کور / خبرتیا او پيغامونه / د آصف مخبت پر مړينه غمرازي او پيغامونه

د آصف مخبت پر مړينه غمرازي او پيغامونه

پېښور: يو شمېر خبريالانو د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا په مرکز کې د فرهنګي شخصيت ارواښاد (محمد آصف محبت) په مړينه د غمرازۍ غونډه وشوه چې پکې يو شمېر ليکوالو او ژورنالستانو برخه واخسته او د نوموړي ادبي او فرهنګي هلې ځلې يې وستايلې ، په پاى کې د نوموړي روح ته دعا وشوه او پاتې ورثاو سره يې خواخوږي څرګنده کړي.






په اروپا کی دحزب اسلامی افغانستان دسولی او سیاسی امورو دکمیسیون اعلامیه
بسم الله الرحمن الرحیم
انا لله و انا الیه راجعون
په ډیره خواشینۍ سره مو د دروند  لیکوال ، دجهادی لیکو د زړه ور مجاهد او د بین المللی ښکیلاک په خلاف په ګرم سنګر کی ولاړ دخدای دلاری د مبارز محمد اصف  مخبت  دمړینی  خبر ولوست .
په دی ترتیب  غواړم په اروپا او انګلستان کی د حزب اسلامی افغانستان د سولی اوسیاسی دکمیسیون  دټولو غړو په نمایندګۍ ددغه ستر مجاهد او محبوب لیکوال ، مرحوم  مخبت صیب، ددغه ناڅاپی  مړینی  په اړه دهغه شهید محترمی اودرنی  کورنۍ ته دعزیز خدای  ددرباره د زړه صبر او مرحوم ته دالله تعالی نه د بدر دشهیدانو په صف کی د حشر کیدو او د جنت الفردوس  غوښتنه  کوم . 
 په همدی توګه  غواړم  دحزب اسلامي افغانستان دروند مشر، د اجرائیه شورا محترمو غړو ، د حزب اسلامی افغانستان د فرهنګی  امورو ټولو کارکونکو  او د مرحوم او مغفور ځوان  مجاهد لیکوال شهید محمد اصف مخبت   ټولو دوستانو ته دهغه دشهادت په اړه   د زړه  له  کومی  د تسلیت مراتب  وړاندی کوم .
قریب الرحمن سعید
په اروپا کی د حزب اسلامی افغانستان د سولی او سیاسی امورو دکمیسیون  مشر




 خليل الله قتيل زوى
د مينې ليوال او سرښندونكى ليكوال مخبت څه شو؟
 
له تېرو څو ورځو مې په شهادت ويبپاڼه كې د تكړه ليكوال، زړور ژورنالست او د ټينگې عقدې د لرونكي ارواښاد مخبت سرليكنې لوستې نه وې؛ نن مې ، چې پرانسته د مړينې خبر يې خپور شوى و. الله پاك ته مې لاسونه لپه كړل؛ ارواښاد ته مې د مغفرت غوښتنه وكړه، تنكي زوى ته يې دده بركتونه او درنې كورنۍ او سپن ږيري پلار ته يې د دغه لوى غم زغم غواړم.
مرگ هم  لكه ژوند حق دى او ټول ترې برخمن كيږو. ما له تېرو څلور كلونو د ارواښاد اخلاقي، فرهنگي او سياسي ليكنې په بشپړغورلوستي او څه ناڅه شپږ مياشتې مې ورسره نژدې ناسته ولاړه كړې؛ قلم او قدم  يې په بشپړډاډ پورته كړى او زه يې هم د نورو په څېر د ډاډمنتيا لوري ته هڅولى يم.
د ارواښاد نرم خوى او د ژورفكر ميراث دې الله پاك د ده د تنكي زوى په برخه كړي.
هو! مخبت مړ شو، خو د علامه اقبال لاهوري پرشعر څرگندونې ترې د فرهنگي ميراث په توگه پاتې شوې. د شهادت ورځپاڼې مشرتابه او درانو همكارانو ته لومړى له الله پاكه د صبر غوښتنه كوم او بيا هيله من يم، چې د علامه اقبال لاهوري پرشعرڅرگندونې يې راټولې كړي او د يوې ټولگې په توگه يې چاپ او خپرې كړي. 
روح دې تاند او ښاد وي(آمين).