کور / تازه خبرونه / كندهار:۱۰ تنه بې سرپرسته زده كونكي له ۱۲ ټولگي فارغ سول

كندهار:۱۰ تنه بې سرپرسته زده كونكي له ۱۲ ټولگي فارغ سول

په كندهار كي د شيخ زايد ال مكتوم دار الايتام له ۸كلونو وروسته د لومړي ځل لپاره ۱۰ تنه يتيمان د دوولسم ټولګۍ څخه فارغه كړل.
ددغه روزنتون د مسولينو په وينا چي دغه يتيمان يې په لوړه سطحه روزلي او تر فارغېدو وروسته به لوړو زده كړو ته ادامه وركوي.
د شيخ زايد ال مكتوم په دارالايتام كي د هغه بې سرپرستو ماشومانو ښوونه او روزنه كيږي چي خپل والدين يې د لاسه وركړي.
ددغه روزنتون مالي لګښت دمتحده عرب اماراتودشهزاده دشيخ زايدال مكتوم دخيره بنسټ له لوري وركول كيږي .
ددغه روزنتون مدير محمد شفيق صادق لراوبرته وويل چي دوى ۸۹۰ تنه يتيمانو ته په نوموړي روزنتون كي زده كړه وركوي چي دهغو له جملې څخه ۲۰۰ تنه په ليليه كي اوسيږي.
دده په وينا په دغه روزنتون كي دا د فراغت لومړۍ دوره ده چي تردې وروسته به دا لړۍ ادامه پيدا كړي.