوه چې په وړو وړو تختو يي دقران شریف مبارک ایتونه اودحضرت محمد ص احادث ولیکل اوپه ډیرونامناسبو ځایونو کي یی نصب کړي وه چې ددغومبارکوایتونو اواحادثو دبي احترامۍ باعث سوه اوداچې څومره مالي لګښت پري راغلی دی هغه لا هلته پریږده ، دعمر رض جامع مسجد کار هم دستونزوډک بریښي ډیر به يي نه سپړو ، دښاروال دنامعقوله پلانونو اودنه امادګۍ په نتیجه کي دري میاشتي دمخه دکندهار دغریبوښاریانو خامه کورونه سیلابونه یوړه اوداحادثه څوځلي تکرارسویده خوښاروال اوږدمهاله پلان دښار دکانالیزاسیون په هکله نلري چې ددغسي پیښو مخه ونیول سي.
ښاغلی ښاروال شخصا پلان لري چې د زاړه ګمرک څخه چې دښار په شرقي سمت کي واقع دی اوښه ډیره ساحه لري مارکیټونه جوړکړي حال داچې ښاریان غواړي چې هلته یوپارک ولري چې دښار په ښکلا کي ډیررول لري اودچاپیریال دککړتیا څخه هم مخه نیسي ،خوښاغلی ښاروال خپله خبره عملي کوي .
نوایا د لوړپوړو چارواکو پیرزوینه دکندهاروښاریانو ته همدا ده ؟
دلويي جرګي لخوا دافغانستان اساسي قانون د۱۳۸۲ کال دجدي په میاشت کي تصویب سو اودښاغلي ولسمشر لخوا دهمدي کال ددلوي پرشپږمه توشیح سو ،اواوس ددي اساسي قانون دانفاذ څخه زیات اوکم نهه کاله تیرسویدي اوددي اساسي قانون یوسلویوڅلویښتمه ماده داسي حکم کوي :
دښاري چاروداداري لپاره ښاروالي تشکلیږي. ښاروال اودښاري مجلسونو غړي دازادو ،عمومي ،پټو اومستقیمو انتخاباتو له لاري انتخابیږي .په ښاروالیوپوري مربوطي چاري دقانون له لاري تنظیمیږي .
اوس تقریبا نهه کاله تیرسوی دي خو دولت هیڅ اقدام هم نه دی کړي ، افغان ولس هم په دي هکله څه ګام نه دی اخیستی ، رشتیا یی ویلي دي چې حق اخیستل کیږي ورکول کیږي نه . نو ولس خصوصا د۳۲ ولایاتو ښاریان او دیوشمیر لویو ولسوالیو اوسیدونکی چې ښاروالي په خپل تشکیل کي لري باید خپل ږغ پورته کړي اوددغسي غیرقانوني ښاروالانو د بیځایه کړنو مخه ډب کړي .
زما هیله درسنیو ،لیکوالانو ، روشنفکرانو او دپارلمان دغړو څخه داده چې دي ملي ستونزي توجه وکړي اودقلم په مرسته د خپلو بي وسه ښاریانو خدمت ته ودانګي .اولیکوالانوڅخه هیله کوم چې ددغسي پیښو انعکاس درسنیو دلاري وکړي .
اوحکومت باید د داسي کسانو لاسونه دکاره لنډ کړي چې دنورو بي عزتي کوي .